څه غر تور وه څه لړو تور كړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25722
م. الف. توحيديار
دخبریدو نیټه : 2009-05-11

:                             & nbsp;                   


خبرې ته د ارواښاد الفت صاحب له دې بيتونو څخه وروسته راځم چې:
بې حسابه څاڅكي توى په بحر او بر شي
له لكونو او كروړونو يو ګوهر شي
رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو رغو كې
پكې يو نيم د ليلا پكي ته ورشي

په كونړ ولايت كې عام وګړي په د ې اند دي چې ګوياد طالبانو له واكمنۍ وروسته د اطلاعات او كلتور رياست  او په ځانګړې توګه د راډيو ټ ويزون امريت ډېر د حساب وړ ځكه نه شي كېداى چې په هغه لومړيو كې كوم كارونه شوي ول لكه مجلې له چاپه را ووتې، اونيزې غونډې جوړېدې، په ځينو مهمو كارونو كې له ملګرو سره سلا او مشورې كېدې،هغه هرڅه دې اوسنيو ښكاره او پټو ځينو كارونو د كونړ په سيند لاهو كړل،دا يواځې دا يوه اداره هم نه ده جې موږ ترېنه سر  ټكوو هره اداره د اداري فساد په وجه له زوال سره مخ ده خو موږه دې ادارې ته ځكه ګوته نيسو، چې موږه د افغاني ټولنې د كلتور ساتل،او پالنه په ځان فرض ګڼو،د كونړ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او په ځانګړي ډول،د راډيو او ټلويزون امريت دروان كال په كونړ سيند مشاعره كې،سر بېره پردې چې د مشاعرې فرهنګپالانو او تابيا كونكيو ملاتړ وكړي داسې څه يې وكړل چې يادول يې راته د فرهنګيانو سپكاوى ښكاري،خو نه پټيږي وړاندې له دې چې د نورو ولايتونو خلك ورته ګوته ونيسي نو م وږه به ووايو چې د ښاغلي وزير صاحب لخوا دكونړ ولايت  دراډيو ټلويزون پر امريت داسې يو څوك راتپل شوى دى چې پرته د ډالرو له پيدا كولو يې هېڅ نه دي زده،كه فرهنګيان يې د غلا مخه ډب نه كړي اخېرداكړنې  به تركومه وانې  وي؟. وتلي ژورناليسټان يې له دندو ګوښه كړل،د كونړ ولايت  په سخطو شرايطو كې صرف يوه زنانه ويونكې وه هغه سره له خاونده په كور شوه، د ډېرو نورو ادب پوهانو په مخ د راډيو او ټلويزون دروازې بندې شوې په ولايت كې وتلى ليكوال او شنونكى نظام الدين ماليارصاحب په كور كښېنول شو،كاتب شاه  كاتب،ټول رياست ته د نه ورتلو سم وكړ،او دتېر مهال تكړه وياند معلم رفيع الله حيدري،ته خو كه څوك ووايي چې: ( په راډيو او ټلويزون كې مې د چا سره كار دى همغه هم ورته غل ښكاري.
بس څه به وايو د چا به وايو:؟؟ يوه ورځ مې له همدې حيدري صاحب سره وليدل ويل يې چېرته ځې؟ماوويل راډيو ټلويزون ته روان يم، بې له ځنډه يې راته وويل : ( لكه چې د ډالرو د غلاچل زده كوې؟!) مايې خبره په دې غوڅه كړه چې نه وروره زه په كونړ كې د (BBC) له استازي نعمت الله كرياب سره ګورم  زما يې له غلا او د م امورينو له ماشعونو سره څه؟ زما پر كار سربېره هغه هم دنده راوسپارله چې كرياب ته ووايه ( هسې هم په غلاو كې نه يې شريك ځانته يو بل ځاى ولټوه ټول فرهنګيان به درځي)
له نورو خبرو راتېرېږم،خپلې خبرې ته راځم، راشد خټك په دې وروستيو كې يو غزل ويلى چې يو بيت يې څه داسې دى:
ياران مې مينې ته وخت نه لري ډالرې ګټي
اوس خو له ګران افغانستان نه امريكه جوړه ده
بس!!! دې ډالرو خو نخرې وكړې!
هرڅوك يې ګټي خو ديوڅه هنرسربېره يوشنګ نرتوب هم و سره لري،خو د راډيو په امريت كې يو هم نه ترسترګو كيږي څه بل شان قيصه روانه ده....!
كله پكې امر ته دوسيه جوړه شي، كله بيا هغه هم وركه شي، د هغې د غلا تور هم په امر پورې شي، دې كړنو ته يې سړى سم دم حيران شي، د راډيو امر صاحب چې مقرر شي بيا نو د يو څه هم مسلكه ملګرو سره د پردې شاته معاملو كې بوخت شي، نه اداري مجلس وي نه نورې ادبي هڅې وي... بس همدا  ازاد فرهنګيان دې خداى لري، چې د هيوادوالو سره په غونډو كې برخه اخلي او غونډو ته يې ابلي، مجلې په يو نوم او بل نوم د چاپ په ګاڼه سمبالوي.
كه د كونړ سيند په مشاعره خبرې وكړو دا ځل مشاعره د تېر پر نسبت له نيمګړتياوو خالي وه ځكه يو خو ددې ازادو فرهنګيانو په هلو ځلو او لګښت جوړه شوې وه او بل له لر او بر نه ورته ډېر وتلي ليكوال او شاعران راغلي وه لكه نور البشر نويد ، ډاكټر عالم يوسفزى، شوكت شرر، اكمل ليونى.... بس له ختيځه تر لويديځه فرهنګيان كونړ سيند ته راغلي وه.. كوربنو د مېلمنو پر وړاندې ښه په نره مېلمه پالنه وكړه او د ستاينې وړ خو ځكه ده چې زموږ فرهنګيان ترټولو هغو لا كشران دي، ټولو ليكوالو شاعرانو ته يې سيمه ايزې ډالۍ (پكولونه) ورپه سر كړل،تر تورخم او جلال اباد پورې يې لارې كچ كړي او ويې څارلې  د ښه وخت انتظار يې ويوست،او ټوله شپه يې د خپل ادب په مينه ورسره وېښه تېره كړه،د شپې يې مشاعره ورته جوړه كړه، له ټولو كوربنو او مېلمنو سره دا سوچ او فكر و چې څنګه به دا ځورېدلى اولس له دې كړانو راوځي.
سهار د مشاعرې ځاى  (تالار) په ميدان كې يوه خېمه وه،ټول ملګري په چوكيو ناست و خو  د اكمل ليوني د كتابونو د خرڅلاوه بازار بيل خوند  درلود،مشاعره په ت اوت پيل،والي د ښه راغلاست وينا وكړه او د نغدې مرستې سربېره ښه مرسته خو يې دا وه چې ټول فرهنګيان يې  په د ې ونازول چې څنګه غواړي هغسې مشاعره دې جوړه كړي(ازاده). د كلتور له ودې سره همدومره مينه بسنه كوي، خو ولې ځينو په فرهنګ ورتپل شويو ډېرې هڅې وكړې چې د ازادې مشاعرې مخه په خپل نظر ډب كړي او د نورو( ډالرو) ترسيوري لاندې يې راولي، خو دا شړۍ يې وړۍ نه شوه،په ازاد  ډول مشاعره جوړه شوه،ليكوالونو ته پكې مډالونه وركړل شول،د هرچا چې څه زړه غوښتل،هغه يې په ديموكراته فضا كې وويل كه څه هم په (Sound system )  (لاوډسپيكرونو ) كې ستونزه راولاړه شوه، دا داسې ښكارېده چې د كونړ دراډيو ټلويزون امر ددو ماشومانو سره يو ځاى د مېلمنو پرځاى ناست و، له لومړي سره ترپايه په دې فكر كې وه چې دا مشاعره به څه رنګه ايډېټ كړي،د لاوډسپيكرو د جوړولو  زحمت يې  تر اخېره ونه كړو، او د م اعرې د اېډېټ خبره به داسې وكړم،چې كه چېرې كوم شاعر ددولت له پاليسۍ خلاف شعر ويلاى وي د امرصاحب قانوني حق و چې رې يې كړي خو هغه چاچې ددې ټولې مشاعرې تابيا يې كړې وه او يايې مېلمنو ته ډالۍ وركړې وې، دهغو له ټلويزون څخه لرې كول څه معنى؟ ددې دومره ويلو پايله بيا هم د شمشاد او نورو ازادو ټلويزونونو په ګټه ځكه شوه، چې موږه ته يې د خپلې ادارې خپلواكي راپه ګوته كړه ټوله مشاعره يې  چې څنګه د تكړه ژورنالېسټ ليكوال او شاعر شرر ساپي په مشري كې ركارډ شوې وه همغسې خپره شوه، واقعي چې مشاعره هلته نوره هم پرتمينه شوه چې د كونړ ولايت وكيلان او سناتو انو هم په خپل راتګ ونازولو،البته دې امر صاحب چې كله د مشاعرې تابيا كونكي په ايډېټ كې ختمول نو دغه مشران هم ورسره ختم شول پاتې دې نه وي چې خپله سره ددوه ماشومانو تر اخېره وښودل شو دا چې امر صاحب څوك ايډېټ كوي او يا هم هر څوك چې وغواړي د ټلويزون په پرده ښكاره كوي دا حق خو ده ته وركړل شوى، كه د اطلاعات او فرهنګ وزير صاحب خپه كيږي هم  نو دا پوښتنه كوم كه چېرې دى كومه ځانګړې موخه نه لري، او يا په پټو كټو كې ورشريك نه دى ولې يې د كونړ فرهنګپال او فرهنګيان په دې دومره نا امېده كړي دي؟؟ ولې ددوئ په خوښه يو څوك كونړ ته نه را استوي ترڅو دا ولايت له خپلو امتيازاتو څخه برخمن شي؟ خو بس هغه رښتياويل شوي دي چې : (څه غر تور و او څه لړو تور كړ!) د ولايت د ښېرازۍ په هيله خپله خبره  د خالق زيار په دې بيت راټولوم چې :
د زړه د درد قيصه به چاته وكړم؟
ځمكه بې هوشه ده اسمان اوده دى