خــــــــــــــبره غـــــــــــــــــــــړکه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2610
عبدالهادي ريشا - کراچي
دخبریدو نیټه : 2005-04-22

عبدالهادي ریشاء – کراچي  ٢ غويی ١٣٨٤

نن په نړۍ هرلور ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ د ډول  آوازونه دليري ا وريدل کيږي . دا ږغونه  دغه سي هواته پورته ځي او تر اورید لو وروسته پسي ورکيږي . اولنو به ويل چي  :  دډول ږغ دليري ښه راځي . رشتيايې ويل، اوس هم  هغه سي ده،  چي ږغ نزدې راسي  بې سوري   يې واورېدل سي ، ولي نن چي  څوک د آزادۍ خبري کوي ، دبيري ( ډاره )  - شا وخوا ګوري،  لکه اوخۍ چي یې خوري ، په خبرویې بې سوري ګډه وي - ځان نه ايله  کوي، ملامت یې مه بوله خواران دونه ځوکلېدلي دي - داسي داختناق دورې پر راغلي دي ، چي هجران یې ورښوولی دئ .  چاچي به سپوڼ وواهه ، ها بل به ورته وويل : ٬

چپ سه !

اوس دېوالونه خبري کوي .

 

نن چي دخوش باورانو په نظر يوڅه د رڼا چوله معلوميږي او دآزادۍ د ډول ږغ دليري راځي،  نو دا خوش باوره، لړمون پخته ګان غواړي، چي څوڼي غوړي - ږمونځ کي او د دې کاذب ډاله ږغ ته په اتڼ ورګډسي . امابرعکس زمانې او حوادثو اکثره کسان دونه په حقايقو پوهولي دي، چي نور (کلپي نه پر چليږي) خو ګولۍ پر چلېدلی سي . دوی د اوسنۍ آزادۍ او ديموکراسۍ جريانونه (خوشي دوړي بولي) ، اوس لاهم  (توبه  د مړؤ خالي نه ده) شکر دی  په جامعه کي د ځوانو- اصيلو  مفکورو خاوندان  او دخلګو په درد  دردېدلي مړونه  سته .

 

 څرګنديږي، چي دآينده  پاره دخلګو درک او دوربيني  موجوده  ده او دا د عا دي  سړو کار هم  نه دئ .

 

که څوک دخلګوسره کښېني او وپوښتل سي ددوی په نظر کي خورا ښه پيغامونه ، واقعیتونه ، دردونه او خواخوږۍ پروتي اونغښي ليدل کيږي . چټي اپلاکي نه وایي . دوی دبې وسه مظلومانو پله نيسي . که  د دوی نظر ښه څر ګند کړه سي په نړۍ کي د نا خوالو او نا پېښو د ملامتيا لښتی کښته مخ پر لوېديځ باسي .

 

په نړۍ کي دانسانانو اکثريت بې وسه او کمواکه کسان دي . دوی د اذله کمزوري نه دي راغلي بلکه وروسته د زوردارانو له خوا کار پرسوی دئ -کمزوره  اوکمواکه سوي دي .

 

نن چي قدرتمندان غورې  وهي او پرکمزورو بړ بړ وایي -  دا خواران  کم بغلي لا پسي ځیځېر ي اوکوټي ، په دې کي زورواکان او ټوپکسالاران  خپله بقاء ويني، چي  تل پر خپل قدرت باندي پاته وي او ټوله نعمتونه او هستۍ په خپل واک کي وساتي ، خو هوښياران  نه بايد، چي دونه حريص اومغروره و اوسي يا په اصطلاح  ځان ځني ورک سي، چي دخپلي با دارۍ د پاره دا خاکي کره  ( نړۍ ) دغلامۍ لور ته ورګېل کي او په غلطه سره انسانانو ته دآزادۍ او  ډيموکراسۍ  ډول ، چی نن ورځ په لاس ورغلی دئ لاندي  باندي وډبوي .

 

زه  چی ګورم په نړۍ کي  زما په سترګو سوچه-خواپاکې ، نه آزادي او  نه ډيموکراسي ليدل کيږي . خو ږغ یې غوږ ته راځي ، نوکه  له ما څوک پوښتنه وکي ، چي ته څه وایې- څنګه به سي ؟   زه به یې  پاکه محمدي  ورته وکم، چي په اصطلاح  (خبره غړکه ده) دنړۍ لوی اکثريت داسلحه دارانو ترتور او پېڅول لاندي  په تورو ورځو اوشپوکي د آزادۍ او ډيموکراسۍ په تور کي ګير بولم ، خو تر اوسه زما څخه چا پوښتنه نده کړې .