د نن او سبا افکار کتاب چاپ او خپور سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25675
مطیع الله روهیال
دخبریدو نیټه : 2009-05-10

دا کتاب د فرانسې د مشهور ليکوال ډاکټر ګوستاو وبون له خوا ليکل سوی، چي تقريباً شپېته کاله وړاندي د ارواښاد استاد محمدابراهيم خواخوږي له خوا ترجمه او هغه مهال د طلوع افغان په ورځپاڼه کي په پرله پسې ډول خپور سوی دئ، په نوموړي کتاب کي د سياست پوهانو، ټو نپوهانو، تاريخ پوهانو او نورو عالمانو لپاره په زړه پوري ټکي را يو ځای سوي، چي لوستل به يې د هري برخي پوهانو ته بې ګټي نه وي، د دې تر څنګ په عام ډول د ټولو مينه والو له پاره به ارزښتمن وي.
ارواښاد خواخوږي دا کتاب په خوږه پښتو ژباړلی او د ترجمې ټولو اصول يې مراعت کړي، چي د دوی له خوا د دغه کتاب ترجمه په پښتو ژبه کي د يوې ارزښتمني ترجمې زياتونه ده.  کتاب په دې وروستيو کي د خواخوږي ادبي ټولني له خوا په ۱۲۰ مخونو کي د زر ټوکو په تېراژ په ښکلي صحافت او سپين کاغذ باندي خپور سوی دئ.
د يادوني وړ ده چي پر دغه کتاب باندي د ښاغلي استاد محمدمعصوم هوتک د لنډي سريزي تر څنګ د پيل خبري د ښاغلي غرزي خواخوږي له خوا ليکل سوي دي.