٧ غويی ١٣٨٤ پوپل پردېس - کاناډا
سوله اوډیموکراسي زمونږ په اوسنۍ نړۍ کي دهیوادونو اووگړو دژوندانه هغه شعار دی چي دټولي نړۍ راډیوگاني، ټلويزيونونه او نوري خبري رسنۍ پرې ډکي دي او د هیوادونو دسیاسي ژوند د بنسټ او پایښت بنسټیزه ډبره ګڼل کیږي . هر هیواد اوهر دین او مذهب ډیموکراسي یعني دخلکو واکمني دخپلو ټولنودټولنیز ژوند دمعیارونو،ځانگړتیاوو اوټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ تعبیراوپلې کوي .
افغانستان دخپل تاریخي هویت اوځانگړتیا پربنسټ ډیموکراسي په څه ناڅه ډول په گوډه او ماته توگه ازمایلی ده . دوخت په تیریدو او په نړۍ اوسیمي کي دحالاتو دچټکو بدلونونو پر اساس افغانستان یوځل بیاددې آزمویني جوگه شویدی چي په هیواد کي ملي ډیموکراسي پلې کړي . نوی اساسي قانون جوړ اوتصویب شو اودادی دعمل په ډگر کي هیواددملي او افغاني ډیموکراسي دپلي کولو په درشل کي دی . پارلماني ټاکني دڅوراتلونکو میاشتو په اوږدو کي دترسره کیدلو په حالت کي دي . پوښتنه دلته ده چي مونږ به په خپل راتلونکي پارلمان کي څه راز وکیلان ولرو؟
آیا د تیرو آزمایښت شویو دورو په شان به وکیلان ولرو؟ په پارلماني استازیو کي به څه راز وکیلان دخپلو موکلینو ازستازیتوب وکړی؟ څه راز او کوم سیاسي گوندونه به په پارلمان کي ځای ولري اوڅوک به داپوزیسیون په توگه په پارلمان کي ودریږي او داسي په سلگونو نوري پوښتني چي هغو ته به یوازي راتلونکي څو میاشتي ځواب ووایي او بس . خو اصلي خبره داده چي څوک او څومره به دغه راتلونکي استازي وکولای شي د اساسي قانون هره یوه ماده او دقانون هره څپرکی د یوه مسول پارلمان په توگه د عمل په ډگر کي په مسولانه ډول د هیواد دملي گټو دتامین او تضمین په خاطر پلي کړي؟ دا هله شونې ښکاري چي دهیواد په راتلونکي پارلمان کي داسي کسان ځای ولري چي له گروپي او ډله ایزوتړواوونوخلاص او دملي مسولیت داحساس په زیور ښکلی وي ترڅوحکومت دې ته وهڅوي چي د هیواد او خلکوملي گټي خوندي کړای شي .
یوه ستره خبره پدې ترڅ کي دهیوادد دوو رسمي ژبو د څرنگتیا خبره ده . داخبره یوازي په افغاتستان کي دیوې لانجې په توگه نه ده . دنړۍ په ډیرو هیوادونو کي دې ته ورته او آن په ډیر بده بڼه آزمایښت شوېده او پایله یې دا شویده چي په دواطلبانه ډول یا په جبري ډول یوې نتیجې ته رسیدلي دي . دا دهر انسان طبیعي حق دی چي په خپلي مورنۍ ژبي خبري وکړي، په خپلي مورنۍ ژبي زده کړي وکړي او په خپل طبیعي ټولنیز ژوند کي که په خپله ټولنه کي ژوند وکړي ټولي اقتصادي او اداري راکړي ورکړي په خپلي مورنۍ ژبي تر سره کړي . دا حق د نړۍ په ټولو بشري حقونو اوکنواسیونو کي د ملگرو ملتونو د سازمان په قانون کی دبشري حق تر نوم لاندي په رسمیت پیژندل شوی او هیڅوک او هیڅ حکومت نشي کولای دا بشري حق له چا څخه واخلي او یا یې په زور په چا ومني . د افسوس خبره داده چي په افغانستان کي دا حقوق دهیواد د ډيرکيو په خاصه توگه له پښتنو څخه اخیستل شویدی . سکتاریزم اوپه قومیت کي افراطیت دواړه فاشیستي څیرې دي . که دا دقومونو په انډول په افغانستان کی د تلي (ترازو) په دوه پلو کي کیږدو هرومره یو بل په هوا کوي .
تاریخ ته که ښه ځیر شو فارسي-دري ژبي دپښتنو شاهانو اوامپراتورانو په وخت کي دومره وده وکړه چي لا تر نن ورځي پوري ددغو پښتنو شاهانودشاهکاریو آثاردسیمي په هیوادونو کي کوم چي دافغانستان دخاوري جز و موجود دي . د هند نیمي وچي ته به ولاړ شو له پاکستانه نیولې بیا تر هندوستانه پوري او په هر گوټ کي به ووینو چي ددوی د لاس آثار او خدماتوپاتي برخي تر نن ورځی پوري مونږسره خبري کوي . پښتنو شاهانودا کار پدې خاطر ندی کړی چی پښتو ژبي کومه نیمگړتیا لرله، دا کار له یوې خوا د یو شمیر سیاسي مصلحتونو له اړخه شویدی پدې لنډه لیکنه کي دهغو دتوضیح کولو ځای نشته او له بلي خواپه پښتني شاهانو کي دا تعصب موجود نه و. هغوی دواړو ژبو ته دبدن د دوو سترگو په توگه کتل او یو دبل ترمینځ یې ټوپیر نه مانه . د تاسف خبره دا ده چي له ١٩١٩ زېږديز کال راپدېخوا پښتو ژبه دپښتنو واکدارانو له پلوه په بشپړه توگه له پامه ولویده او ځای یې فارسي-دري درباري ژبي ته ورکړ. پښتانه د خپل شمیر له پلوه کوم چی د هیواد اکثریت قشر جوړوي دژوند له ډیرو پرمختکونو څخه لیری پاته شول. د ساري په ډول ښوونه او روزنه . ټول پښتانه دې ته اړشول چي په خپلوسیمو کي په فارسي ژبه زدکړي وکړي او په پوهنتونو کي پښتانه محصلین اړ وو چي په دوهمي ژبي زده کړي وکړي . خبره دې ته ورسیده چي د فارسی ژبوتحصيل لرونکو شمیر تر پښتنو وواوښت . پدې کي گناه د چا ده؟ ګڼ شمیر پښتانه دې ته اړ شول چي تر یوه محدود حده پوري لوړي او یا مینځنۍ زده کړي وکړي او بس . پښتانه د خپل اکثریت په انډول په خپل هیواد کي او په خپلو سیمو کي د هیواد دنورو سیمو په پرتله چیرته چي پښتانه په گڼ شمېر نه دی دژوند له ډیرو اسانتياو څخه بې برخي او لیري ساتل شویدي . د ساري په توگه د هیواد شمالي برخي اوجنوبي برخي په پرتله ایز ډول یو د بله ځمکه او آسمان دی .
په اوسني وخت کي افغانستان په یوه ډیر حساس پړاو کي دی . هیواد د سیاسي اواقتصادي بیا جوړوني په درشل کي دی . د تاریخ په دغي حساسي مرحلې کي دا په ټولو افغانانو پوري اړه لري چي څه ډول سیاسي نظام جوړوي، په څه ډول د توکمونو انډول ساتي او په څه ډول دیوې با ثباتي ملي ډیموکراسي لپاره هلي ځلي کوي او په څه ډول حق حقدار ته سپاري . دغو پوښتنو او هیلو ته د هیواد پارلمان ځواب ویلای شي او پارلمان دی چي یوه حکومت ته یا بقا ورکوي یا فنا. دهیواد راتلونکی پارلمان باید دداسي کسانو په وجود کي خپل ځانگړی افغاني جوړښت ولري چي له هر راز گروهي او ډله ایزو منفي سیالیو څخه خلاص وي او یا داسي جوړښت ولري چي ښکېلي ډلي د ملي هویت او ملي بقا لپاره یو د بل تر څنگ دکار کولو وس او حوصله ولري . د هیواد د پارلمان استازی باید په افغاني ملي روحیې سمبال وي تر څو د هر سم او نا سم کار جاج په مسولانه ډول واخیستلای شي . دوی باید هیڅ راز غیر افغاني سازش ته غاړه کږه نه کړي او خپل صلاحیت او مسوولیت په ملي روحیې وپیژني او له هیڅ راز غیر ملي او غیر افغاني عناصرو سره د آشتۍ روحیه و نلري . پارلماني استازیو ته ښایي چي :
١_دسواد څښتن وي خصوصا لوړي زدکړي ولري او موکلیونو ته ښایي چي له خپله مینځه داسي استازی وټاکي څوک چي وکولای شي دهغوی غږ په ډانگ پییلې توگه د حکومت تر غوږ ورسوی . په ملي سیاسي روحیې سمبال وي او له سیاسي سواد برخمن وي .
٢_ لکه څنگه چي پښتو او دري ژبي د هیواد رسمي ژبي دي دپارلمان درې ژبي او پښتانه استازي باید په دواړو رسمي منل شویو ژبو پوره حاکمیت ولري . یوازنۍ استثنا دي دغیر دري ژبو او غیر پښتنو په اړه و منل شي او بس.
٣_پارلماني غړي باید په هیڅ راز بشری ضد جرمونو کي ښکېل نه وي .
٤_ پارلماني غړي باید داسي کسان وي چي د روس پلوه رژیمونو دگوندونو غړي نه وي او هم داسي کسان او گوندونه دي نه وي چي دروسانو د واکمنۍ په وخت کي پر هیواد باندي د تپل شویو رژیمونو دسیاستونو دمصلحتونو پر بنسټ جوړشوی وي او یا هغه څېرې کومي چي دروسانو د تیریو په وخت کي یې په لوړو څوکیو کي کار کړی وي.
٥_ پارلماني غړي باید داسي کسان وي پر کومو چي د هیواد د ورانۍ او ویجاړۍ تور نه وي .
٦_ د پارلمان ویاند اود هغه مرستیالان باید داسي کسان وي چي د هیواد په داړو رسمي ژبو پوره حاکمیت ولري، په سیاسي چارو پوه وي او ټولو سیاسي نزاکتونو ته په شفاف او ملي زړه سوانده توگه ځواب وویلی شي .
٧_په پارلماني بحثونو کي باید په دواړو رسمي ژبو بحث وشي . که پښتون پارلماني غړي له حکومت څخه کومه پوښتنه ولري او یا د کوم کار سپیناوی غواړی لازمه ده چي د حکومت هر مسول غړی چي ځواب ویونکی وي هغه ته په پښتو ځواب ووایي او بر عکس ددري په هکله په همدا شان . له دې کبله په حکومت کي د کابینې غړی په خاصه توگه او په عمومي توگه دحکومت کوم هغه لوړوتبه غړی چي دپارلماني بحثونو ته غوښتل کیږي باید د هیواد په دواړو رسمي ژبو پوره دپوهي او خبرو استعداد ولري . پدې ډول حکومت ته لازمه ده چي په خپلي کابینه کي داسي غړي ولري چي دهیواد په رسمي منل شویو ژبو په فصیح ډول نه په گوډ او مات ډول خبري وکولای شي . پدې ډول کیدای شي چي په هیواد کي د ملی ډیموکراسۍ د بنسټ ډبره کیښودل شي اوټول په گډه سره کار وکولای شي .
دډیموکراسۍ ادعا یوازي په ویناوو نه کیږي او یوازي دکاغذ پرمخ نه باید پاته شي . دیوې ریښتوني ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره نشي کیدلای چي یوازي دډیموکراسۍ ناندرۍ ووهي او یا دډیموکراسۍ اکټ وکړي . عملي ډیموکراسي دعملي گامونو له اوچتولو سره تامینېدالای شي او بس .
په درناوي
پوپل پردیس کاناډا