دامريکا اندېښنې اونوي ستونزي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2582
هدايت الله هدايت - استراليا
دخبریدو نیټه : 2005-04-16

هدايت الله هدايت ـ استراليا

١٥ – اپرېل – ٢٠٠٥ زېږديز 

 

 

دسړې جګړې د ختمېدونه لږ څه باد ډېرو داسي انګېرل چې حتي پخپله امريکا به دنړۍ د هغو ګواښونو او تهدېدونو  د سرچينې څخه   مطمئنه نه وي کوم چې ځانته يې متوجه ګاڼه . امريکا ته به ښايې دا ګواښونه اووېري   د پخواني شوروي اتحاد  د ډېرو سترو زروي وسلو دزېرمو پاتې والی  يا د چين په بېړه پرمختيا اويا د هر ي بلي نړۍ والي ستونزي نه چې وو را پيدا سوي وو.

خوددې  سړې جګړې نه باد په يوه ټاکلې موده کې، امريکا  خپل ټول ا صلي زور او توجه د نوي ډول  وسلو د جوړولو و پراختيا او د موشکي دفاع و سپر ته را وګرځاوه څو په دې ډول و کوﻻي سي د خپلو ستراتيژيکو سيالانو نه  پر مخ  وﻻړ سي .

 

 دنړۍ يواځنۍ ځبر ځواک په کال ١٩٩٩ په اروپا کې د خپل موقف په ټينګېدو سره د کوزوو جګړه پېل کړه څو په ستراتژيک لحاظ روسيه تر فشار ﻻندي راولي خوپه دوه زرم کال کې بيا بوش ادعا وکړه چې چين د هغه ستراتژيک سيال او رقيب دی .

په واقعيت کې ددې ټولو نه دا خبره جوته کېږي چې ښايې امريکا به د خپل اصلي دښمن په پېژندلو کې  ترديد درلودی . خوپه نيويارک او واشنګټن کې دکال  ٢٠٠١دسپتامبر د يولسمي پېښي امريکايي چارواکي غافلګيره او د پېښو مسير ته يې بدلون ورکړ.

دسپتامبر ديوولسمي تروريستي ناورين و امريکايي چارواکو ته دا سبق ورکړ  چې دې هېواد ته لوی ګواښ پوځي لوی ځواکونه نه بلکه حتي د امريکا ستراتژيک دښمنان هم نسي کوﻻي و امريکا ته يو کارنده ګواښ و ګرځي . خو غير دولتي تروريستي سازمانونه په رښتيا هم کېداې سي چې د يوه  ډېر ستر تهديد په څېر ځان را ښکاره کې .

 

د بوش د ادارې  نوي سخت دريزه او محافظه کاره سلاکاران چې د داسي يوې  لويي خطرې سره يې د مخامخ کېدو انتظار  نه ﻻره  خپله نړېواله ستراتژي يې  په يوې ځانګړي تګلاري باندي سمباله  کړه او خپله توجه يې د خپلو ستراتژيکو رقيبانو څخه د تروريسم او دډله ايزي وژني و سلاوو ته را واړوله کوم چې هغه يې و خپل ځانته  د ډېرجدي ګواښ په توګه و باله .

 

د سپټامبر ديولسمي نه باد د "بوش دکترين" را ښکاره سو. امريکا د " د شرارت محور"  او د "مخ نيوونکې" ستراتيژۍ طرحې  راميدان ته کړې . د تروريسم سره  د مقابلې اصل يې د زروي وسلو د پراختيا د مخنيوی او د " ياغي هېوادونو" پر اصلاح باندي و تاړه . ددې دکترين پر اساس امريکا پر افغانستان او عراق باندي خپل پوځې بريد پيل کړ او د خپل پوځې ځواکونو پر بيا جوړوني او پياوړتيا او بهر ته يې دامريکايې ځواکونو پر لېږلو باندي نوې کتنه و کړه .

دې دکترين  و امريکا  ته دا توان ورکړ څو  په مينځني ختيځ، مرکزي آسيا، جنوبي،  ختيځه او شمال ختيځه آسيا کې  خپل سياسي او پوځې نفوذ زيات کړي ، د خپل عکس العمل ځواک په هغو سيمو اوهېوادو کې چې په لوي لاس يې پخپله بې ثباته او نا آرامه  کړي وه  ټينګ کړي  او خپل  د " لويې مينځني ختيځ" اصلاحي کړنلاره و ميدان ته را وباسي .

 دغه ټوله ټکې ددې ښکارندويه دې چې د واشنګتن د تروريستي ضد کړنلاره " دځان نه ددفاع" د چوکاټ نه  را وتلې او د ناخوښو رژيمو په بدلون  پسې يې  را اخيستې دي .

 

دامريکا  دغه کړو وړو په ځانګړې توګه د فارس د خليج او د کوزوو د جګړو نه وروسته   داوښودله چې امريکا د سړې جګړې نه باد خپل ذهنيت نه دی بدل کړی او اوس هم د پټ او ښکاره ګواښونو سره د مقابلې په خاطر دپوځي وسېلو نه کار اخلي . په واقعيت کې د بوش ددکترين فلسفه نه ددموکراسی  داصولو رعايت بلکه  د زور نه پر استفادې باندي تکيه ده . يعني داچې  امريکا بايد د پوځې لحاظه هومره طاقت ولري څو پر ټوله  نړۍ يې  د خپل نفوذ سايه خپره وي  . ځکه نو عجيبه نه برېښي چې دبوش ادره اوس هم دا هڅه کوي چې پرعراق  باندي خپل يرغل او په دې اړه د امريکا سياست سم وښيې او هغه بر حق وګڼي .

 خو کوم څه چې دلمر غوندي روښانه ده هغه ددې جګړي په هکله دنړېوالو ډېرکارنده  منفي  غبرګون  دی .

 امريکا له پوځې پلوه پر عراق بری وموند خو په دې هېواد او عربي نړۍ کې يې ځان  د سولي په راوستلو کې  دډېرو ستونزو سره مخامخ کړ. ددې سره سره چې دواشنګټن سياست ددې باعث  وګرځېد چې ډېري پېچلي قومي او مذهبي اختلافونو ته  زور ورکړي او ددې هېوادو ستونزي د خپلي خوښي پر سناريو او سمت باندي رهي کړي ، خو دعراق په اړه يې د خپل سياست دوام  وعربي او اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکړ چې د امريکا غوندي يو ځبر ځواک  هغوي د ددموکراتيکو اصلاحاتو په بهانه تر هدف لاندي راوستلاي سي .  دې باور نور هم د اسلامي هيوادو او امريکا تر مينځ  دډېري پراخي  خوابدی او وارخطايې موجبات برابر کړی دي  .

 اوس  خود دم درحاله دعراق علاج  و واشنګټن ته په يوې ډېري جنجالي موضوع باندي تبديل سوی دی . دجنوري پر اته وېشتمه  سپيني ماڼۍ په ډېره بيړه په عراق کې واګي و يوه مؤقت دولت ته و سپارلې . وروستنۍ ټاکني هم په ظاهره داسي ښيې چې ګني خيرو خيريت دی. خو د داشاني واک  سپارل وضعي ته بدلون نه ورکوي او ان هغه  ﻻ نور هم  د زيات کړکېچ خواته ټيل وهي . اوس هم د امريکا يو لک و پنځه دېرش زره پوځيان د عراق په ډم کې بند پاتې دې او ددې هېواد د پوځيانو مرګ ژوبله هم ورځ په  ورځ زياتېږي .

 

دعراق جګړې په نړېواله کچه د ويټنام دجګړې نه زياته  دامريکا څېره کرغېړنه وښودله . حتي پخپله بوش کله چې دخپل اروپايې انډيوال انګلستان په سفر بوخت وو د خلګو سره يې د مخامخ لېدو مخ نه درلودلی.

پرعراق باندي د پوځې بريد د هماغه لومړنيو چمتو کېدو نه راهيسي بيا د جګړې نه باد ياني د بيا جوړوني تر وخته پوري هيڅکله هم دومره لوي او ډېر دردناکه بېلوالۍ د امريکا او د هغه دعنعنوي اروپايې انډېوالانو په مينځ کې نه وو راغلی. تېر کال ځېنو امريکايې تحليلګرانواو سياست پوهانو په دې اړه خپلې نېوکې راپورته کړې . ددوی نه ډېرو په دې باور وه  چې بوش د خپلې مخنيونکی  استراتژۍ په کارولو سره و نکړاې  شوه  چې په غوره توګه د هغو ګواښونو سره مقابله وکړي کوم چې د امريکا و مخي ته پرتې دي .

 خو ددې سره سره د بوش ادارې و هغو غم لړلو استراتژيو ته مخه کړه چې د تاريخ  په اوږدوکې يې د ډېرو امپراطوريو سرونه خوړلی دی .

  تاريخ او دامپراطورانو افسانو دا  ښودلې ده چې د بوش ﻻره سمي پاېلې نسي لرلاي بلکه  دامريکا امپراطوري يې  دډېرو نورو نا امنيواوبې بندوباريو سره مخامخ کړېده چې کېداې سي د کاملي نابودی تر کندي  پوري  يې ټيل وهي .

لکه څنګه چې د هاروارد د پوهنتون يو استاد وايې چې د امريکا د ځواک د تئوری لوي پارادوکس دادی چې په نړۍ کې د سياست صحنه ډېر بدلون موندلی دی اوان ډېر طاقتوره هېوادونه به ﻻ و نسي کړاې چې خپلو اهدافوته د پوځې ځواک  اود روم دامپراطوری د ورته ميتودونو په کارولوسره  هغه ته ځان ورسوي  .

دامريکا د نوی محافظه کارانو پرخپل سر او يکه تازه سياست په نړۍ کې د قدرت او نړېواله نظامونو انډول له مينځه يووړ. ددې دو کالو پېښو دا وښودله چې  د عراق جګړه يوه جبري جګړه نه بلکه يوه اختياري جګړه وه  . پدي ډول اوس نو بايد د مخنيونکي جګړې اصطلاح د امريکا د ملي امنيت د فرهنګ څخه  ليري کړل سي .  همدارنګه دې جګړي د تروريسم سره د مبارزې په اړه د نړيوال ائيتلاف هغه لومړنۍ جذبه له مينځه يو وړه او هغه يې  پڅه کړه . د امريکا په مقابل کې د اسلامي نړی قهر او غضب د عراق د جګړې نه باد را وپارېدی، ان  دا چې دډېرو رسنيو په قول دالقاعدي و تروريستي ګروپ ته د نوېو غړو د جذب باعث سوه . همدارنګه په نړيواله  کچه د تروريستي فعاليتونو اندازه کمه نه بلکه د پخوانه ﻻ ډېره زياته شوه .

د عراق د بيا جوړوني لپاره چې د نړېوالي  مرستي غوښتنه را پورته سوېده يوځل بيا يې دا په ډاګه کړه  چې په ننۍ شاربل سوې نړی  کې په يواځې توګه  تلل اوو هر څه ته د خپل ديد د زاويې نه کتل  نسي کوﻻي چې ونړېواله مسئلو ته د حل   يوه مناسبه ، متمدنه او ديموکراټيکه لاره پيدا کړي .

 

په داسي حال کې چې په ننۍ نړۍ کې يو تر بل او خپل مينځې اړيکې ژوري رېښې پيدا کوي او دهر هېواد ګټي د نورو هېوادو د ګټو سره غوټه کېږي ، ددې نوې پېړۍ په پيل کې پرعراق  باندي يرغل او پر هغه باندي دجګړې تپل  په نړۍ واله اړېکو کې  يو ډېر منفي مثال وو . دا ځکه چې د جګړو خوارۍ تر خوښيو ډيري دي . دنړۍ د انسانانو لوي لښکر  به و يوه ځبر ځواک  ته هيڅکله دا اجازه ورنکړي چې نړيواله ټولنه  دي په خپل پوځې طاقت سره د خپلو لويې غوښتنو و رابللو ته مجبوره کړي  .

په عراق کې د امريکا او سنۍ حالت ددې خبري ښکارندوي دی چې کله د يوه ځواکمن هېواد دسلطې  مفکوره دهغه هېواد د طبيعي حدود نه را ووزي او سر واخلي نو څومره ستري ناخوالي اولويې  ستونزي  را زېږه وي .  هغه ستونزي چې نن سبا امريکايي چارواکي ور سره مخامخ دي هغه دنورو دګواښونو څخه نه بلکه پخپله دامريکا د غرور او فرعونيت څخه  نشئت کړيدی . که څه هم امريکا داسي  افسانې په سر کې لري  چې  ګني يوېشتمه پېړی  به دامريکا پېړی وي خوتحليلګران په دې باور دي چې هيڅکله به و هغه ته و نه رسيږي .

  په دې نوي پېړۍ کې د نړی عام ولسونه د ټولو سترو ځواکونو نه غواړي چې په ګډه اوپه يوه سالمه او سوله ائزه چاپيريال کې،  د علم او تکنالوژۍ په پياوړتيا او  شريکولو کې ديوې نړيوالي عادلانه ټولني د جوړلو په خاطر دهيوادو په مابين کې دسولي او  دوستۍ  لاري پرانيزي  او  د پوځې وسله والتوب ، رقابتونو ، لويې  غوښتني او  تشدد نه  د بشريت دبقاء او سوکالۍ په خاطر ﻻس واخلي .