افغانستان ته د ملګرو ملتو د بشري حقونو استازى له دندي ګوښه کړاى سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2645

دخبریدو نیټه : 2005-04-25

غويى ٥،  ١٣٨٤

کابل: شريف بسيوني افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ځانګړى استازى له خپلې دنده له هغه وروسته ګوښه سو چې په افغانستان کې يې په امريکايي چارواکو له بشري حقونو څخه د سرغړوني له امله سختي نيوکي وکړي.  ښاغلى بسيوني چې د مصر تبعه دى په افغانستان کې يې له افغان بنديانو سره د امريکايي ځواکونو له لوري د ناسم چلند په اړه په ډانګ پېېلي خبري کولي.  ده تېره اونۍ د بشر د حقونو د څار ډله Human Rights Watch دې ته وهڅوله چې د امريکا د دفاع وزير او د څارګرۍ د اداري د مشر د ځانګړي محاکمې غوښتنه وکړي د کوم په ترڅ کې چې له دوى څخه بايد په عراق او افغانستان کې د بنديانو د ځورولو او شکنجه کولو په اړه پوښتني ګروېږنې وسې. 

 

ښاغلي بسيوني تېره اونۍ له يوه کال پلټنې او په افغانستان کې د بشر د حقونو د بېلابېلو قربانيانو سره له مرکو وروسته يو ٢٤-مخيز راپور صادر کړ چې امريکايي پوځ ته يې ګوتڅنډنه کوله چې بې ګناه وګړې بې له محاکمې په بند کې ساتي، هغوى په زندانونو کې ځوروي او د بشر د حقونو خپلواکي ټولنې نه پرېږدي چې د امريکا تر واک لاندي زندانونو څخه ليدنه او يا د بنديانو د حالت څارنه وکړي.

څو ورځي وروسته له هغه چې ده خپل راپور په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو کميسون ته وسپارل، د واشنګټن چارواکو د ملګرو ملتونو په مشرتابه دباو واچاوه چې بسيومي بايد نور د امريکايي ځواکونو څارنه ونه کړي چې مانا يې وه هغه بايد له دندې ګوښه سي. 

د حقوقو دې کارپوه په هغه سفرونو او مرکو کې چې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه يې ترسره کړې وې، په ځانګړي توګه دې ته ګوته نېوله چې امريکايي پوځيان په خپل سر د خلکو په کورونو ننوزي او خلک نيسې او په بند کې يې شکنجه کوي.  ده په څو څو ځله هڅه کړي وه چې په ګونتانامو، کندهار او بګرام کې د خپلې دندې د يوې برخي په توګه د امريکا لوىي بنديخاني وګوري، خو امريکايي پوځ ورته اجازه نه وه ورکړي. 

په افغانستان کې امريکايي ځواکونه هغه کسان چې د ترهګرو ډلو سره د اړيکو يا په ورانکاره کارونو د لاس درلودلو ګومان پرې وسي په خپل سر نيسي او لومړى يې په خپلو سيمه ييزو اډو کې بنديانوي چې وروسته يې د ګونتانامو بنديخانې ته لېږدوي.