د ځوان شاعر او ليکوال محمد
حکيم بشارت د (يوه لپه اوبه) تر سرليک لاندې په پښتو ژبه د لنډو کيسو ټولګه ل چاپه راووته .
د لنډو
کيسو دغه ټولګه، چې رنګه پښتۍ او ٥٣ مخونو لري، بشارت خپل مشر ورور عارف ننګيار نااشنا ته ډالۍ کړې ده .
د ( يوه لپه اوبه) په نامه د بشارت دغه کتاب د سپوږمۍ رسنيز او کولتوري مرکز په مالي لګښت په ښه صحافت س
ه په کابل کې د دانش په چاپخونه کې چاپ شوى دى .
په دې کتاب کې ټولې ١٠ لنډې کيسې ځاى کړل شوي، چې
وستونکى ترې د لوستلو پر مهال ډېر خوند اخلي او حقيقت ته نږدې برېښي .
ددې کتاب دلنډو کيسو څخه يې د شګې جومات، تر بڼو لاندې، غمى، قفسي زندانيان او د اوښکې څلى ونړېد، ډېرې خوندورې دي .
د کتاب سريزه دکتاب
دليکوال له خوا ليکل شوې او نذير احمد سهار پرې هم ليکنه کړې ده ، چې په يوه برخه کې يې راغلي دي : ((دغه يوه لپه
اوبو ته که پوره ځير شئ، نو د ولس د ژوند بېلا بېل اړخونه، ناخوالې او نورې شته ستونزې به په کې ووينئ. ))
د ب
ارت په باور، ولس له درې لسيزو راهيسې د تراژېديو په درياب کې لاس او پښې وهي، د مرستې غږونه کوي، خو څوک دغه غږ
نه اوري او يا ورته لاس نه ورکوي .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل :(( ما په دې اثر کې هڅه کړې، تر څو لوستونکي خپل انساني مسووليت ته متوجه شي او دهمنوعو دسوکالۍ په لټه کې شي . ))
٣٢ کلن حکيم بشارت له تې
و شپږو کلونو راهيسې په پژواک خبري اژانس کې د اېډېټر په توګه کار کوي .
هغه (په پښتو شفاهي ادبياتو کې د ښځو
ونډه) تر سرليک لاندې او (د هند يونليک) په نومونو دوه نور اثرونه هم لري، چې چاپ ته سترګې په لاره دي .
ب ارت ددې ترڅنګ يو شمېر مجلو، ورځپاڼو او وېبپاڼو ته په بېلا بېلو موضوعاتوهم ليکنې کوي .