د هغه افواهاتو خپرندويي چي د هند د
دوستى څخه را ولاړېږي او د راجاګانود تمويلي نمايشي سينما له لوري د پروازونو وروسته د ناستي د پا
ه د ځالۍ په جوړولو مستخدمينو ته د لوړ معاش په ورکولو اود کتابونو په وېشلو بخششونه لري د خراسان نوم د
افغانستان د غرب او شمال لوري ته او د سکهانو د حکمروايي نقشه د کابل نه تر غزني پوري د نوي د سيسې پيلا مل
دى چي د پنجاب د برخي ټاکل د افغانستان پرجنوبي او شرقي حصو د دعوې توده جګړه ده.
هو! د
هپنوتيزم صحنه بيا د خپل موج څپې زموږ د پاک تاريخ په ضد د بهېدلو په لاره هڅوي.
چي د احزابو له برکته د
٤٢ ممالکو څخه د نمايندګانو رياست جمهوري يې د توشيح دنده لري .
خپلو افغاني مسلمانو وروڼو ته د دې خبري پوهېدل لازم شول چي د سکهانو حکمروايي په افغانستان باندي له ابده نه وه ، نه ده او نه به وي. په توکيو کښي دپوليټک د محصلينو په غوښتنه چي آيا د هند سکهانو په افغانستان باندي د حکومت کلونه درلودلي دي ؟ ځکه د هندي کتابونو نمايش د افغاني محصلينو په موخه د سند په ښوولو سره د حقيقت راز دي که افواه؟
جواب: د
ندو ځوان افغاني محصلينو السلام عليکم ورحمت الله و برکاته!
ستاسو د پاکو احساساتو له لوروني مننه کوم
دا چي د خپل سپېڅلي تاريخ په ژوندي ساتلو کښي د پاک نظر درلودونکي او د حقيقت غوښتونکي يي د پاک رب څخه
د شکر کښلو قبلونه غواړم.
د داسي پوچو نظرياتو خپرېدل موږ له دې لنډ دور نه په داخل اوبهر کښي د ځينو په نامه شخصيتونو له خولې هم اورېدلي دي چي ډېر يې ماء يوسه کړي يو ستاسي په دې رارسېدلي ايمل سره زموږ د حوصلي نډ والى نورهم ډېر شوځکه په ډېر لنډ ډول غواړم د خپلو پښتنو وروڼو په چوپړ کښي د موضوع د سپيناوى برخه ول م.
د سکهانووجود.
سکهانو هيڅکله د يوه خود مختار حکومت په څهره د هند په لويه وچه کښي د هند د
پوره لويي وچي د ساتلو په غرض صلاحيت نه دى پيداکړي داچي د هند د پنجاب په ساحه کښي د دوى نفوذ د محلي قابضيت
ه موخي مينځ ته راغى د انګليسي کمپنى يا برطانوي امپراطورى په مرسته او د هغوى په ملا تړ تشکيل شو ځکه د ب
طانوي حکمرانى د پاره د اعزازي پادشاه لا زميت ضرور و دا صحيح خبره ده چي د سکهانو پاڅون د اعلحضرت
وى احمدشا بابا په دور کښي ښکاره شو چي په څو ځله د کلکي ماتي سره موخه شول او اعلحضرت تېمور شاه دراني د
خپلي پلرنى امپراطورى په ساتلو کښي د سکهانو د هيڅ نوع کلک مقاومت سره نه دى موخه شوى. وروسته داعلحضرت
اه زمان د لنډ دور حکومت په سلسله کښي هم د سکهانو مقاومت و ځپل شو او حتى تر ملتان پوري د دوى نوم هم و
ک شو. کله چي د شاه زمان سترګي ړندې شوې او د شاه محمود په لاس کښي د کابل واکداري ولوېدل سکهانو د دې ګډ وډى څخه
ګټه پورته کړل او د نمايش صحنه بيا جوړه شول چي په دې وخت کښي د پنجاب د قدرت د نيولواوساتلو د پاره يو ستر
ځواک ګرځېدلى و کله چي شاه شجاع د خپل ړوند ورور اعلحضرت شاه زمان سره د ډيورنډ د کرښي لاندي پلو ته چي پېښور دى
خپل عزيمت ونيوى نو د پنجاب د رنجيت سنګه سره يې د کومک په نامه يوه معاهده لاس ليک کړه چي په دې معاهده
کښي د انګليس، سکهانو اوشاه شجاع درې واړو اشتراکي ظهور پټه خبره نه ده ځکه و دې معاهدې ته د مثلث نوم و
کړل شويدى او دا هغه وخت و چي انګليسانو د هند پر لويه وچه د خپل تسلط د ډېرولو د پاره د سکهانو ملا تړ د
پښتنو قبائلو په ضد خپل کاوه څو د لوى افغانستان په نيولو کښي ورته آساني راشي کال ١٨٣٨م و.
د مثال په ډول د سکهانو محلي حکومت په پنجاب کښي لکه : په افغانستان کښي د نجيب د حکومت په وروستيو کلونو کښي چي د وسانو تر وتلو وروسته د مزار شريف په ولايت کښي جنرال دوستم ،جنرال مومن خپله ولکه ټينګه کړه که څه هم نجيب په کابل کښي رسمي پادشاه و. يا د احمدشاه مسعوداو روسانو ترمينځ معاهده چي د جنګ نه کولو په خاطر سرته سېدلې وه او په خپله منطقه کښي پادشاه و، يا د رباني په وخت کښي د طالبانو د حکومت اعلان په کندهار کښي تر څو چي په کابل راختل.
دا ټوله هغه مثالونه دي چي د سيکانو د قدرت دپاره روښانه دليل کېږي .
د سيکانوقد
ت يوازي د رنجيت سنګ په ژوندني د يادولو خبره ده چي د اټک او حتى د پېښور په نيولو کښي بريالى وه او هغه کلونه
د ١٨٣٩م نه مخکي کلونه وه نه وروسته .
سيکانو د پېښور په علاقه په کال ١٨٢٣ م کښي حمله وکړه سردار عظيم خان د نوښار په مقام د سيکانو سره د جنګ نه بغير و تښتېدى ځکه رنجيت سنګ پېښور او اباسين و نيو.
رنجيت سنګ د شاه زمان د حکومت په دور کښي د پنجاب د ګور نر په حيث و ټاکل شو دا هغه وخت و چي داعلحضرت تېمورشاه د م ړيني وروسته واقعه وه کله چي د شاه زمان د ړندېدلو دوران شو نو سيکانو د سدو زو او محمد زو د کورني اختلاف له کبله فايده پورته کړه او په زرخېزه علاقه يې قبضه وکړه . رنجيت سنګ په پنجاب ٤٠ کاله د اباسين نه په قبله د پښتنو په علاقه باندي ١٥ کاله حکومت کولو نه وروسته په کال ١٨٣٩م کښي مړشو . رنجيت سنګ په کال ١٨٠٩م کښي د انګرېزانو سره يوه معاهده لاس ليک کړه وروسته يې بيا خپلي ستر ګي د سدوزو د حکمرانى لورته ونيولې.
د نجيت سنګ د مرګ نه وروسته د هغه زوى کهړک سنګ په تخت کښېنوست په ده دا تور لګېدلى و چي دى د راجا ناجايز زوى دى. کله چي کهړک سنګ هم مړشو د هغه زوى هم په سوګواري کښي تر دروازې لاندي شو او مړ شو يا و وژلى شو
د هغه نه وروسته د رنجيت سنګ يو بل زوى شېرسنګ په تخت کښېنوست.دا کال ١٨٤١م و چي د خپلي پادشاهى اعلان يې وکړ. په ١٨٤٣م کښي شېرسنګ هم و وژل شو نو بيا درنجيت سنګ يو نابالغ زوى دليپ سنګ په تخت کښېنوست او د ده مور ( راني جندان ) چي د رنجيت سنګ کشره ښځه وه سر پرستي په خپله غاړه واخيستل.
په ١٨٤٥م کښي سيکانو د انګرېز خلاف د جنګ اعلان وکړ د راڼى فوج په ډېره مېړانه وجنګېده خو افسران يې ناقابل و ځکه يې د انګرېزي جنرال ( سرهيو ګف ) له لاسه په مدوګى کښي شکست وخوړ.
په ١٨٤٦م د جنوري په ٢٨ نېټه د علي وال په مقام د سکانو او انګرېزانو ترمينځ سخته جګړه ونښته چس د سوپړاو په منطقه کښي سکانو بيا تېښته وکړه چي په کال ١٨٤٦م په ٩ د مارچ بيا د انګريزانو او سکانو ت مينځ يوه معاهده وشوه.
په همدې ډول هيڅکله سيکانو د خپل فوج برخه د خيبر د درې څخه پورته د کابل په لورنه ده خوځولې او هيڅکله د سک په نوم کوم حرکت په افغانستان کښي مينځ ته نه دى راغلى .
سيکانو د خپل اقتدار ساح ه د انګرېزانوسره د دوستى او اور بند په معامله کښي وساتله چي هغه د پنجاب علا قه وه خو د يوه خود مختار او زاد حکومت په نوم سره نه پېژندل کېږي ځکه د انګريزانو د کمپنى د واکدارى دور په ټول هندوستان کښي خپور و خو انګريزانو دسيکان د قدرت د ماتولو د پاره د پښتنو په منطقې باندي په دې خاطر هڅول چي هم د سيکانو زور مات شي اوهم د پښتنو په وحدت کښي نفاق ولوېږي لکه چي په دې دواړو هلوځلو کښي کاميابه شول. او بلاخره يې ميدان خپل ځانته هموار کړ.
پښتانه د تاريخ په رڼا کښي مؤلف: سيدبهادرشاه ظفر کاکا خېل پېښورى.
افغانستان در م
سيرتاريخ :مؤلف : مير غلام محمد (غبار)
تېمورشاه دراني:مؤلف: عزيزالدين وکيلي ( پوپلزاي )
افغان ملي تاريخ :
درت الله ( حداد فرهاد )
د پښتنو اصلي څهره :څېړندوى الحاج احمدشاه( پوپلزى )
او نور مشهور افغاني تاريخ پوهان ( بېنوا، حبيبي ) د ي ن تيخونوف تاريخ ژباړن محمد طاهر کاڼى او ډېر نور......ټوله دې ګواهي ورکوي چي د لندن د تاريخي آثارو په شتون سره هيڅکله د سک حکومت د کابل يا د ننني افغانستان په لور په داخل کښي د هوس خيال هم نه دى ساتلى او د خيبر د درې څخه بل کل پورته نه دي راغلي.
کله چي امير دوست محمد خان په کال ١٤٤٢م کښي بيا د کابل د تخت نشينى دپاره عزيمت وکړ نو د لاهور په لار کښي د سيکانو راجه شېر سنګ د هغه ډېر استقبال وکړ و وسته تر دې امير دوست محمد خان تر غزني پوري خپل حکومت کاوه په قندهار باندي د هغه مېرېزي وروڼو حکومت درلود او په هرات کښي د شاه محمود زوي کامران حکومت درلودى. نه داچي د سکهانو حکومت د غزني تر ساحې غزېدلى و