په ډنمارک کي دملنګ جان شاعرپه باب يو علمي غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26456
: ننګيالی بڅر کی
دخبریدو نیټه : 2009-06-04

دهالينډ څخه ننګيالی بڅرکی :

په  ډنمارک کي دافغاني کلتوري ټولني په نووښت دملنګ جان شاعرپه باب يو علمي غونډه ياکنفرانس
چې آزادي نه وي ژوندون دې نه وي
هغه ژوندون نه مـــــــــرګ بهتر ګڼمه
چې اقتدار نه وي پښتون دې نه وي
بــــ ـــې اقتدار له مـــړ و بدتــــر ګڼمه

مخکي له دې چي دملنګ جان دسيمنار پر جوړسوي مضمون باندي پيل وکړم لازمه ده چي  ؛ دهغه درانه اودارزښت وړ سيمنار په باب يا دونه وکړم ، کوم چي ما په پر تليز لحاظ ، دنظم او پيوستون په يوه ملي روحيه نوموړی نړيوال سيمنار په ډنمارک کي وليد . دنوموړي سيمنارډير دستايلووړټکي در وده.چي مهم يې  په ډنمارک کي دډنمارک دافغاني کلتوري ټولني دغړو تر منځ يووالی اوده غړوتر منځ ددندوويش وو، چي دسلو نه ډيرو خلکو ته يې پر خپل وخت ډوډۍ او دخوب ښه شرا يط برابر کړي وه. چي نوموړی تنظيم ما په ډيرو نوروک توري ټولنوکي نه وليدلی په دې ټولنه کي دټولني پر مشرډګروال عبدالکريم خان اڅکزي برسيره دمشرتابه جرګه ګي غړي هر يوه په جلا جلا توګه دميلمنو په خدمت او چوپړ کي ولاړ وه ، خو بر سيره پر دې چي په کارونوکي دټولني دهر غړي ونډه جوته وه  ، خو ښاغلی دکتور انور او ښاغلی انجنير شوکت په ځا نګړې توګه نهايت دميلمنوپه خدمت کي ستړي سوه اوزه دخپل ځان او داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني دخوا څخه ورته کور ودانۍ وايم ، او همدغسي ددوی پر هيواد پالني ، ميلمه پالني او علمي ميني باندي افرين وايم اودرناوی ورته کوم. سيمنار په ډير ښه نظم دوړوم اشومانو په ملي سرود او ملي ترانه سره پيل سو، اوپه سيمنار کي لومړۍ پرا نيستونکې وينا زمري محقق ولوستل ، چي په هره برخه کي دتودو چکچکوپه کولوسره وستايل سوه .اودسيمنار درانه ميلمانه هر يوه ډاکټر پوهاند مجاور احمد زيار ،شاعراو ليکوال سرتری صاحب ، شاعر او ليکوال علي ګل پيوند او ننګيالی بڅرکي  خپل مضمونونه او څ يړنيزي مقالې ولوستلې او همدغسي دشعر په ميدان کي هم دملنګ جان په اړونده شعرونه ولوستل سوه . چي رپوټ يې دټو ني په ويب سيد کي خپاره سوه او په اينده کي به دواعدې سره سم دډنمارک دکلتوري ټولني په نوښت سره ديوې مجموعې په توګه دادب وميدان ته را ووزي .
ما خپل مضمون زمادشعري مجموعي په دغه څلوريزه راپيل کړ  :

کچکول را واخله ارمان دقام يادوه
دنن پښتــــــــــــون دافغان ياد يادوه
سوالګر را ټول کړه دغي ت په نامه
بيانــــــــــــــو آزاد افغانستان يـــــادوه

دلوی خدای په نامه
لومړی :د ملنګ جان لنډه پيژند نه
دوهم : د ملنګ جان دژوند ټولنيز حالت
دريم : د ملنګ جان د شعرځانګړني
څلورم : دملنګ جان افکار په انډوليز ډګر کي
 پنځم : پايله يا نتيجه او ويا ړنه

دملنګ جان لنډه پيژندنه
ملنګ جان داوسني وخت يا معاصر پيراودوران يو محلي او نامداره ، هيواد پاله ښه شاعروو، چي دشعر ازانګې يې په ډير لږ وخت کي دافغانستان وګوټ ، ګوټ ته ور سيدې او په لږ وخت کې دچارواکو پا ملرنه ځان ته را واړول . ملنګ جان په ١٢٩٣لم يزکال زيږيدلی دی. پلار يې ملک عبدالشکور نوميده ، چي په درې کلنۍ کي دملنګ جان په ژوند کي وفات سو او ملنګ جان يتيم پاته سو.
 دملنګ جان اصلي نوم محمد امين وو، چي په امين جان سره يې شهرت درلود، بيا دپنځلسو کالو په عمر دخپلي کورنۍ سره په کډه دبيسودو دولسوالۍ څخه وکاپې ولسوالۍ ته ولاړ ، چي دهمدغه عمر څخه يې دخپل بشپړه استعداد په لرلو سره دشعر دنيا ته مخه کړه. او دشعر په ويلو يې پيل وکړ، په دې وخت کي ملنګ جان خپل شعرونه په هن کي ساتل پيادول يې .نو بيا به يې په محل کي دنورو همزولو او مينه والو سره ويل. او محلي ښه اوازه هنر مندانو ته به يې ور زده کول.هغو به په بانډارونو او دخوښيو په ورځو کي دملنګ جان شعرونه ويل.خوڅه موده ورسته چي قانوني عمر ته دعسکرۍ ورسيدی ، نو عسکري ته واستول سواو دکنړپه لويه ولسوالي کي دامنيې په قومنداني کې خپله جبري دعسکرۍ دوره ددونيمو کالو په موده کي بشپړه کړه. او بيا هم دخپل شوق،ذوق سره يې دهنراو شعر په ميدان کي ځان را څرګند کړ.او په شل کلنۍ کې لومړی شعر يا ترانه په رسمي جريده اتحاد مشرق کي خپره سوه ، که څه هم په دې وخت کي سندري او شعرونه ډيرو شاعرانو او هنر مندانو زمزمه کول ، او هغه به يې په ډول ، ډول ورځپاڼو او جريدو کي خپر ول او يا به يې ديوانونه او کتابونه ځيني جوړول . چي ډير يې هغه کسان وه چي بشپړه ښوونه او روزنه به يې درلودله او يا به يې دژبو او ادبيا تو په علمي مؤسيسو کي زده کړه درلودله اود خپرونو په برخه کي به يې رسمي دنده د رلوده ، نو به يې شعرونه خپريدل ، خو ملنګ جان هغه شاعر ؤ ، چي نه يې سواد درلود او نه يې خپل شعر ليکلای سو او نه يې هم په خپل قلم سره په خپلو ياداښتو کي خپل شعرونه خوندي کولای سو ، نو يوه دا سي شاعر ته چي دخپل وخت دوټيزوشرايطو تر اغيزي لاندي هم وي او دسواد دنعمت څخه مهرومه هم وي ،بيا دهنر وميدان ته را داخل سي او دهنر په ميدان کي دي داسي وځليږي ، چي دميدان دننداره کونکو دپاملرني وړ دي سي ،دا يو بشپړه استعداد غواړي ، چي دنيکه مرغه نوموړی استعداد په ښا غلي ملنګ جان کي وو. چي نه يوازي دشعر دډګر دننداره کونکو دپاملرني وړ وګر ځيده بلکي ؛ددولتي چارواکو پا ملرنه يې هم ځان ته را واړول .او په لږ عمر کې ددومره نوم او نښان خاوند سو؛ چي په ٢٤کلنۍ کي په سنه ١ ٢٤لمريز کال مرحوم سردارمحمد داود خان دخپل وخت واک مند خپل حضور ته را وغوښت او دخپلي مهربانۍ له مخي يې وم نګ جان ته شپږ سوه افغانۍ تنخواه وټاکل .او بيا يې په ١٣٢٨ لمريز کال کي دملنګ جان دپاره يو ښوونکی وټاکی ؛ څو هغه ليک لوست زده کړي ، څنګه چي ملنګ جان دليک لوست سره ډيره مينه هم درلودله او ليک لوست ته يې ضرورت هم درلود ، نو يې په ډير لږ وخت کي ليک لوست هم زده کړ ، چي ور سته ملنګ جان خپل شعرونه هم ليکلی سو او هم يې خوندي کولای سو . مرحوم ملنګ جان ددولتي چارواکو په مرسته ډير ژر ور سمي او دولتي دندوته وګمارل سو هغه لومړی مامورسو او بيا په ١٣٢٩ لمريز کال کي درا ډيو افغانستان دپښتو دموسيقۍ دخپرونو جوړونکی يا تر تيب کونکی وټاکل سو. ملنګ جان ډير عمر په را ډيوافغانستان کي په پوره صداقت دنده تر سره کړه ، چي په دغه ډول هغه دولتي نورو کړيو ته هم اره ومندل .او تر هغه ورسته ملنګ جان د آزادو قبايلو په رياست کي دنده وا خيسته، چي په عيني وخت کې دپښتو نستان د را ډ يو وي پروګرامونوپه جوړولو کي هم برخه درلوده . او سندري او پروګرامونه به يې دهمدغه پښتو نستان په اړوند جوړول . خو بيا په دې وخت کي ددولتي دندي څخه په ١٣٣٤لمريز کال کي وزګار سو او پر کور کښيناست خو علمي او هنري کارونه يې تر سره کول .په دې وخت کي ښاغلی ملنګ جان دپښتو ټولني افتخاري غړی هم ؤ اودهمدغه ټولني دخوا څخه تخواه هم ورته ور کول کيده .ملنګ جان نه يوازي داچي هغه کسانو چي دشعر او موسيقي سره يې مينه درلودله ، هغوی دملنګ جان دشعرونو مينه وال وه ؛ بلکي هغه کسان چي دملنګ جان شعرونه به يې دځينو هنر مندانو له خوا ويل کيده خلکو به اوريدل اوداوريدو سره يې هم پوره مينه وه .چي په همدغه ډول وه عامو خلکو ته ملنګ جان ډير ګران وو. دا په دې چي ملنګ جان دخلکو په ژبه او دخلکو په فرهنګ پوهيدی، او ټوله غزلي يې دخلکو دپاره په ساده ژبه او دخلکو دروحې سره برا بري وې . نوځکه هغه ته يو ولسي شاعر هم وايي. دهغه په شعرونو کي دنورو ژبو لغاتونه ډير لږ معلو م يږي ، چي په همدغه سبب هم محلي هنر مندانو او سندر غاړو دملنګ جان شعرونه ډيرژرذهن ته سپارلای سو،اوپه ډير لږ وخت کي دټولو سندر غاړو په آوازو کي دملنګ جان شعرونه وه . او ډيرو هنرمندانو دده په شعرنو سره نوم او نښان پيدا کړ.ليکن دبده مرغه دملنګ جان شعرونه ډير لږدي او موږ ته يې دګوتو په شمار شعرونه را پاته سوي دي ، خو شع ونه يې دومره پا خه او دارزښت وړ دي چي نه يوازي ښونيزو خلکو ته په زړه پوري دي، بلکي په سيمه او منطقه کي هم چاه نه سوای ويلای . هر شعر يې ځانته يو علمي او دارزښت وړ اثر ګڼلای سو . دهغه شعرونه بيکر شعرونه دي چي دتل دپاره به ژوندي او تازه وي او تل به نسل پر نسل دملنګ جان دشعرو څخه خوند او الهام اخلي ،خود بده مر غه بايد ووايم چي دملنګ جان عمر ډير لږ او د٤٣کالو په عمر په ١٣٣٦لمريز کال کي په يوه تر ا فيکي پيښه کي د خپل زوی ، (( دواجان )) سره يواځای دکابل ننګرهار پر لويه لاره په حق ورسيد او جنازه يې په ډير درناوي سره دبيسودو ولسوالۍ ته دچميار کلي ته راوړل سوه او هلته په خپله پلارنۍ هديره کي په عزت سره خاورو ته وسپارل سو.دملنګ جان پر م ړينه ډيرو خلکو دغم اوښکي توی کړې ، چي ددې جملې څخه دافغانستان راډيو په کابل کي يو ځانګړی پروګرام هم خپور کړ.په دې وخت کي چي سردارمحمد داودخان صدرا عظم ؤ ، هغه هم په پښتو او دري ژبو خپل دخواشنۍ پيغامونه دراډيو افغانستان ده لاري خپاره کړه او بر سيره پر دې ، دپښتنو لوی مشر خان عبدالغفار خان هم خپل دخوا شنۍ پيغامونه خپاره کړه ، او دپښتو نستان په خپرونو کي هم دملنګ جان په باب ډول ، ډول پرو ګرا مونه خپاره سوه او همدغسي دپښتنو په مختليفو سيمو کي هم داخبارو او رسنيو دلوري د خوا شنۍ پيغامونه خپاره سوه ، چي په بره پښتونخوا يعني دډيورنډ دکرښي هغه بله خوا کي هم اخبارونو او رسنيو پرې خپګان څرګند کړ.چي بيا ورسته په ١٣٣٩لمريز کال کي دپښتو ټولني په نووښت دملنګ جان قبر جوړ کړل سو. او دهغه پر قبر دغه ډبر ليک هم وکښل سو . 
 
دلته مرح وم ملنګ جان خښ دی چې په خوږو نغمو کې يې د وطن مينه او د پښتونستان د ازادۍ جذبات غورځنګونه وهي. اصلي نوم يې ام ين جان و. پلار يې عبدالشکور نوميده. د ٤٣ کلو په عمر د موټر چپه کيدو په سبب له خپل زوی دوا جان سره په ١٣٣٦هج ي لمريز کال کې مړ شو او د ادبي خدمتونو په لمانځنه يې دا ډبرين قبر پښتو ټولنې له خوا د کابل حجارۍ او نجارۍ په فابريکه کې جوړ شو ١٣٣٩ هجري لمريز کال.
د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی
په آزاد ژوند چې آزاد وطن کې ګور وي

 
دوهم : دملنګ جان دژوند ټولنيز حالت
ملنګ جان په يوه پښتنه او غريبه کورنۍ کي زيږيدلی وو، چي پ ار يې ملک عبدلشکور نو ميده او دملنګ جان په ژوند کي چي ملنګ جان په دې وخت کي ددرو کالو په عمر وو،ملک عبدل کور وفات سو او پسله هغه ملنګ جان او دهغه کورنۍ ډيري نا خوالي وليدلې؛ ناخوالي ددې دوديزي ټولني دبدو شرا يطو پر بنسټ ولاړي وې، ملنګ جان او دهغه کور نۍ  چي دنورو تر برو سره يې  د چميار په کلي کي ژوند کاوه او هلته يې دپلار او نيکه پر يوه ټوټه مځکه باندي بوخت وه او په همدغه يې ګذاره کيده .خو څه وخت چې پلاريې وفات سو نودځينو بدو روا جونو او دودونو له مخي يې ملنګ جان اود هغه کورنۍ دپلار دحق څخه بې برخي کړه ؛ نويې دتر برو سره اړيکي تر ينګلي سوې چي پوله او پټی يې په بشپړه توګه خوشي کړه او دکامې ولسوالۍ داربنګ کلي ته يې کډه يووړه ،چي دا وخت مر حوم ملنګ جان دپنځلسو کالو په عمر وو، چي په همدغه وخت کې هنر ته مخه وکړه او دشعر په ويلو يې پيل وکړ ، خو دبده مرغه په دې وخت کې مرحوم ملنګ جان سواد او دقلم په ژبه نه پوهيده يعني ليکل او لو ستل يې نه سو کولای ، خو بيا يې هم خپل شعرونه ذهن ته سپارلی سو.اوهم يې نورو هنر مندانو او محلي غزل ويونکو ته ور يادولای سو.
دمرحوم ملنګ جان ټولنيز شرا يط هم په وټيز لحاظ خراب وه اوهم دوخت دځينو ناخوالو په سبب خراب وه،په دې چي شعـر او موسيقي ته په درنه ستر ګه نه کتل کيده، نو يې سره له دې هم دغه ټوله ستونزي په ټولنيز لحاظ پر ځان منلي او دټولنيزو ناخوا و سريې لاس په ګريوان مبارزه کړيده .او ټوله نا خوالي يې په خپل هنري استعداد سره په خپل شعر کي بيان کړي دي ، او هيڅ داسي يو شعر يې هم نه سته چي په هغه کي دي، پښتنو ته الهام او د هيواد پالني درس نه وي ور ښولی .هغه په هيواد کي درشوت او رشوت خورو ضد ، دبې عدالتۍ ضد ، د تبعيض ضد ، اوپه ټولنه کي دطبقاتي ستم پر ضد يې شعرونه او ت انې ويلې دي او په هيواد کې بې عدالتي ، زور زياتی په پوره توان او طاقت سره انتقاد کړی ده ؛ چي دغه لاندي يو شعر يې دنمونې په تو ګه ليدلای سو.
څه لرمه چې د خدای
څه لرمه چې د خدای په نوم يې ورکړم
چې طبيعت د خان صاحب پرې برابر کړم
په زر درېزره جريمبه قانع نه دی
مناسب وي چې يو چرګ ورميسر کړم
زما وږي نس ته نه ګوري خان غواړي
يه يارانو سلا راکړئ څه هنر کړم
په سلام او په ځار ځار نه پخلا کيږي
سل ګيز نشته چې له جيبه يې بهر کړم
نن سبا به يې تر لښتو لاندې مړ شم
اوس بايد چې کور او کلی پرې خبر کړم
زه چې خدای کړم د هر چا ګزار ته نښه
څه ګيله به د غريب او زورور کړم
نن به زه ملنګ جان صبر نه کار واخلم
خپل فرياد به پاک الله ته په محشر کړم
په همدې ډول دهيواد پر ستونزو هم ژړيدلی دی ،او خپل هيواد يې دځان روح کڼلې ده . لکه چي ليکي :
زموږ زيبا وطن
دا زمونږ زيبا وطن ،دا زمونږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دی ،دا پښتونستان دی
دا دمينې کور زمونږ ،دا د پ روګور زمونږ
نه ورکوؤ چا لره دا د سترګو تور زمونږ
نه دی د بل چا وطن دا دی د شيرشاه وطن
کور د خوشحال خان دی دا پښتونستان دی
دا وطن دی ځان زمونږدا وطن ايمان زمونږ
وايي په خاپوړو کې داسې ماشومان زمونږ
دا مو د بابا وطن دا مو د دادا وطن
په مونږ باندې ډير ګران دی دا پښتونستان دی
ځار يې له سيندونو شم ځار يې له ډاګونو شم
ځار يې له خوړونو شم ځار يې له دې غرونو شم
دا زمونږ اشنا وطن درد له مو شفاء وطن
زړګی مې پرې روښان دی دا پښتونستان دی
دا وطن زيارت زمونږدا وطن نعمت زمونږ
دا وطن په دې دنيادی لکه جنت زمونږ
دا وطن صفا وطن زړۀ د ايشيا وطن
ژوندون د ملنګ جان دی دا پښتونستان دی
دملنګ جان ژوند په ټولنيز لحاظ نه داچي په وټيز لحاظ خوندور نه ؤ، بلکي په ټولنيز لحظ هم دبدوشرايطو پربنسټ دنا خوا لو سره لا س او ګريوان وو، کله به بيکاره وو. او کله به هم رښتيا ويلو په ګناه سر مجازات کيده او هغه افکار چي دملنګ جان سره ملګري وه ، په هغه وخت کي هم دوخت طبقاتي دولت ته دمنلو وړ نه وه، نو ځکه ددندي څخه به ګوښه کيدو ته اړ ايستل سو. ځيني افکار چي به يې ددولت دپاليسۍ سره برابر وه هغه به خپاره کيده ؛ خو هغه څه چي به دعمومي افکارو سره برا بر خو ددولت دکړنلاري سره به يې ټکر کاوه هغه به بيا سانسوريده ، چي په عمومي توګه دا هم دملنګ جان دوخت  يو ه ټولنيزه ستونزه وه ، خو بر سيره پر دغه ټولو خبرو بيا هم ملنګ جان خپل دوخت يو ښه شاعـر اودبشپړه استعداد او اخلاقو خاوند وو. ملنګ جان خپل دشاه وخوا پر خلکو ګران ؤ، دډيرو يارؤ او دډيرو خلکو سره يې مينه درلوده ، او نه يوازي هغه دپښتنو په چاپيريال کي دقدر وړ ؤ ، بلکي هغه دافغانستان پر نورو مليتونواو نور وهيوادونو پر خلکو باندي هم ګران وو. او مينه يې ورسره درلودله لکه : استاد نيکو لای دشوروي دعلوموداکاډمۍ غړی ـ اوريا نکوف ـ ميرمن ګراسيمو ـ ښاغلی ګيرس ـ کوختيف ـ انا کاوسوف ـ چي خپل خا طرات يې په ازبکي ژبه په افغانستان کي ليکلي وه بيا يا کوف کوزولوفسکي په روسي ژباړلې دي. چي په هغه کي (دملنګ جان دسندري) تر عنوان لاندي هم ليکنه کړې ده چي ښاغلي عبدالله بختياني بيا په پښتو ژباړلې ده . نو ځکه نن ورځ موږ ګوروچي دملنګ جان هغه شعرونه چي داو لمير استاذ په ښکلي اواز کي خپاره سوي دي هغه دهر افغان دپاره په زړه پوري اوپه ملي سطحه دافغانستان ټوله وګړي که پښتون دی که تاجک دي ، که ازبک يا هم نور دملنګ جان شعرونه خوښوي. خو دمرحوم ملنګ جان حماسي شعرونه ملي شعرونه ګڼي او دومره مينه ورسره لري چي تقريبأ ټوله افغانان يې په کورو کي اوري او خوند ترې اخلي . دبيلګي په تو ګه دغه شعر يې چي اوس په هيواد کي دښه شعر په نوم ټاکل سوی دی ، په افغانستان کي دملي سرود ارزښت يې ځانته پيدا کړی دی او داسي يو افغان نه سته چي نوم وړی شعر دې نه وي اوريدلی او نه دې وي خوښ کړی .
دازموږ زيبا وطن ، دازموږ ليلا وطن
داوطن مو ځان دی ، دا افغانستان دی
نوځکه ويلای سو ، چي ملنګ جان که ښه وټيز شرايط په خپل شاه وخوا کي درلودلی ، يا هغه ته برابر سوي وای نوبه يې ډير پاخه او په زړه پوري شعرونه دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي خپاره سوي هم وای او بيخي ډير شعرونه به يې درلودلی ، خوداچي ديوه پله وټيزي ستونزي وې ، دبله پلوه دژوند مده اوخت يې ډيره لږ وه ، نودغه هم په ټولنيز لح اظ ډير کار بولم ، چي ملنګ جان په دې خپلو تنګو شرايطوکي تر سره کړی دی.دهغه په شعروکي دخپل وخت دځان او دټولني ستونزي په ښکاره ډول څر ګنديږي .

دريم دملنګ جان دشعر ځانګړتياوي : 
ملنګ جان دشعر يو ډير ښه سبک او ځانته يو ځانګړی ډول لري ، دهغه شعر موزون او پر عـرضو برا بر شعرونه دي . هغه ځانته ډيره ښه سوژه او موضوع ټاکل ، بيا دموضوع سره برابر هغه په هنري فورم کي په ډيره ښه او خوږه قافيه سره موزون کلام جوړه وي ، دملنګ جان شع ونه او شعري سبک يو واقيعي او ريا ليستيک سبک دی ، چي دخپل وخت او زمان ډيري ستونزي خوږې او ترخې يې په شعري ژبه بيان کړي دي، که څه هم دهغه په شعرونو کي رومانتيک شعرونه هم سته خو تر رومانتيکو شعرونو يې حماسي او ريا يستکه بر خه غني ده . دملنګ جان په شعرونو کي دهيواد پالني مينه او محبت خورا ډير او څرګند دی. دملنګ جان دشعر شعري ژبه روانه او ساده ده او په ډيره سوچه پښتو يې شعرونه ويلي دي ، چي دهيواد ټول خلک يې هم احساس درکولای سي اوهم يې دهغه دشعرونه سره مينه پيدا کيدای سي ، دهغه په شعرونو کي دپردۍ ژبي لغاتو نه ډير لږدي او که چيري يوه لږ اندازه هم وي هغه به هغه لغاتونه وي چي زموږ وژبي ته را داخل سوي او رواج يې پيدا کړی دی ، زموږ ژبي هغه منلي دي او اوس زموږ دژبي مال ګڼل کيږي . يعني سخت اواوبېګانه لغاتونه يې نه دي استعمال کړي ، نو ځکه ملنګ جان ته و سي شاعر وايي ؛ چي هغه دولس په ژبه ږغيږي او دولس په ساده ژبه خبري کوي .چي په همدغه سبب هم دملنګ جان شعرونه يرو محلي هنر مندانو زمزمه کول او ډير ولسي هنر مندان دملنګ جان دشعر په انتخاب او په مجلسونو کي هغه په غزل يا دتراني په ډول او يا هم په بل هنري فورم سره دملنګ جان دشعر زمزمه کولوسره يې ډير نوم او نښان پيدا کی او دم حلي سطحي څخه وملي سطحي ته را ووتل او دملت په سطحه يې محبوبيت او ګرانښت پيدا کړ ، چي ددې جملې څخه موږ دښاغلي ايوب ، اولمير او نعمت الله نومونه اخيستی سو .
په هر صورت لکه مخکي چي مو وويل : ملنګ جان يو ريا ليستيک شاعر وو ، هغه په خپل شعر کي دانتقادي ريا ليزم دسبک برخه هم خپله کړې ده او دهنر په ميدان کي ديوه ميړني انسان په څ ير دوخت دواکدارانو څخه بيله دې چي بيره ولري ديوه ميړه په څير يې دوخت بد حالات تر انتقاد لاندي نيولي دي اوانتقاد کړي دي چي دهغه په شعر کي انتقادي رياليزم هم په ښکاره ډول څر ګنديږي . چي موږ دغه لاندي يو شعر يې دبيلګې په توګه دلته يادولای سو . 

نفسونه شول غالب ــ د دې غمه ژړيږم
بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غريب برباد شو
سيد په خپل سيادت ــ د ځان غواړي غزت
قسم دی ما ونه ليد د وطن د خېر طا ب
نفسونه شول غالب
څوک ميا او څوک ملا شول ــ د کسب نه ټپراشول
وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم
د دې غمه ژړېږم
دا خان نه دی خاين دی ــ پخپل ځان چې مين دی
هېڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد و
پښتون غريب برباد شو
که حق وايم وېرېږم ــ که نه وايم پړسېږم
د ځينو کارکنانو کاروي وړ د تعجب دي
نفسونه شول غالب
په ځای  د عدالت ــ ما وليد تجارت
له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبرېږم
د دې غمه ژړېږم
بيا هم که څه هم هر شاعر به ځانته يو خيال او دشعر ويلو ځانګړني لري ، او هغه شاعر په هغه ځا نګړنو سره پيژندل کيږي خو ؛ دملنګ جان په ځا نګړنو کي دغه څه روښانه دي کوم چي ما په خپله څيړنه کي رو ښانه کړه ، او هغه څ ه چي په ډير احساس سره جوتيږي هغه دملنګ جان دهيواد پا لني مينه او محبت دی ؛ کوم چي ملنګ جان يې دخپل ولس  خپل هيواد او قوم سره  لري چي موږ يې په غه څلوريزي سر يوه بله بيلګه هم يا دولی سو :
روح مې په تن کې اسوده دی استقلاله سره
زما ځواني ډول کوي له پښتونواله سره
بيا په لاندي بيت کي دخپل بخت څخه په دې خوښي ښوي چي ځان آزاد ګڼي او په يوه آزاد هيواد افغانستان کي خپل کور او ګور ورته سته ، داچي په غربت کي ژوند کوي هغه ورته هيڅ نه دي او يوازي پر آزادۍ مين شاعر خپله آزادي خپله هر څه ګڼي  اووايي:
د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی
چې آزاد دی په آزاد وطـــن کې ګور دی
څلورم : دملنګ جان خيالات يا افکار په انډوليز لحاظ
که څه هم دهر اعر افکار به په انډوليز لحاظ دبل شاعر اوليکوال څخه بيل وي ، دا په دې چي دشاعر افکار يا خيالات دخپل وخت ، چاپيريال ، سياسي او ټولنيز ژوند تر اغيزي لاندي موږ څيړلای سو .
نو دملنګ جان دوخت شرا يط او دهغه دژوند چاپيريال دهغه په شعرونو کي په څر ګنده توګه جوته دي . دملنګ جان افکار ديوه آزاد انسان ، دسولي ، ورورولی او پر خپل قام باندي زړه سوانده مين شاعردي، چي په هره ترانه کې دآزادۍ او دقوم دراپاڅولو زمزمې ليدل کيږي . دملنګ جان په شعراو افکارو کي ديوه با غيرته پښتون احساس څرګند او دلرو اوبرو پښتنو ديوالي دپاره يې خپل ټوله آرم انونه په خپلو شعرونو کي څر ګنده دي .لکه چي په همدغه شعر کي ملنګ جان خټک بابا ته دخپل زړه خبره کوي او هغه ته يې په خپلو افکارو کي ور سوي ؛ وايي :
بيا خړې وريځې نن په غرو د پښتونخوا وينمه
د پښتنو د ژوند او مرګ سود او سودا وينمه
ستا په وطــــــــــــــن د غليمانو تېری بيا وينمه
ځکه نارې سورې وهم زه ملنګ جان خټکه
ملنګ جان خان او فيوډال نه وو ، هغه پر خپله خبره ولاړ پښتون شاعر وو. او په کلکه يې دپښتنو دژوند څخه دفاع کول او د يورنډ دکرښي هغه لوری ، چي تر پنجابي ستم لاندي دی دهغه دپاره يې دپښتنو شعور را بيداره کړی او تل يې خپل نظر په ډاګه څر ګند کړی دی . ملنګ جان پوهاند او اکاډميسن نه وو ، هغه په ډير لوی عمر کي ليک لوست زده کړ؛ خو هغه ديوه پوهاند او اکاډميسن په شان فکر او خيالات درلودله. هغه دپښتنو پر دغه بد حالاتو باندي ستي وو، چي هميشه به يې فريادونه کول لکه چي وايي :
ستا په وطــــــــن د غليمانو تيری بيا وينمه
ځکه نارې سورې وهم زه ملنګ جان خټکه
نو ددې ټولو را ټولونو څخه څرګنديږي چي ملنګ جان دخپل وخت يو ښه شاعر او دخپل ځاني استعداد په وجه دډيرو ښو افکارو خاوند او دوخت دناخوالو سره په مبارزه کې خپل ټوله ليکلي توکي خلکوته ډالۍ کړي او ددې وخت هغه ناخوالې چي دی او ولس ورسره مخا مخ ؤ ، هغه يې په داسي حال کي روښانه کړي دي ؛ چي دوخت دچارواکو دخپګان پروا يې هم نه ده ساتلې.ملنګ جان په انډوليز لحاظ تر ډيره ځايه ، چي دهغه دافکارو څخه جوته ده هغه يو ښه پښتون او دپښتونولۍ په لاره کې ګامونه اوچت کړي دي ، هغه غريب پلوی او خپله هم غريبۍ ځورولۍ ،يو انقلابي او ديوه پښتون (يوه اواز پلوی شاعر وو) هغه به په شعري دنيا کي غرق او پر خپل ځان به يې زحمت تيرا وه او دزړه پـړاس به يې په شعر کي ايسته او دغم دغلط ولو دپاره به يې دحل لاره خم ته پناه وروړل ښه ګڼل لکه څنګه چي نور شاعران هم د خپل شعر دتعبير دپاره خم او جام ، ساغر اوداسي نور رومانتيک نومونه دمو ضوع داثبات دپاره را وړي ، يا يې داستعاري په ول استعمالوي نو ملنګ جان هم دخپل غم دغلتولو په تسکين سره ديوې استعارې په ډول خم ته پناه وروړي اوداسي خپل ځان په غمونو کي غرق ښوي .
جام د ښه شراب را کړه ځان نشه کوم خلکو
ماته خــم را پريږدی اوس غـم غـلتوم خ کو
که څه هم په نوموړي شعر کي مجازي معنا نغښتې ده خو داصلي معنا څر ګندوالی په کښي کيږي .
نو په دغه وخت کي چي دملنګ جان ژوند اومبارزه ،دژوند وخت او موده ، وه ؛ هغه داسي وخت دی چي په هيواد کي يو مرکزي حکومت مخ پر ټيګيدو وو. او دډيموکراسۍ پر لوري ګامونه په نړيواله سطحه کي او چتيده، شلم قرن هغه دوران ؤ چي سياسي شعور مخ پر غوړيدو روان ؤ.نو ملنګ جان او دهغه افکار هم په انډوليز لحاظ دهمدغه شرا يطو څخه وتلي نه وه .
کچکول په غاړه قلندر يمه زه
آزاد ژوندون بلند نشان لټوم
پنځم پايله يا نتيجه :
دافغانستان يو نامتو عالم او پوه ، چي دپښتنو دپنځو ستورو دجملې څخه يو روښانه ستوری دی ښاغلی استاد قيام الدين خاد م صاحب په خپل يوه کتاب کي ( النبوغ اوعقبريت ) کي ملنګ جان يو نا بغه بللی دی . هغه وايي: چي ملنګ جان زده کړي نه وې کړي ، خو درک يې ، احساس يې او شاعرانه استعداد يې ډير اوچت او په لوړ پوړ کي ولاړ دی .
په ريشتيا هم که چيري دملنګ جان ژوند ډير لږ نه وای، نو خامخا به هغه د فکر او جاج يو وتلی پښتون او افغان اديب او هنر مند شاعـر وای . خو بيا يې هم په دې لږ ژوند کي دپام وړ شعرونه او هغه تخليقونه را منځته کړه چي دهميشه دپاره به دپښتون توکم دپاره يو ښه درس وي . ملنګ جان دخپل قوم عاشق او خپل قام يې په ډيره ښه تو ګه پيژندلی وو، او هغه ته يې هغه څه ويل کوم چي دقام دالهام دپاره وړوه . هسي خو هيڅوک هم بيله يوې انګيزې او درد څخه نه سي شاعر کيدای اونه بيله يوه قوي احساس څخه څوک دفکر نيلی داسي ځای ته بيولای سي کوم چي دهغه دزړه غوښتنه او آرزو وي ، نو ملنګ جان هم يو داسي شاعر ګڼلای سو چي هغه پر خپل ولس مين او هغه ته يې دخدمت کولو تر ټولو غوره لاره همدغه د پښتون شعور درا بيداره کولو لاره وه ، نو ملنګ جان خپله مينه او محبت ټوله سره را نغښتی اوخپله مينه يې ديوه هدف او ستر تيژۍ په توګه دهيواد سو کالی او دهيواد ميني ته وقـف کړې ده .او خپل خيال او تصور يې هغه ليلا ته دی کوم چي؛ دملنګ جان دپاره هيواد او دمجنون دپاره ليلا ده يا دشمعي دپاره پروانه او دپروانې دپاره شمعه ده ،د ګل دپاره بلبل او دبلبل دپاره ګل دی .دا يوه رو مانتيګه مينه ده. خو؛ دملنګ جان دپاره دهيواد مينه تر دغه عاشقانو په کمه نه ده اوهغه په خپل لاندي يوه اح ساس کي چي په شعري ژبه يې بيا ن کړی دی داسي ليکي :
پتنګ دبلي شمعي يار دی
بــلـبـل دګـلـو خريدار دی
دلي ا دوې سترګي مجنون پيژني
دآزادۍ قيمت پښـــتـــون پيژني
په پای کي دملنګ جان په باب که هر څومره وليکل سي ، خو بيا هم لږدي اودهغه په باب خورا ډير مو ضوع ګاني سته چي دوخت دلږوالي او ديوې کوچنۍ مقالې په محتوا کي دنه ځايدوپه سبب لازمه ګڼم چي زه خپله مقاله نوره لنډه کړم اود ملنګ جان په باب دغه يوه وياړنه تاسوته اهدا کوم خدای دي دملنګ جان روح ښاد لري او هغه ارمانونه چي دملنګ جانه په ژوند کي دهغه سره وه ، خدای دي موږ افغانانو ته همت راکي چي د ملنګ جان ارمانونه تر سره کړه .
وياړنه
تا دې هيواد ته حماسه دغيرت جوړه کړله
تا وبلبلو ته د خوند غـزله جــــــو ړه کړله
تا په خپل بڼ کــــې دهنر ګلا ن ستا يلي دي
تا په خپل شعر کي تور زاغان دبڼ شړلي دي
ته چي ملنګ سوې دهنر کچکول دي غاړي ته کی
تا په کـچـکـول کي مرغـلـري د خيال ټولي کـړلې
ستا په همت کي حما سه دافغان ونغښتله
تا په خپل فکردپښتو سندري جوړي کړلې
تا د هنر کلا آبا ده کــــړه پر ټو له هيوا د
بيا دي کلا ته دروازې دادب جوړي کړلې
تا په خپل شعر کي دپښتو شمله او چته کړله
بيا دي شملو ته جوغې دغيرت جوړي کړلې
ستا داحساس لمبې او چتي سوې تودوخي لره
ستا په لمبو کې دروښان اتشکدې جوړي سولې
تا په خا پو ړ و کي وړو ته پښتو درسورکوی
هغه واړه دي نن سترسوي پښتونخوا جوړوي
دملنګ جان دزړه يادونه مې پرليکو وستي
دا دبڅرکي د ننګ ږغ دزړه آواز جوړه وي
په پای کي يو ځل بيا مننه په ډنمارک کي دافغاني کلتوري ټولني څ خه ؛ چي ماته يې بلنه را کړل ، څو په دغه دافتخار څخه په ډکه غو نډه کي دخپل دروند پوه او هيواد پال شاعر درناوی په خپله دغه لنډه مقاله وکړم . او په ډنمارک کي  افغاني کلتورري ټولني ته دخدای ددرباره څخه دنورو برياو هيله کوم ، او زه فکر کوم چي دا په اروپاه کي يوازني ټولنه ده چي په خپل اوږد تاريخ کي يعني تقريبآ دلسو کالو په جريا ن کي په ډنمارک کي دقدر وړ خدمتونه کړي دي. ملي ورځې نمانځلي دي، ملي شخصيتونه يې نمانځلي دي ، کلتوري و ځي او کلتوري فعاليتو نه يې کړي دي . دې ټولني ته زه دځان او داحمدشاه بابا دعلمي او ادبي ټولني دخوا څخه دنورو برياليتوبونو هيله کوم او دهرراز همکارۍ ژمن يم . په درناوي
دا حمد شاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني مشر
 ننګيالی بڅر کی

داحمدشاه با با علمي ادبي ټولنه په هالينډ کي
دارواښاد محمد امين ملنګ جان په ياد غونډي ته
ته سوغات

کال : ٢٠٠٩ مي ١٦ نيټه