;
٧٨٦
 
;
ژوند دښو او غيرې ښو سرګذشتونو مجموعه دهغه څه ،چې څوګ يې دي
ناولونو کېسې او د ډرامونو سناريووې بولي، دانسان په پېچلي سرنوشت کې پرواقعت داستوارو صحنو ګونګ عکسونه دي،
خو دانسان تر پوهې په مافوقه ژبه غږيږي او طعنې راکوي.دغه عکسونه موږته دپرون دښکلا دنن دبدرنګى، د نن
دخوښيو دپرون دماتم او دنن دزوال ، دپرون دعروج عينيت ښيي. دپېښو او شور پدې متلاطم جهان کې هيڅوګ هم دې
ته چې دخپل پرون په منکرينو نفرين ووايې او دپرون په څراغ دنن دتيارو دلارويو دآرمان او وير په تقدس يقين
وکړي. دورکېدونکو هويتو دا خلک په زماني طلوع او غروب دبدلېدونکو رابدلېدونکو انسانانو دريمه يا داوره ليکه
ده او دغه اختلاف د بشري افتونو مسخه شوى منشور دى.
موږانسانان دثابت قدرت دلزومي فرمان په اساس په کمو
استثناء تو ديوخېلتوب امتياز لرو اوپه خپلو فکرونو، سليقو اود بې ثباته قوانينوپه قضاوت دمحکوميت وړنه يو(
که دجهان اوسنۍ شرحه، چې هر جابرحاکم او مجبور محکوم دى) که دلومړي آدم (ع) پلار له بې روحه خټې سره شيطان
دابدي دښمنۍ ژمنه نه واى کړې ،نوداجهان او دهغې انسان به له فساد مستور واى او کاش چې دا هرڅه لاشعوره کيداى،که
دمرګي تږى دژوند په چينه ولاړ اوبه نه څښي دخپلې ساه قاتل بلل کيږي، دنن انسان هم دځان په ودړاندې همدومره
مقصر دى ، څکه دهرې بېلارۍ په سنګين محکوميت خبر، خولا هم ګناه
کوي.
&nbs
p; ٣\١٤\١٣٨٨
 
;