د ترکیه د تکواندو ډله اتله شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26860

دخبریدو نیټه : 2009-06-18


ميرويس جلالزی

د ترکیې د تکواندو ملي وبډله د تکواندو د نړیوال جام په سیالیو کې اتله شوه.
د دغو سیالیو دوهم  ځای د ایران لوبډلي  خپل کړ.
د ترکیې تکواندوکارانو ایران ته ۳ د دوه پر وړاندي ماته ورکړه او په دې سره یې د اتلولۍ په سکو باندي ځان  ته لومړی ځال خپل کړ.
د ایران د  تکواندو لوبډلي مربې له ترکیې څخه د ماتې  تر منلو وروسته وویل چې د تکواندو د نړیوال څورلسم جام هم له خوښیو، غم، اوښکو او خنداګانو سره پای  ته ورسید خو ټیم به یې هڅه وکړي او هیڅ کله به  هم په راتلونکي کې د نړۍ  کمزورو لوبډلو ته دا موکه ورنکړي چې مخکښ هیوادونه له خپلې  مخې لري کړي.
ویل کیږي چې په دغو سیالیو کې د دیرلسو نورو تیرو  جامونو څخه په لوی توپیر لوبغاړو له  ف یپیني، نریوچاګي، میدلیوچاګي او تي چاګي حرکتونو څخه ډیر کار واخیست.