بسمه تعالی
علامه محمدمعين الدين
ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
محترمومسلمانانووروڼودمحاسن الاسلام په دې دوه ویشتمه برخه کښی په دې اړه معلومات درکوم چی داسلام ترظهور دمخه په نړۍ کښی وښځوته په کومه سترګه کتل کیدل له ښځوسره دخ ګوسلوک په څه ډول وه اودارنګه په موجوده زمانه کښی هغه داسلام مخالفین چی واسلام اوومسلمانانوته دیوه دام اولومکی دبرابره ولوپه منظور اوداسلام اودمسلمانودبدنامولوپه وجه دښځودحقوقونارې وهی دوی په خپله له ښځوسره څنګه سلوک اورویه کوی اول داسلام ترظهورپه دمخه دوروکښی په نړۍ کښی دخلګوله ښځوسره دسلوک اورويې وبیان ته ځیرسۍ، محترمومسلمانوخوندواووروڼوښځه له مخه تردې چی داسلام ځلانده لمرپرنړۍ باندی راختی په ټولوحضاراتو کښی اودنړۍ په ټولواقواموکښی ښځه په اخیره درجه سپکه بې اعتباره اوبې ارزښته ګڼله کیدله په قدیمه اروپاکښی په رومان اوپه فرس اوپه عربوکښی په هندوانواوپه یهودو اومسیحیینوکښی په ټولوکښی په داسی اندازه کښی ښځی دظلم اودشکنجوښکارسوی وې چی که دتاریخ ګواهی وجودنه درلودلای اوددوی دهغه وخت دمظلومیت بیان چاکولای نوهیچا به نه وای ورسره منلی اوس زه دهغه وخت دهرقوم دظلم اوتیری کومي چی پرښځوباندی به دوی کاوه ځنی بیلګی درته ذکرکوم ،
رومانیین،په رومانیانوکښی دښځی په ارتباط دغی عقیدې جریان درلودۍ چی ښځه یوداسی موجود دۍ چی روح نلری اوکوم عذابونه چی به دوی وښځوته ورکول نودهغوی له جملې څخه دوه قسمه عذابونه ئۍ په دۍ ډول وه ،اول ایشې دلی تیل بې دښځی پرسرباندی راتوۍ کړل اوله سره ترپایه بې دابیچاره په دغه طریقه په عذاب اوپه قتل ورسوله، دوهم ښځه بی دآسانوپه په په پښوپسی وتړله اوترهغه به اسانوپه پښوپسی کشوله چی داغریبه به مړه کیدله،
چینایان،دچین دخلګوله ښځوسره دبدسلوکۍ ځینی بیلګی په دې ډول وې،اوله بیلګه،دچینایانوداعقیده وه چی ښځی د ضررناکه اوناو یوابوپه مثال دی چی دهرقسم سعادت پریولونکې اوله منځه وړونکې دی، دوهمه بیلګه، دهغه وخت چینایان په دې عقیده وه چی هرچینائی داحق لری چی خپله ښځه ژوندۍ په قبرکښی ښخه کړی ، دریمه بیلګه،دارنګه ددوی دارسم ووچی که م یړه مړسی نودده وارثان به دده ښځه دده دمال په ډول په میراث وړی،
هندوان،دهغه وخت دهندوانو دښځی په ان کښی دانظرووچی ښځه دانسان دپاره دمرګ اوددوزخ اودافی ماراودزهرو اوداورپه ډول ده اودانګه دښځوپه اړه ددوی داقانون ووچی ښځه دمیړه له مرګ څخه وروسته دژوندحق نه لری بایدله میړه سره سمه ژوندۍ وسوځله سی ، فا س،دفارس دخلګودښځوپه باره کښی له نروارویو څخه یوه داوه چی ددوی په مسلک کښی داسي ښځه نه وه چي پردوۍ باندي ناروا واي که موروه که خوروه که لور وه هرڅوک چي وه دوي يې له خپلوځانوسره نکاح روابلله اودارنګه ددوي په مسلک کښي ميړه داحق درلودۍ چي پرخپله ښځه باندي دمرګ فيصله صادره کړي،
يهود،يهودوښځه لعنت بلله اودغوايت اودضلالت سبب يې ګڼله اودزنانه مرض په وخت کښي ئې داسي نجسه ګڼله چي خوراک اوچښاک اوورسره کښينستل اودارنګه هرقسم اختلاط يې ورسره حرام باله اودايې عقيده وه چي دښځي پلار ددې حق لري چي دحيوان په ډول يې پربل چا باندي خرڅه کړي والسلام
په دې اړه نوربيا....