د الحاج امين باوري ليکنه
نه د خدای (ج ) نه د رسول عليه السلام او نه ئې د بندګانو غوښتنه وه خو غوايي دوه بدشکله او ﻵ مثاله غوايي وزيږول ٠ يوه ئې د اومي او بل ئي د اتمي نومونه خپل کړل ٠ حيرانونکې خو لا دا وه چي ؛ د اومي ولادي او نسائي تکليف او زه چګي لا پای ته نه وو رسيدلی چي د اتمي غوايي سترګي دنيا ته سپيني کړی ٠
د اومي غوايي دزوکړي په شيره او ليټۍخوراک کي ، د کورنې غوا او غويو برسيره د همسايه کلي غوا ، غويو ، او سخوندرکيو ګډون کړی ؤو ٠
د غوايي د زوکړي په ورځ د کلي خلګ مامتو سړکونو ته را ټول سول او غوايي ته يې ښه راغلاست ووايه ، د خدای (ج) څخه يې د غوايي د لا ښه خدمت او په کلي کي د ښه يوې او غوبل تمنا وکړه ٠
د کلي د خلګو دوعاګاني په لپو کي سپي وڅټلې ٠ د کلي خلګ د مبارکۍ پر کمبله بې عزته سول ٠ غويی په يوه ورځ دومره لوی سو چي غوښتل يې د خپلو پلرونو د عمرونو عمرونو لاره په يوه ورځ طې کي ٠
د قوماندې سره سم د اومي غوايی ټول زيږيدلي په کلي راګډ سول ، نه يې چاته کور نه کالي او نه هم ډوډۍ پريښوده ، ټول کلي يې په لغتو او ښکرونو داسي اباد کړ چي د کلي خلګو چا هغه دونيا ښه وګڼل او چا هم کلی پريښود ٠
د داسي غويو شمير يوازي پر کلي نه ختميده ، بلکي همسايه غوايي ، سيمه ايز غوايي ، او نړيوالو غوايانو يې ملاتړ کاوه ٠
تجربو او روايتونو ښودلې ده چي د غوايي له سره رنګ څخه ډير بد راځي ، خو دلته خبره سرچپه وه ، سور رنګ يې د زړونو وړونکی رنګ و خو د زرغون او تور رنګ سره په ښکر و ٠
د اومي غوايي لا د ورځي بلوغ ته نه وو رسيدلی چي اتمي غويی وزيږاوه د کلي د خلګو مځکي او پټي لا شاړي پراته وه ، لا يې د اوومي غوايي نکلونه پر ژبه پاته وه ،لا يې د جنجال نه د خلاصون لاره لټول چي بل مصيبت وزيږيد ، بلي بلا بچې راوړ ، بل ناورين را پريوت ٠
دا بيا داسي په وړيو پټ ، په پښو نری ،په سر غټ ،په عقل کم و چي نه د خپل او نه د بل په کيسه کي و، ويل يې چي دا دنيا د خېټي د مړولو او يارانو ته د ښه تبيله خانو د جوړولو او د خپلو حقه حقوقو د لاس ته راوړلو ده ٠ د اوومي غوايي مبارکۍ ته خو خلګ راغلي وه ، خو د اتمي غوايي دا تکليف د کلي پر خلګو ونه لوريدی ، د کلي هر کور ته يې په خپلو لغتو او ښکرونو ، مايوسي انديښنې او غمونه ډالۍ کړل ٠
دپيړۍ مړۍ زموږ کلي ته دا وه چي د خپلو دواړو غوايو واک يې له لاس نه و وت ٠ لا تر اوسه د پيړۍ دا لړۍ زموږ مړۍ ده ٠