د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د مياشتې كودتا او د هغه خونړۍ پيښې هر افغان ته د خپل هيواد په سياسي ډګر كې يو تياره او بدمرغه تاريخ ور په زړه كوي او نوموړې پيښه د هغو ټولو ناخوالو، وژنو، خونړيو جګړو او د هيواد د ويجاړتيا بنسټ ګڼي چې په تيرو اووه ويشت كلونو كې ورسره مخ شوی دى.
د غويي د مياشتې خونړۍ پيښه د هيواد د تاريخ په يوه داسې اساس پړاو كې د پخواني شوروي اتحاد د مستقيمې لاسوهنې په ترڅ كې د ځينو كمونيستو كركترونو او شوروي پلوه ډلو له خوا رامنځته شوه چې د سيمې د هيوادونو په څير افغانستان هم د يوه هر اړخيز پرمختګ په لوري نوي ګامونه ايښي او د يوه نسبتا غوره رژيم او قانون درلودونكى وو. د هيواد زياتره خلك خوښ او له خپل ژوند څخه راضي وو، قانون د ژوند په ټولو اړخونو خپلې مهربانې منګولې لګولې وې او د هيواد په پوهنيزو، ټولنيزو، سياسي، كلتوري، اقتصادي، صنعتي او هر اړخيزو چارو كې د پام وړ پرمختګ روان وو.
خو په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې وخت زموږ د هيواد له خلكو سره ياري و نه كړه او د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د اوومې ورځې كودتا مو دهيوادوالو د بخت كاسه نسكوره او په داسې يوه ستر ناورين او توره غميزه يې ورګډ كړل چې له يو نيم ميليون څخه زياتو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه وركړ، په ميليونونو معيوب شول، د هيواد ياد شوي بنسټونه يې په ډير بې رحمانه توګه را روان او زموږ ښكلى هيواد يې د پرديو د تباه كوونكيو نظرياتو، وسلو او لاسوهنو په وسيله د تباهۍ كندې ته سم كړ.
سره له دې چې د غوايي د اوومې كودتا څخه وروسته د افغانستان د مسلمانو خلكو د پراخ پاڅون او لويو قربانيو په ترڅ كې تر ټولو لويه پيښه د پخواني شوروي اتحاد او په هيواد كې د شوروي پلوه رژيمونو يو په بل پسې ړنګيدل ګنلى شو خو د ۱۳۵۷ د غوايي د اوومې كودتا پيښې افغان برميال ولس ته داسې لويې لويې او نه حل كيدونكې لانجې په ميراث پريښودې چې منفي اغيزې به يې تر پيړيو پيړيو پورې هم په دې هيواد كې شايد موجوديت ولري چې موږ په دې ځاى كې د نړيوال پرمختګ له كاروان څخه د هيواد ليرې والي ته اشاره كوو.
په دې لړ كې له ټولو څخه په لومړي سر كې د زړه سواندي حكومت او مشر درلودل د نړۍ د هر يوه هيواد په هراړخيز پرمختګ كې لويې لويې اغيزې لري چې د غويي د كودتا څخه وروسته افغانستان د دونيمو لسيزو په ترڅ كې له داسې يوه حكومت څخه محروم پاتې شوى دى چې هراړخيزه بڼه ولري او د هيواد زياتو خلكو ته د منلو وړ وي بلكې په هيواد كې د ګوډاګيو او نامنل شوو رژيمونو موجوديت، له هغوى څخه د خلكو كركه او نارضايتي، سياسي بې ثباتي او داسې نور فكتورونه د دې سبب شول چې هيواد مو د پرمختګ له كاروان څخه محروم پاتې شي.
د سيمې او نړۍ هيوادونو په تيرو ديرشو كلونو كې د ژوند په هر اړخ كې زياته وده او پراختيا موندلې ده بلكي په نړۍ كې د اوسنۍ حيرانوونكې مادي او معنوي پراختيا د ودې زرينه موده همدا تير ديرش كلونه ګڼلى شو چې متاسفانه زموږ هيواد او خلك د غوايي د كودتا د كرغيړنو پديدو له امله ورڅخه بې برخې پاتې او هغه مادي او معنوي شتمني او پراختيا يې هم له منځه لاړه چې تر هغه مهال پورې يې لاسته راوړې وه.
په تيرو ديرشو كلونو كې د نړۍ زياتره هيوادونو د پوهنې، تكلنوجۍ، عمران، سړكونو، ښاري پرمختيا، د وګړو دژوند د سطحې د ښه والي، ملي اقتصادي پياوړتيا او نورو برخو كې حيرانوونكي پرمختګونه سر ته رسولي دي. په دې اړه كه لرې لاړ نه شو يوازې د خپلو ګاونډيو هيوادونو پرمختګ ته ځير شو نو ښكاري چې نوموړو هيوادونو هم ديرش كاله پخوا د افغانستان په پرتله داسې د پام وړ زيات پرمختګ نه درلود بلكي د سيمې هيوادونه تقريبا په يوه درجه د پرمختګ په لور روان وو.
خو په دې تيره موده كې چې هيواد او وګړي مو د غوايي د كودتا د ناولو پديدو، جګړو او ورانيو سره مخ وو، د نړۍ زياتر پرمختلليو او مخ په ودې هيوادونو د علمي، اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا په لوري ګړندي ګامونه كيښودل چې هيوادپالو افغانانو يې يوازې له اوښكو څخه په ډكو سترګو ننداره كوله.
په اوسني وخت كې زموږ خلك او سياسي نظام ته ښايي چې د ياد شوي شاته تګ په له منځه وړلو كې نه ستړي كيدونكى كار وكړي چې په دې لړ كې تر ټولو مهم او غوره ګام د يوه دلسوزه سياسي رژيم او ولسمشر درلودل دي. افغانانو ته ښايي چې د تاريخ په دې اساس پړاو كې د ورورګلوۍ او سياسي تفاهم سره يو ځاى يو بل ته لاسونه وركړي، له تير دور څخه په عبرت د يوې هراړخيزې سولې او پرمختګ لپاره له اوسني فرصت څخه په زياته پيمانه ګټه پورته كړي څو د نړۍ د هيوادونو په څير زموږ هيواد هم د پرمختګ په لوري سم شي.
د غوايي د كودتا څخه راولاړې شوې ناولې او منفي پديدې ډيرې زياتې دي چې د ټولو شرح او شننه يوه ځانګړي كتاب ته اړتيا لري خو په دې ځاى كې به بده نه وي چې د ځينو نومونه په لنډه توګه ياد كړل شي.
د دې ناولې پيښې له امله د افغانستان خلك له يونيم ميلون څخه د زياتو تلفاتو په وركولو سره سره له سياسي بې ثباتۍ، بې نظمۍ، لا قانونيت، د سواد د كچې له ټيټوالي، اوږدې كورنۍ جګړې، په هيواد كې د بې شميره ډول ډول تباه كوونكو وسلو له سيالۍ او استعمال، د ماينونو له بې شميره مرګونو كروندو، هر اړخيزې ورانۍ، د مخدره موادو او كوكنارو د كښت او قاچاق له رواج، په مخدره موادو باندې د خلكو له اعتياد، بې كورۍ، غربت، بيلتون پالو ډلو ته د ورانوونكيو اعمالو او افكارو د پلي كولو فرصت برابريدل، ترهګرۍ، د هيواد په چارو كې د پرديو لاسوهنو ته لاره هوارول، د پرديو له غلامۍ او جرمونو سره د ځينو عناصرو او ډلو عادي كيدل، د خلكو تر منځ د بې شميره بديو او دښمنيو پيښيدل، بهرنيو ملكونو ته له پنځو ميلونو څخه د زياتو هيوادوالو كډه كيدل، په نړۍ كې د افغانستان دخلكو په هكله د ناوړه فكر خپريدل، خپلسري، په هيواد كې د ځنګلونو له منځه تلل، د هيواد د ملي اردو د منځه تللو سره سره د يوه غوره نظام او حكومت نشتوالۍ، د چور، تالان او غلا عام كيدل، د خلكو په منځ كې د ناوړه اخلاقو، درواغو،فريب، چل او تيروستلو ترويج، د ملي او شخصي شتمنيو غصب او په سلګونو داسې ناخوالې د افغانستان د خلكو تر منځ زيږولې دي.
د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د اوومې كودتا پيښې د هيواد د نورو بنسټونو په څير د هيواد د پرمختګ بنسټ ته په لويه پيمانه ضرر رسولى دى چې بيا رغاونه يې په هر افغان باندې لازمه ده. د هيواد د پرمختګ د بهير د پياوړي كولو او د دې ناخوالې د له منځه وړولو لپاره ښايي چې ټول هيوادپال افغانان د وروګلوۍ لاسونه سره وركړي، خپل سياسي نظام غښتلى كړي، له اوسني فرصت څخه په لويه پيمانه د سراسري سولې په لاسته راوړلو كې لاس په كار شي او د ژوند په ټولو چارو كې د خپلو پوهنيزو او ټولنيزو بنسټونو په رغولو سره د هيواد د بيا پرمختګ يون ګرندى كړي. يو ځل بيا وايم چې هر افغان په دې لاره كې ځانګړې دنده او مسووليت لري. لوى خداى (ج) دې زموږ د هيواد ټولو ځوريدلو خلكو ته يووالي او د خپل هيواد د پرمختګ په لاره كې برياليتوب په برخه كړي. آمين.