د روان ٢٠٠٩ کال دجون په ٧ نيټه دا وپايي اتحاديی ( EU ) دپارلمان دپاره په غړو هيوادونو کی ټولټاکنی ترسره او په رسنيو کی يی پراخ غبرګون وموند . تر هغه ځايه چی ما ته څرګنده ده ان دهغو افغانانو ډيرۍ چی په پخپله په اروپا کی داوږدو کلونو راهيسی ميشت دی ، دنړۍ په کچه ددغه ډير مهم اروپايی ارګان په اړه يی يا د پوره معلوماتو ترلاسه کولو موقع پلاس نده ورغلې او يا به يی هم پام نه وی ور اړولې ٫ ځکه يی نو په هکله ډير لږ معلومات لری . له همدی لامله غواړم د( EU ) دکړو وړو په اړوند لاندی څو لنډی کرښی دلوستونکو سره شيريکی کړم :
د ( EU )
دجوړيدو موخی :
ددغه کار بنسټيزه موخه په اروپاکی په ګډه سره دګډوستونزو ح
لول دی چی اقتصادی اوټولنيزه پرمختيا ٫ په نړۍ کی داروپا درول جګول ٫ داروپايی اوولسونو دحقوقو اوګټو سات
او همدارنګه ددوی دازاديو ٫ امنيت اوټولنيز عدالت تامينول يی په سرکی راځی . ددغو موخو دباوری ترلاسه
کولو په هيله اتحاديی يو لړ موسسی يا انستيتوتونه هم منځته راوستې دی .
د ( EU ) لنډه تاريخچه :
دويم
نړيوال جنګ په اروپاکی پراخه ويرانی منځته راوستل او خيرغوښتونکې سياستوال يی پدی سوچ کی واچول چی څنګه وکو
ای شی دداسی ناورين دبيا پيښيدو مخنيوۍ او دتير شوی جنګ نه د راپاتو ناخوالو او ورانيو بيا رغاونه وکړی .
هغه مهال په اروپايي نقشه کی ډير بدلون راغلې وو او اروپا نوره دنړۍ دپيښو مرکز نه ګڼل کيدله ځکه امريکا او
شوروی اتحاد دداسي سترو زبرځواکونو په توګه راڅرکند شول چی نړۍ يی پر دوو لويوسياسی قطبونو وويشل
.
دا ډول توکو لکه د ډبرو سکرو اوفولادو د دويم جنګ په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول د
لود . ددی پخاطر چی ددغو موادو څخه دبل جنګ دپاره کار وانه خيستل شی ٫ شپږو هيوادونو لکه فرانسی ٫ المان ٫
ايټاليا ٫ بلجيم ٫ هاليند او لوکزامبورګ پخپلو کی پدی اړه په ١٩٥٢ کال يو تړون لاسليک کړ .
څو کاله وروسته په ١٩٥٨ کی دغو ٦ هيوادنو يو ګام مخته واخيست چی اروپی ا
تصادی ګډه ټولنه او داروپايی اټمی انرژۍ ګډه ټولنه يی جوړه کړه . دی کار ديوه پراخ ګډ بازار د رامنځته کولو
دپاره لاره پرانيستل . ورو ورو د٦ هيوادونو سره يو په بل پسی نور اروپايی هيوادونه هم ملګری شول . په اتيايمو
کلونو کی دی ګډ بازار دومره وده وکړه چی هلته توکو ( اجناسو ) ٫ خدماتی چارو ٫ اشخاصو او پانګی ازاد دوران او
تګ راتګ کولای شو .
په ٩٠ - يمو کلونو کی دماستريخت Maastricht تړون منځته راغی
چی له مخی يی بايد ګډ پولې واحد ټاکل شوې وای . پر همدی بنسټ په ٢٠٠٢ کال داروپا دوولسو ١٢ هيوادونو ( ايورو )
دګډو پيسو په توګه ومنل . وروسته يی دخارجی او امنيتې سياست ٫ دپناه ورکولو او مهاجرت سياست ګډ اړخونه هم دځان
دپاره وټاکل . دنوموړی تړون له مخې داروپايي ګډ بازار نوم و اروپايی اتحاديی ( EU ) ته واوښت .
په ٢٠٠١ کال د Nice تړون سره سم اتحاديی ته نوره هم دپراختيا لاره خلاصه او په
٢٠٠٤ کال لس نورهيوادونه ورننوتل . دی کار پخپل وار ديوه ګډ اساسی قانون اړتيا منځته راوستل . خو په ٢٠٠٥ کال
دفرانسی او هاليند خلګو په ټولپوښتنو کی دی قانون ته منفی رايی ورکړی چی ورسم يی لړۍ وځنډول شوه او لاتر اوسه
يی هم برخليک پوره روښانه ندی .
دا مهال په ( EU ) کی ټولټال ٢٧ هيوادونه
غړيتوب لری او په لاندی کلونو کی ورګډ شويدی :
- انګلستان ٫ ايرليند او ډنمارک په ١٩٧٣ کال .
- يونان په
١٩٨١ .
هسپانيه او پورتګال په ١٩٨٦ .
- اطريش ٫ فنليند اوسويدن په ١٩٩٥ .
- قبرس ٫ چک ٫ استونيا ٫
اتويا ٫ ليتوانيا ٫ هنګری ٫ مالتا ٫ پوليند ٫ سلواکيا او سلاوينيا په ٢٠٠٤ کال .
- بلغاريا او رومانيا په
٠٠٧ کال .
اروپايی اتحاديه دغړو هيوادونو دپاره په هغو برخو کي چی تړون
ښودلې دی ٫ قوانين تصويبوی . په اتحاديه کی د غړو هيوادونو تر منځ دګډ کار دغه شکل له دوديز نړيوال ګډ کار نه
وړ او فرامليتی دی . ددی خبری مانا داده چی په دوديز شکل کی نړيوال تړونونه هغه وخت اجرائيوی واک ترلاسه کوی
چی دتړون په اړوندو هيوادونوکی يی پارلمانونه تائيد کړی . مګر په ( EU ) کی دی کار ته ضرورت ځکه نشته چی غړو
هيواونو دخپلو پارلمانو يوه برخه تقنينی واک نوموړی اتحاديی ته سپارلې دی . په اتحاديه کی که يو غړۍ هيواد
ديوه قانون په اړوند منفی رايه هم ورکړی او قانون داکثريت په رايو تصويب شی ٫ ټول
غړې هيوادونه يی داجراکو
و مکلفيت لری .
يو بل شی چی ( EU ) ته د دوديزو نړيوالو همکاريو نه توپير ورکوی ٫
هغه ديو لړ موسسو شتون دی چی مستقل کار کوی لکه : اروپای کميسيون ٫ اروپايي پارلمان او اروپايی محکمه .
ددی دپاره چی داتحاديی په کړو وړو باندی لږ غوندی خبر شو پکار ده جوړښت ته يی سر ور دننه او له نژدی نه يی وګورو :
اروپايی شورا (
وړه غونډه ) :
دا شورا چی په عادی توګه په کال کی دوه ځله غونډی کوی
٫ دغړو هيوادونو مشران او د اروپايی کميسيون رئيس ورپکښی ګډون لری . ځينی وختونه دخارجی چارو وزيران هم ورته
رابلل کيږی . دا په اتحاديه کی ترټولو لوړ ارګان دی او مهمی سياسی پريکړی لکه د ( EU ) پراخول ٫ د ( EU )
تړونونه څيړل يا په نړيواله کچه د ( EU ) سياست ټاکل ددی شورا په دندو کی راځی . پدی شورا کی پريکړی يوازی
دټولوغړو په همږغۍ او درايو په اتفاق ترسره کيدلای شی . دشورا رياست په نوبت سره د ٦ مياشتو دپاره ديوه غړی
هيواد دمشر پرغاړه دی .
شورا :
دا په واقعيت کی د اتحاديی ترټولو لوړ تقنينی ( قانون جوړولو ) ارګان دی چی يا پخپله اويا د( EU ) پارلمان سره
په ګډه قوانين تصويبوی . شورا په قانون جوړولو کی دپارلمان مشوری اخلی اونظر يی اوری خو داخيرنيو پريکړو ص
احيت يی خپل دی . په اړوندو چارو کی د غړو هيوادو سکتوری وزيران ددی شورا غړيتوب لری ٫ مثلا ً که دچاپيريال په
اړه دقانون تصويبولو ته اړتيا وی نو داړوندو هيوادونو دچاپيريال وزيران سره کښينی او شوراجوړوی . دلته هر
وزير دخپل هيواد د وګړو په تناسب يو ټاکلۍ تعداد رايی لری . په شورا کی ځينی چاری په اکثريت سره غوڅيږی خو دځينو
ټاکلو چارو دپاره بيا درايو اتفاق ته اړتيا په پام کی نيول شويده . که څه هم نوموړې شورا تقنينی واک لری خو دت
نين ابتکار بيا دکميسيون دنده ګڼل شويده .
اروپايی کميسيون :
داکميسيون د ( EU ) دغړو په برابر ٢٧ تنه غړې لری . په کميسيون کی دبحث پروخت ه
يوغړۍ دخپل هيواد ګټی نه بلکه دټولې اروپا په کچه ګټې په نظر کی نيسی . دکميسيون رئيس داروپايی شورا په
سپارښت او دپارلمان په تائيد ټاکل کيږی مګر غړی يی اړوند هيوادونه د پنځو کالو دپاره معرفی کوی .
کميسيون داروپايی شورا دپريکړو دعملې کولو په موخه تدابير نيسی او دقانون
دابتکار صلاحيت لری . ددی خبری حقوقی مانا داده چی کميسيون دقانون جوړولو وړانديز کولای شی . په غړو
هيوادونوکی د ( EU ) دتصويب شوو قوانينو دعملې کولو دکنترول چاری هم ددی کميسيون پرغاړه دی . که چيری کوم
هيواد ديوه قانون څخه عدول ( تيرۍ ) کړی وی ٫ کميسيون کولای شی اروپايی محکمې ته يی راجع او د دعوی اقامه و
باندی وکړی
اروپايی محکمه :
نوموړې مح
کمه هم ٢٧ غړی لری او دنده يی داروپايی قوانينو څخه دسر رغړونکو هيوادونو د دوسيو څيړل اوتعقيبول دی . دا مح
کمه د اتحاديی دغړو هيوادونو ترمنځ او همدارنګه د ځانګړو غړو هيوادو او اتحاديی ترمنځ کشالې څيړی او پريکړی
کوی . دغړو هيوادونو محکمی کولای شی داړتيا سره سم ددی محکمی څخه مشوری اودابهام پروخت دقوانينو په هکله
تفسير ترلاسه کړی .
اروپايی پارلمان
:
تر ١٩٧٩ کال پوری ددی پارلمان استازی دغړو هيوادونو دپارلمانولخوا معرفی
کيدل ٫ خو لدی نه راپدی خوا په هرهيواد کی دمستقيمو ټاکنو دلاری ټاکل کيږی . په پارلمان کی د ٢٧ هيوادو څخه
داستازو ټوليزتعداد ٧٨٥ تنو ته رسيږی چی دهرهيواد برخه دهغه د وګړو په تناسب ټاکل شويده . دبيلګی په توګه
نمارک پدغو اخيرنيو ټاکنو کی ١٣ تنه ورته غوره کړه . پارلمانی ګروپونه دلته دهيوادو دتابعيت له مخی نه بلکه
د ګډو سياسی نظرياتو پر بنسټ جوړيږی . مثلا ً دټولو غړو هيوادو سوسيال دموکراتان پخپلو کی يو پارلمانی ګروپ
جوړوی چی ګډی سلامشوری او ګډ وړانديزونه کوی . پارلمان حق لری دشورا او کميسيون نه پوښتنی اويا له دوی نه
دسياسی ابتکار غوښتنی وکړی . پارلمان همدارنګه کولای شی دکميسيون څخه دباور رايه واخلې . دقانون دوړانديز ص
احيت دپارلمان دنده نده ځکه دا کار کميسيون ته سپارل شويدی .
دا وو داروپايی اتح
اديی دجوړښت او کړو وړو په اړه اړين معلومات چی په لنډ ډول وړاندی شو او هيله ده هغو وطنوالو ته چی لاتراوسه
يی پدی باره کی معلومات کم وو ٫ په زړه پوری ګرځيدلې وی .
پای