نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې دعلامه رشاد په ياد غونډه جوړه کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2641

دخبریدو نیټه : 2005-04-24

دغويي ٤ مه، پژواک خبري آژانس

    نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې  دعلامه پوهاند استاد عبدالشکور رشاد په ياد د غويي په درېېمه نېټه غونډه جوړه کړه.

په غونډه کې چې سلګونو تنو ليکوالانو ، شاعرانو ژورنالستانو او دعلم او ادب مينه والو په کې ګډون درلود د ادبياتو د پوهنځي پخواني رئيس استاد فضل ولي ناګار، پوهاند ډاکتر زيورالدين زيور، استاد پوهيالي لال پاچا ازمون، دننګرهار مديوتيک  مشرعبدالغني هاشمي،   دلاور نظېرزى شېرزاد، ددولت دقضاياو درياست مرستيال مولو ي محمد هارون عابد  او  ګڼونورو ګډونوالو    وينا وکړې.

غونډه د د ې ټولنې د مشر  وتلي ليکوال او شاعر قاضي محمدحسن حقيار پر وينا پيل شوه چې،   په ترڅ کې يې دارواښاد  پوهاند رشاد په اړه مقالې ولوستل شوې، بيا مشاعره وشوه چې، شاعرانو په کې درانه ارواښاد ته دعقيدت نذرانې وړاندې کړې،په دې غونډه کې دهيواد دنوم وتوممثلينو له خوا دوه په زړه پورې  تمثيلي پارچې هم وړاندې شوې چې، دګډونوالو دځانګړې پاملرنې وړ وګرځېدلې.

پوهاند ډاکترزيور په خپلو څرګندونو کې وويل: (( که د سلو پوهانو پوهه يوځاى شي  نود استاد رشاد پوهې ته به ونه رسېږي. ))

نوموړي زياته کړه چې، استاد لويه پوهه او شخصيت درلود او اويا کاله يې ادب ته خدمت کړى وو او هم يې  له چارواکو څخه   ډېره استغنا درلوده.

 محمد حسن حقيار په خپله ويناکې وويل چې، استاد د خپل علمي او پوهنيزې لوړې کچې تر څنګ سياسي تقوا هم درلوده.

نوموړي زياته کړه: (( د استاد رشاد ځاى به تر ډېره وخته تش پاتې وي. )

په غونډه کې  داستاد عبدالعزيز له خوا  د نورزيه حقيار هغه شعر چې ،د استاد د رحلت پرمهال يې ليکلى وو هم ولوستل شو.

د يادونې وړ ده چې د نظراباد علمي او کلتوري ټولنې دوه کاله مخکې د ننګرهار ولايت، سره رود ولسوالۍ، د نظراباد په کلي کې  جوړه شوه چې د ننګرهار پوهنتون ته څېرمه پرته سيمه ده او موخه يې په هېواد کې کلتوري او ادبي خدمتونه ترسره کول دي