د ترکمنستان د ګازاوتیلود نل لیکو غځول ( لومړۍ برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2675
استاد قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2005-04-29

د غويي نهمه ١٣٨٤ [ددغې  شننی لیکونکی  استاد قریب الرحمن سعید  د افغانستان  سیاست  پوه  او اقتصاد پوه دی  چي همدا اوس داوسلو په پوهنتون  کي د ټولنیز  اقتصاد په عالي انستیتیو ت کي د ټولنیز اقتصاد په  ساحه کي لوړي زده کړي کوي ]     ددې ليکني لومړی برخه    دوهمه برخه   دريمه برخه

 ستونزي او هیلي

لومړۍ برخه :

د روان عیسوي کال د اپریل د میاشتي پر ۱۲مه نېټۀ د افغانستان ، ترکمنستان او پا کستان د تجارت او صنعت د وزیرانو تر منځ  په اسلام اباد کي د ترکمنستان د ګاز د نل لیکي  په هکله یوه دوه ورځني غونډه و شوه  چي په  هغې کي په دې ستو نزو  غور و کړي چي څرنګه او په  څه ډول  دغه نل لیکه د ترکمنستان  څخه د افغانستان له لاري تر پا کستان پوري و غزوي .  التبه ددې تر مخه د ۲۰۰۴ عیسوي کال  په لمړیو  کي ددغه یاد کړل شوو هیوادونو درې واړو ولسمشرانو یعني حامد کرزی ، نظربایوف او مشرف  تر مینځ  هم په دې هکله په اسلام اباد کې خبري اتري تر سره شوي وې اود هماغي خبرو وروسته دغه  د وزیرانو غونډه  هم  جوړه شوه. دغه غونډه به نژدې شپږ میاشتي وروسته بیا جوړیږي او  ددغي نل لیکي د غزولو په هکله به یو ځل بیا جاج اخلي .  خو پا کستان په دې هکله لږ څه  شکمن  ښکاري ، همدا لامل دی چي د پاکستان صدراعظم  شوکت عزیز اعلان وکړ چي غواړی د ترکمنستان  د ګازو او نفتو تولیدونکوسیمو  ته یو هینت و استوي او ددې هیئت له لاري ځان ډاډمن کړي چی ریښتیا هم ترکمنستان د ګازو دومره  زیرمي لري چي پا کستان  ترې ګټه پورته کړي .

په دې کي هیڅ شک نه شته چي پا کستان یو نوی را ټو کیدلی  صنعتي هیواد دی او غواړي د خپل صنعت د ودي له پاره نه یوا زي  په سیمه کي بلکه په نړیواله سیالي کي د خپلو رقیبانو او په ځانګړې تو ګه د هندو ستان په مقابل کي خپله بر لاسي ٍثا بته کړي . همدا راز په پا کستان کي ګاز نه یوازي په صنعتي  اړخ کي بلکه د سون د موادو په څیر هم د ډیر اهمیت وړ دی او ددې لوري پا کستان کو لای شي چي خپلو او سیدونکو ته د  ګاز د اسانتیاو په برابرولو سره د خپلو طبیعي ځنګلونو د ودي او خوندي سا تلو په برخه کي ګام پورته کړي خو دا چي ددې نل لیکي د غځولو  او ددې پلان د پلي کولو تر مخ کو م خنډونه مو جو دي او ایا پاکستان  پخپله ددې  پرو ژې تر مخ ستر خنډ جوړو ي او که نه ،  په لنډه  تو ګه ورته اشاره کوم  خو اوس ددې نل لیکي د غځولو تر شا  چي پخوا کومو عواملو  کار کاوه  په لنډه تو ګه بیانوم

د نل لیکي د غځولو تر شا عوامل :

ددغه نل لیکي تر شا مختلفو عواملو کار کاوه  او تر ټولو ستر عا مل یې داو چي غرب او په  ځانګړی تو ګه امریکایان غواړي په ترکمنستان او مرکزي اسیا کي د تیلو او ګازو غني  هیوادونو طبیعي  زیرمو  ته لار پیدا کړي په دې هکله امریکایانو لاد پخوا څخه  خپل پلانونه  جو ړکړي و ځکه هغوی غو ښتل  چي د عر بو د خلیج  په تیلو تو لیدونکو هیوا دونو باندي خپله تکیه کمه کړي او د تیلو او ګازو نو رو زیرمو ته چي په ځا نګړی تو ګه په دې وروستیو کلونو کي یې د روسانو د امپرا طورۍ څخه  خلاصون مو ندلی لار پیدا کړي . ځکه  امریکا په داسي حال  کي چي پخپله تیل او ګا ز تولیدوي خو د هغې زیرمي ډیري نا کافي دی اود هغوی د خپل صنعت او  و سا یلو د متحرک پا ته کیدو له پاره دغه ډول بهرنیو طبیعي زیرمو ته  اړتیا لري . په دې اساس هغو، دغه زیرمي که په  زور وي او که بې زوره،  غواړي تر خپلی و لکې لاندي راوړي امریکایانو  د مرکزي اسیا په زیرمو هغه وخت  خپلی سترګي نوري هم کلکي کړي  چي د فلسطین او اسرایلو په کشمکش  کي ، هغه وخت  چي امریکایانو په څرګنده تو ګه  د اسرایلو پلوي و کړه او دهغه دخت د سعودی فرمانروا  ملک فیصل د نورو عربي تیلو او ګازو تو لیدونکو  هیوادنو سره یو ځای  په امریکایانو باندي د تیلو  خرڅلاو  د لنډی مودې له پاره و ځنډاوّه .چي دغه حالت  امریکایان او د هغوی  اقتصادي او ورځنی ژوند  د ډیرو  ستو نزو سره  مخ کړ. ددې حالت  د پای ته د رسیدو وروسته بیا هغه وخت   امریکایانو  ته ډیر زیان ور ورسید چي عراق په کویټ  باندی لښکر کشي و کړه  او کویټ یې د خپلي ولکې لاندي راوست  او امریکا ته د تیلو  لېږد  و ځنډید. که  څه هم د عراق په دغه برید کي  د عراقي د وخت  ولسمشر  صدام حسین  سره  په عراق کی د امریکا د سفیري مشورې هم  ملګري وې  خو امریکا دغه موقع او فرصت  غنیمت و ګا ڼه او د کویټ  څخه د عراقی لښکرو  د راویستلو او هلته د خپلو عسکري ځواکونو د ځای په خای کولو  او د کویت په طبیعی زیرمو د پوره و لکې د پید ا کولو فرصت په لاس ورغی  خو تر څنګ یې د صدام رژیم  کمزوری کړ او د عراق په ګډون یې د هغې په ګانډیو هیوادنو کي په زور  خپل عسکري ځوا کونه پلی کړل . ویل کیږي چي په  کویټ  کي د کویټ  د او سیدونکو  څخه د امریکایي ځوا کونو  شمیره هلته ډیره ده . همدا راز په سعودیي ، بحرین ، ابو ذهبی ، عمان  او ...........نورو تیلو تولیدنو  هیوادنو کي یې خپل فو ځونه  پلي کړل او ددغه هیوادنو په طبیعي  زیرمو یې تسلط پیدا کړ او د راتلو نکي احتمالی خطر  د بیا را پیښیدو  څخه یې ځان خو ندي کړ. خو ددې هر څه سره سره بیا هم امریکا یان او غربیان د مرکزي اسیا د طبیعي زیرمو څخه غا فله  نه دي پاته .  په دې اساس یې پر یکره و کړه چي د مرکزي اسیا د هیوا دنو طبیعي  زیرمي په هر قیمت چي کیدای شی  باید تر خپلي و لکې لاندي راوړي .

خو  هغه څه  چي په هغه وخت کي ددې ستري پرو ژې تر مخ  خنډ و هغه د روس امپراطوري وه  ،  د ۱۹۷۹ زېږديز کال د ډسمبر په ۲۶ مه نېټۀ په افغانستان باندي دروسي سر ولښکرو یر غل او بیا د افغان ولس بې دریغه او بې ساري تاریخي مقاومت  روسان د خپل  ټول ځوا ک سره د ماتي سره مخ کړل  چي دغه ماتي د روسانو امپرا طورۍ ته هم د پا ی ټکی کیښو د او د مرکزي اسیا د اسلامي هیوادنو د استقلال او ازادۍ له پاره لاره همواره شوه . دغه کار  یو ځل بیا امریکا یان  دې ته و هڅول  چي په خپلو پرو ګرامونو یو ځل بیا غور و کړی .

ددې تر څنګ  ترکمنستان  هم چي نوی نوی د روسانو د زبر ځواکۍ څخه ازاد شوی و  د خپل نوي را ټو کیدلي اقتصاد دودي له پاره يې غو ښتل چي خپل ګاز او تېل چي یو وخت د روسانو ملکیت  حسا بیده  د هغوی د ملکیت  څخه  را و کاږی  او ازاد بازار  ته یې د نړيوال مارکیټ په قیمت  ورو رسوي .  هغوی  ته  هم دغه لار او د امریکایانو د کمپنیو سره  د ګاز او تیلو د ترسیل کار  ډیر  ارزښتناکه  ښکاریده  نو په همدې اساس یې هو ډ و کړ چي خپل د ګازو او تیلو نل لیکي د همدغه کمپنیو له لاري نړيوال مارکیټ  ته عرضه کړي .

افغانستان  هم چي یو له وروسته پاته هیوا دو څخه دی او اقتصاد یې تل  د نورو په مالي بسپنی ولاړ وي دغه ستره اقتصادي پرو ژه ورته تر ډیره حده  ګټوره  ښکاریده او او س هم ورته ښکاري نو په دې اساس یې  د هر چا نه زیات ددې پرو ژی په پلي کولو کي دلچسپي ښووله . 

 

د تیلو د کمپنیوترمینځ مسابقه .

 د ۱۹۹۲ کال  یعني د ډاکتر نجیب  الله د رژیم د سقوط  وروسته ګران هیوا د د یوه ستري انارشۍ سره مخامخ شو که څه هم هلته په هیوا د کي ددوه میاشتو او څلو رو میاشتو دوره ایز جمهوری ریاستونه جو ړ شوی  و خو په واک باندي د مسلط پاته کیدو نارو غتیا او لکه د کمو نستانو په څیر د پر دیو په مټو د کابل په تخت تر او ږدې مو دې پوري پا تي کیدل   دغه انارشي نوره هم زیاته کړه ګاونډیو هیوا دنو لکه روس ، ایران او پا کستان  هم د خپلو ګټو  د په نظر کي نیولو په اساس په جنګ  کي را ښکېل ځواکونه په شا ټپول اوامریکایانو انګلیسانو د پټي خولې د پالیسیو په اختیارولو سره ددغه دردمن حال د نور هم اوږودلوو هڅي کولې .

په دغه وخت کي او یا ددې څخه د مخه څو کمپنیو د ترکمنستان څخه د افغانستان  له لاري د تېلو او ګازو د نل لیکي د غزولو د ټیکې د اخستلو په مسا بقه کي برخه د رلوده چي مشهوري کمپني یې د امریکا د یونیکال ، د ارجنټاین  برایډاس  او د سعودیانو لخوا تمویل شوې کمپنی  ډلټا  وه .  مسا بقه په دې کي وه چي کومه کمپنۍ به و کولای شي دغه د ملیاردو ډالرو پراجیکټ تر ګوتو کړي او ددې ایجاره به تر کلونو کلونو پوري په خپل وا ک کي ولري . هر ي کمپنۍ که له یوه اړخه  د ایجارې مسابقه درلوده خو دبله اړخه یې د خپلي دغه مسابقې د ګټلو له پاره  افغاني کار پو هانو ته هم اړتیا درلوده . نو په دې اساس یې د افغاني کار پو هانو د را جذبولواو ان تر دې چي ځینو وزارتونو ته په رشوت ورکولو پیل و کړ.  په دې هکله ما ته د صدراعظم یو پخوا ني معاون وویل  چي د بهرنیو چارو د وزارت له لاري یې یو میلیون ډالر د یو نیکال د کمپنۍ له اړخه بسپنه تر لاسه کړي که څه هم دا څر ګنده نه شو چي د ا بسپنه یې د خپل ځا ن له پاره تر لاسه کړې وه او که د حکومت او یا ولس له پاره وه . ماهّڅه و کړه چي د اوسني ولسمشرحامد کرزی چي په هغه وخت کي د بهرنیو چارو د وزارت د معین په څیر یې کار کاوه او کله کله به مود ښو دوستانوپه څیر د خپل هیوا د په سیاسي او نظا مي وضعه هم بحث کاوه ، په دې هکله و پو ښتم  خو دنورو ورځنیو مسایلو د ډیرښت په اسا س مي و نه شوکولای د غه مسله و څیړم . په هر صورت دا یوه ّ مسله وه چي کمپنیو غو ښتل د افغانستان د لاري د ګاز او تیلو د نل لیکي په غزولو کي ډیرو اړوندو او نا اړوندو و ګړو سره لاره پیدا کړي او په دې هکله ډیري پټي او ښکاره موامری او سازشونه روان و. او همدغه موامری او سا زشونه و چي په ګران هیوا د کي دسترو سترو بدلونو او پیښو د را پیدا کیدو لامل و ګرځیدل .

د بدلونو را مینځته کیدل .

امریکایانو غو ښتل د غه نل لیکه په ډیره کمه موده کي و غځیږي . ځکه هغو د عربو د خلیج  او تیلو تو لیدونکو هیوا دنو له پاره نوي پرو ګرامو نه در لودل . تر څنګ یې د کویټ په مسله کي د عراق او امریکا تر مینځ دوستي په دښمني تبدیله شوې وه او هغه د تېلو نل لیکه چي دعراق څخه یې تېل د امریکایي کښتیو  په لور وروړل هغه د امریکایانو پر مخ تړل شوې وه . د لیبیا  تیلو ته هم امریکایانو لاس نه شو ورغځولای  نو په دې اساس ددغي نل لیکي د غزولو له پاره باید ټول شرایط برابر شوی وای . او تر څنګ یې دغه ستره پرو ژه هم باید یوازي او یوازي د امریکایي کمپنۍ یونیکال په لاسونو پلي شوي وای او هغه سیمي چي دغه نل لیکه ترې تېریده باید د نل لیکي د امنیت تامین په کي خوندي وای خو متاسفانه چي دغه شرایط په هیڅ صورت برابر نه و . ځکه چي که له یوه ااړخه ګاونډیو هیوا دنو نه غو ښتل په افغانستان کي یو ٍثابت او مستقر نظام جوړ کړل شي او تر څنګ یې روسانو د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خو ندي سا تلو په خاطر د شکل په بدلو ن سره  د شمال  د سميه ايزو قوماندانانو له لاري خپل ا غېز ثابت و سا ته او د خپلو پخوا نیو پولو د خو ندي سا تلو په خا طر داسلام اواسلامی انقلاب  اغېز کم کړ. خو د بل لوري د امریکایانو دلچسپي هم  په افغانستان کي د په اصطلا ح د مجاهدینو د نظام سره له منځه تللې وه  ځکه چي په افغانستان کي د جها د او اسلام خبري کیدې او دا په هیڅ تر تیب د هغوی له پاره ددلچسپۍ سبب نه ګرځېدې .

ماته د ١٩٩٤ زېږديزکال د اکتوبر په  یولسمه  په داسي وخت کي چی د افغانستان پیژندني دمرکز څخه مو لیدنه کوله  یو امریکایي افغانستان پوه وویلی چي( د امریکا حکومت او س په افغانستان کي ډیره لږه دلچسپي لري ځکه مونږ اوس د عراق په ګډون ډیر نور موضوعات خپل مخي ته لر و چي په هغې کي نړيوالي ستو نزي او اقتصادي ستو نزي هم شاملي دي د افغانستان و ضعیت  مغشو ش دی او د مختلفو ډلو تر مینځ  جنګونه په دې مغشو شیت کي نور هم ډیر ښت را وړي . او تر هغې چي په افغانستان کیي د ډلو تر مینځ  شخړي حل نه شي مو نږ ورسره هیڅ ډول اقتصادي مرستي نه شو کولای .  او که چیري امریکا یان کو مک و نکړي نو جا پان ، اروپا ، سعودي ، پا کستان ...هیڅ یو یې هم له تاسي سره کومک نه شي کولای . هغو ی د میږو او ګډو  په څېر دي ، که چیري  امریکا  ګډون  نه کوي نو هغوی یو هم ګډون نشي کو لای . . . .  خارجي هیوادونه  افغانان په دایمي تو ګه نه شي اخستلای بلکي د لنډي مودې له پاره هغوی کرایه کولای شي . . .)

په دې اساس امریکایانو که له یوه اړخه د نل لیکي په غځولو کي پوره دلچسپي درلوده خو له بله اړخه یې د افغانستان په ثبات او امنیت کي او هغه هم داسلام او اجهاد  تر نامه لاندي هیڅ ډول مینه نه درلوده .  او همدا بحران ددې لامل و ګرځېد چي د څلورو کالو وروسته یعني به ۱۹۹۶ کال کي د طالبانو  غورځنګ  مټي را و نغښتي او په کابل یې هم قبضه وکړه .

هغه تحلیل او شننه  چي ددې  غورځنګ  په را منځته کېدو کي یې د نورو عواملو تر څنګ کار و کړ  هغه داوه چي ،  مجاهدینو و نه شوا ی کولای امنیت راولي ،  هیواد د انارشیزم په لور روان دی ،  د تیلو د نل لیکي د غځیدلو  له پاره امنیت خو ندي نه دی او د افغانستان  له لاري مرکزی اسیا ته  د تجارتي لارو  امنیت د بد حال سره مخ دی . خو ددې  ټولو څخه  پورته  عامل دا و چي غربي نړۍ سره په افغانستان کي دهغوی د لاس بل متبادل قیادت  نه و مو جود، او د مجاهدینو څخه یې هم تر اخري حده پوري بد را تلل . ما ته هملته په نبرا سکا کي یو امریکایي پوه وویل چي تر څو چي په افغانستان کي په اسلام کي   هماغسی بدلون را نشي لکه په سعودي کي چي دی  او د جهاد  غږ  ته د پای ټکی کښینښول شي نومونږ به په افغانستان کي د سولي او امنیت  په لور هیڅ  ډول ګام پورته نګړو ( البته  پدې هکله یې را ته په مستقیمه تو ګه وویل چي که مشران مو پخوانی مخلوع پادشاه د منلي قیادت په څېر و مني نو مونږ حاضر یو هر ډول بسپنه وکړو).

نو امریکایانو او غربیانو  د خپلي دغه اندېښنې د را کمولو په خاطر او هلته په افغانستان کي د یوه متبادل قیادت  د را پیداکولو  له پاره د پا کستان په مدرسو کي د افغاني طالبانو په تربیه او ټریننګ لاس پوري کړ .  او بالاخره دغه ډله د پورتنیو اهدافو د تر سره کولو له پاره جوړه شو ددې ډلي په بري او کامیا بیو کي پا کستان ، امریکا او سعو دیانو په ګډه لاس درلود. ا و هدف یې دا وو چي دغه ډله به د پخوانی پادشاه محمد ظاهرشا د بیر ته حاکمیت له پاره ( چي مجاهدینو ورسره کلک مخالفت کاوه) ګټوره ٍثا بته شي . خو طالبانو ډیره ژر خپله پالیسي په خپلو لاسونو کي وا خيسته او خپل ځان ته یې امیر و ټا که او خپل نظام یې جو ړ کړ.  دا چي دا نظام څه ډول او څرنګه پر مخ ولاړ زموږ د بحث او څیړني مو ضوع نه ده  خو هغه کار چي امریکایا نو غو ښته هغه تر سره نه شو . امریکایانو د طالبانو څخه د نورو مهمو غو ښتنو په شمول دغه غو ښتني هم درلودې چی په افغانستان کي د پخوا ني پا دشاه تر مشرۍ لاندي یو ازاد او سیکولر نظام جو ړ کړي او بل دا چي د یو نیکال د کمپنۍ له پاره د نل لیکي د غځولو په خاطر شرایط برابر کړي .  که څه  هم د امریکایانو لمړنۍ غو ښتنه پلي نه شوه خو امنیت په ټولو ځایونو کي خو ندي شو او شرایط ددې له پاره برابر شول  چي دغه نل لیکه و غځیږي . خو اوس د کمپنیو تر مینځ  شخړه وه  .  طالبانو بالاخره د یونیکال  پر ځای ډلټا ، چي د سعو دیانو په ملا تړ یې کار کاوه، و ګمارله  تر څو د نل لیکي د غځولو  کار تر لاس لاندي و نیسي چي داپرېکړه  امریکایانو ته  په هیڅ  قیمت د منلو وړ نه وه . دا او داسي نور عوامل ددې سبب شول چي طالبان هم د امریکایانو د متروکې لاندي راوړي او بالاخره په سیمه باندي د پوره تسلط د پیداکولو په خاطر پخپله د خپل فوځي یرغل له لار ي مسلط شي .

 

ددې ليکني دوهمه برخه دلته ولولئ