استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٦ وری ١٣٨٤
اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت
لمړۍ برخه
دپورونو اخستل او غیر دولتي مو سسې
نژدې دوه اونۍ د مخه د افغانستان د ماليې وزارت د نړیوال بانک سره د اتیا میلیونو امریکایي ډالرو د پور یو تړون لاسلیک کړ چي ددغه پور څخه به د افغانستان په شمالي او شمال لويديځو سیمو کي ددوه لري پرتو ولسوالیو تر مینځ سړک چي په دایروي شکل د هیوا د داقتصادي پر مختګ له پاره اړین ګنل شوی پوخ (قیر ) او و غځول شي . که څه هم دغه پور به د را تلونکو څلویښتو کالو په اوږده موده کي بیرته ادا کړل شي خو پو ښتنه داده چي ایا د نړیوالو کومکونو ددغه ستر بهیر سره چي زمونږ هیواد ته را روان دی ز مونږ دولت ولي دې ته اړ شو چي دغه ډول اوږود مهاله پورونه د لو یو لارو دجوړښت او غځوني په خاطر تر لاسه کړي . غواړم په دې هکله په لنډه توګه څو مهمو ټکو ته اشاره و کړم .
۱ - د غیردولتي موسسسو موجو دیت .
د ۲۰۰۲ میلادی کال را هیسي یعني هغه وخت چي په هیواد کي یو ډیر ستر بدلون را مینځته شو نو نړیوالو اقتصادي ځو اکونو او نوري نړۍ هم د خپل وس او توان په اندازه زمونږ د هیواد د بیا رغوني له پاره په میلیاردونو ډالره د بسپني کولواعلان وکړ او تر اوسه پوري دغه بسپني را رواني دي . د یوې حیرانونکي اندازې له مخي تر اوسه پوري افغانستا ن ته د ۸ میلیارډو ډالرو څخه ډیري نقدي او جنسي مرستي راغلي . ترڅو د هیواد په بیا رغونه کي ترې ګټه واخستله شي . د ۲۰۰۱ میلادي کال د بن د تړون را هیسي یعني هغه وخت چي ښاغلي کرزي ته واکمني په مؤقته او یا دایمي تو ګه تر لاسه شوې دغه بین المللي کومکونه ا وبسپني هم پیل شوي خو هغه ستونزي چي ددې بسپنو سره یو ځای د کرزي حکومت ته را پیدا شوي هغه د ډونر یا مرستندویه هیوادونو د ډاډیني کمښت دی ، بسپنه ورکونکو هیوادنو ددی پر ځای چي خپلي مرستي په مسقیمه تو ګه د مرکزي دولت په و لکه کي ورکړي او یا دا چي د مرکزي دولت د سترګو او تفتیش لاندي یې په مصرف ورسوي د خپلي ډاډیني او اطمینا ن په خا طر یې ددغه مرستو د ویش له پاره د غیري دولتي مو سسو په نوم مصرف کونکي ادارې هم جوړي کړي دي . د یوې خپرې کړل شوي احصایې له مخي ددغه غیر دولتي مو سسو شمیره چي په ۲۰۰۲ زېږديز کال کي یې ګڼه یوازي څو سوو ته رسیده د طو فان د باد په څیر په ډیره ګړندۍ تو ګه پر مخ ولاړه او د هیواد د اقتصادي پر مختیا پر ځای دغه مو سساتو دومره چټکه پر مختیا وکړه چي او س یې شمیره د یو ۲۵۰۰ کړیز زنځیر په شکل د هیواد په ټولو ادارو او شتمنیو را چا پیره شوې ده .
ددولت د یوه پخواني وزیر بشرمل د وینا په اساس د غه غیر دولتي مو سساتو اوس د دوکانونو او مارکیټونو حیثیت خپل کړی . البته زه دا نه وایم چي ګو یا ټولي غیر دولتي مو سسې به په هیواد کي د بیا رغوني پر ځالي د بیا شکوني پالیسي اختیار کړې وي خو کیدا ی شي چي یو شمېر مو سسو ښه کارونه هم کړي او یایې په را تلونکي کي و کړي . دا چي غیر دولتي موسسو په کارونو کي کوم پر وګرامونه شامل دي په لنډه تو ګه یادوم :
الف، اړوند ځایونه .
_ د سړکونو د غځولو ، پخولو (قیرولو) او د لارو او کوڅو د جوړولو کارونه
_ د ښوونځيو، درس ځایونو او طبي اسانتیاو د ورانو ویجاړو ترمیمو ل او یا د نوي سره د هغوی جوړښت
_ د خورا ک څښاک او د پاکو اوبو برابرول او د ګند او کثافت څخه د لارو پاکول .
_ د راستانه شوو مهاجرینو له پاره اسانتیاوي برابرول او هغوی ته د سر پناه جوړول او د هغو په خپلو پښو درول .
_ د بې وسلې شوو جنګیالیو له پاره ددولت د سر پر ستۍ لاندي د ښووني او روزني کورسونه جوړول او دهغوی سره مالي مرستي کول .
_ د بې سرپرسته یتیمانو او یسیر انو له پاره ځانګړي پال ځایونه جوړول او ددولت تر سر پر ستۍ لاندي د هغوی د ښووني او روزني او نشو نما له پاره ښه چا پیریال جوړول ................
او په همدی تو ګه نور.
ب ،
د نا دولتي مو سسې کار ځایونه باید ویشل شوي وي . دغه مو سسې که د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندي وي او یا د مر ستندویه هیوادنو تر نظارت لاندي وي باید د هر یوه کار ډاګیزه او د کار زبیښی یې د خلکو تر مخه وي . که چیري دغه ۲۵۰۰ کړیز زنځیر د هیواد په ولایاتو وویشل شي نو نژدې ده چي هره ولسوالي به که د سلګونو نه وي نو د لسګونو مو سسو میزباني به په خپله غیږ کي و لري او بیا هلته که د هر ي موسسې کار معلو م وي نو په دې ډاډ من یم چي دغه هیواد به په کلونو کي نه بلکي په میاشتو کي د یوه ستر او پر مختللي هیواد بڼه اختیار کړي . ددې تر څنګ که په هر ولایت کي د کرهڼيزوچارو تر څنګ د صنعتي چارو پر لور پاملرنه و کړل شي او همدغه مو سسې چي د مرستندویه هیوادنو پوري تړلي دي د خپلو اړوندو هیوادو څخه ماشین الات که هغه حرفوي وي ، که کرهڼيز او یا نور صنعتي الات وي را وارد کړي نو د کار کولو ساحه به پراخه شي او ټول هغه کسان چی تبر یې په لاس وي او د شنه ځنګل ښایسته وني پرې د خپلو اړتیاو د پوره کولو له پاره را پرې کوي به هم په کار و ګمارل شي او هم به د ټولني سالم انسانان تر ې جوړشي .
ج ،
د نادولتي مو سسو بو دجه هم د ملګرو ملتونو د احصاییو له مخي او هم د هیوا دد مسولو خبر ځایو له مخي غیر دولتي مو سسې د کال ددوه او دوه نیم میلیاردو ډالرو په شاوخوا کي بو دجه لري . او دغه ټوله بو دجه د هیوا د د بیا رغوني تر نامه لاندي را ځي او بیا په موسساتو ویشل کیږي . په دې کي هیڅ شک نه شته چي دغه مو سسا ت به خپل اړوندو بسپنه ورکونکو ته د خپلو مصارفو را پور ورکوي او د ا ضرورت هم دی ځکه د مخکنیو مصارفو پرته هغو ی نوره بو دجه نه شي تر لاسه کولای . خو په دې مصارفو کي لکه څنګه چي په نظر را ځي ډیر یې یوازي او یوازي کا غذي بڼه لري . ځکه چي په هیواد کي په عملي تو ګه ددې مو سساتو د عملي پر مختګونو څخه ډیر لږ څه په نظرا را ځي . ددې مو سساتو ځیني داسي دي چي د خپلو ورسپارل شوو کارونو پر ځای په نورو شیانو کي ګو تي و هي . که د ټاکنو فرصت را پیدا شي نو بیا د ملکانو او قوماندانانو پسي ګر ځي تر څو د خپلي خو ښي و کیلان و ټاکي او بیاد دوی له پاره ناندرۍ ووهي . کله په هیوا کی د را ډیو ګانو د سټیشونونو په ویشلو کي مصرف شي او د ا دترقۍ او پر مختګ له پاره یو ښه اساس ګڼي کله بیا د ښځو په مسایلو کي د حد نه ډیر ه دلچسپي اخلي تر څو خپل ډونر هیوادونه راضي او خوښ و ساتي یعني په داسي ځایونو کي بوختيږي چي ددوی د کار د ساحي څخه ډېرليري وي .
د ،
په لویو ښارونو کی ددوی ټوله د معلوماتو له مخی ددغه ۲۵۰۰ زیاتو کمو موسساتو څخه نژدی د ټولو مرکزی دفترونه د کابل په ښار کي او یا نورو لو یو ښارونو کي لکه ننګرهار ، مزار ، قندهار او هرات کي مو جو ددي . چي دغه کار عامو وګړو ته د اسانتیاو د برابرولو پر ځای ستونزي را منځته کړي او تر ټولو مهمه ستو نزه یې مالی ستو نزه ده . او د هغې علت دادی چي په مالي تو ګه ځواکمني موسسې هڅه کوي تر ټو لو ښه اولو یه و دانۍ په ډیر زیات قیمت په کريه واخلي يايې را و نیسي او په دې تر تیب د نورو مو سسو سره د رقابت په خاطر باید تر ټولو ښه ګړندي و سایل په لاس کي ولري او تر ټو لو ښه په کار پو ه کسان په ډیر لوړ معاش استخدام کړي دغه کار ددو ی تر مینځ یو ډیر ستر منفي رقابت را مینځته کړی او ددې رقابت اغیز هم په دولتي مامورینو او هم په عام ولس باندي پریوزي . ځکه عام وګړي نه شي کولای یو عادي کور هم په مناسبه کرایه د ځان له پاره راو نیسي تر څنګ یې دولتي مامورین د کم معاش له کبله ددوی د مامورینو سره در قابت د سرته رسولو په خاطر رشوت ته اړ کیږي او په دې تو ګه اداري فساد خپل او ج ته رسیږي او دولتي مامورین هم په ډا ګه وایي چیي که رشوت وا نخلي نه خپل اولادونه به په څه ساتي او د بله اړخه یې اغېز په هغه عامو وګړو چي یا خو ډیر لږ عایدات لري او یا یې بلکل نه لري اود باغ يا ځمکي د عاید له پاره کال انتظار باسي ډیر زیات پر یوزي اوپه دې تر تیب زمینه د انفلاسیو ن له پاره برابریږي په داسي حال کي چي په هیواد کي انفلاسیون د ډیر ښت پر ځای باید انفلاسیون له یوه سره موجو د نه وای ځکه انفلاسیون د بې کارۍ سره اړوند دی هر څومره چي بی کاري زیاته وي نو په هماغه اندازه انفلاسیون را کمیږی خو په هیوا کي د ااقتصادي ستو نزه بر عکس ده ځکه چي له یوې خوا بې کاري ډیره زیاته ده او د کار ټول ځایونه د دغه ادارو پوري منحصر دی او دبله اړخه قیمتونه په کي ډیر پورته دی او د هغې علت د سرمایې او پانګي غیر عادلانه ویش دی چي دغه کار پخپله عام بې کاره و ګړي دې ته هڅوي چي په غیر قانو ني او غیر انساني اعمالو لاس پوري کړي .
هـ
ددولت نوې کړنلاره
نژدې یوه اونۍ پخوا ددولت رسمي ویندوی اعلان وکړ چی ددولت ریس یو نوی قانون لاسلیک کړی چي تر مخي یې د ملګرو ملتونو او بسپنيورکونکو هیوادونو څخه غوښتل شوي چي دغه کومکونه باید ددولت تر اشراف لاندي تو زیع شي . دغه قانون ډیر ژر د ډیر بد عکس العمل سره مخ شو .
په دې هکله نه یوازي غیر دولتي موسسو غبرګون و ښود بلکه د نړیوال بانک د اسیا د څانګی مسو ل او په افغانستان کی د ملګرو ملتونو نماینده هم خپل غبر ګو ن و ښود . ما دغه غبرګونونه په یوه مضمون کی د [غیری دولتی موسسې کیک پخوي او پخپله یې خوري ] تر عنوان لاندي ولوست چي په هغې مقالې کي په ډا ګیزه تو ګه لیکلي و چي غیر دولتي مو سسو کابل د کرزي له پاره دوزخ جو ړ کړ . او تر څنګ یې د نړیوال بانک د اسیا د څانګي د مسول پیټر په حواله لیکلي وه چي د غیر دولتي مو سساتو مو جو دیت او هغو ته پانګه ورکول یو اړین کار دی او د ملګرو ملتو د استازي له خولې یې کښلي و چي ددولتي کابینې د وزیرانو بې کفایتي د ا شوني کړې ده چي باید غیري دولتي موسسې نوري هم تقو یه شي دا چي د غیر ي دولتي موسسو او ددغسي شخصیتونو د څر ګندونو تر شا کوم سیاسي اهداف پراته دي مو نږ پرې تبصره نه کوو خو یوازي دې خبري ته را ځو چي که چیري د غیر دولتي مو سسو کارونه په صحیح لاره روان وای نو ولي به د افغانستان دولت دې ته اړ کیده چي د نړیوال با نک څخه د میلیاردو ډالرو او بسپني په مو جو دیت کي پور واخلی . ځکه هیواد د پور د اخستلو په پړاو کي تر اوسه نه دی پریوتی او که چیري دغه ډول پورونه پیل شول نو بیا خو به زمونږ د هیوا د اقتصا د هیڅکله هم په خپلو پښو ددریدو وړ نه و ي او هیوا به یو ځل بیا په پورنو کي ډوب شي او پور کړل شو ی رقم به بیرته غر بي نړۍ ته را سر کیږي او مونږ به پورو ړي پا ته شو .
غواړم په را تلونکو څیړنو کي دې مسلې او هم ددولت د محصول په نوي قوا نینو باندی بحث و کړم خو دلته په لنډه تو ګه دغه وړاندیزونه کوم
دولت باید :
_ دغه ټولي غیر دولتي موسسې د یو ه قانون لاندي را ټولي کړي
_ د بسپنيکونکو هیوادنو څخه و غواړي چي خپلي بسپني ددولت له لاري او ددولت تر نظارت لاندي تو زیع کړې .
_ باید د پوهو او تجر به لرو نکو و ګړوڅخه یوه اداره جو ړه کړل شي تر څو دغه مو سساتو ته د هغو اړین کارونه ورپه ګو ته کړي اود مو سسو د خپل سر یو څخه مخنیوی و شي
_ د هرکال د پای ته رسیدو تر مخه د هغوی کارونه د پو هو کسانو لخوا ارزیا بي شي
_ د اروپایي او امریکایي هیوادو په څیر دي معاش ته مرکزي شکل ورکړل شي او دغه او سنی تو پیر چي د غیر دولتي مو سساتو د مامورینو او ددولت د مامورینو تر مینځ مو جو د دی له منځه و لاړشي
_ د مامورینو د استخدام مرکزي اداره دي جو ه کړل شي او دټولو نا دولتي مو سساتو مامورینو ته دي د هغو ی د کفایت او استعداد په اندازه معاش و ټاکل شي
_ غیر دولتي بهرني کارکونکي دي تر خپلی اندازې پوري را کم کړل شي او پر ځای دي په خپله په افغاني کارپوهانو باندی باور او اعتماد و کړل شي .
_د قر ض او پور اخستلو پر ځای دي دهمدغه غیري دولتي مو سسا تو بودجه په اړوندو کارونو کي په مصرف ورسیږی .
ددوهمي برخي لوستلو لپاره داځای کښېکاږئ