د پکتیکا په نوم یوه دری میاشتنۍ مجله له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25886
دربار
دخبریدو نیټه : 2009-05-16

د چاپي رسنيو په برخه کې يو بل ګام
د لومړي ځل لپاره له پکتیکا ولایت نه د پکتیکا په نوم یوه دری میاشتنۍ مجله په ښکلې کچه، ډیزاین او مطا بو له چاپ نه راووته.  دا مجله د محمد بصیر سلیمانخېل په مسوول مدیریت په هرو دریو میاشتو کې یو ځل چاپیږي چې، د ۱۳۸۸ لمریز کال د وری، غويي اوغبرګولې د میاشتې لومړۍ ګڼه یې په دې نږدې وختونو کې د علم او ادب مینه والو ته وړاندې شوه. په دې مجله کې د هېواد په تیره بیا د پکتیکا ولایت د خلکو د ژوند بېلابېلې برخې او ستونزې منعکس شوي. د پکتیکا مجلې په دې ګڼه کې د ګڼو نورو په زړه پورو لیکنو تر څنګ د ابوخلیل قدوسي سلیمانخېل او څېړندوی محمد نبي صلاحي تازه او په زړه پورې څېړنیزې لیکنې هم خپري شوي. مینه وال کولای شي د پکتیکا مجله په ټول افغانستان کې د نۍ د وېش شبکې له څانګو څخه تر لاسه کړي او یا هم په دې شمېره اړیکه ونیسي.

 ګرځنده موبایل: ۰۷۹۹۳۱۸ ۸۹   ۰۷۷۵۱۶۱۰۳۶

برېښنالیک پته: paktikamajala@gmail.com