عزيز تحريك له زندانه راووت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2697
خيبر ماسکو
دخبریدو نیټه : 2005-04-30

١٣٨٤ د غويي لسمه ( ماسکو )

د پښتو ژبي مشهور شاعر، اديب، ليكوال او ژورناليست، په دې وروستيو ورځو كې د روسيې په فدراسيون كې له زندانه راووت .

 

ښاغلی عزيز تحريك، چې د ٢٠٠١ كال د فبروري په ٢ مه نيټه د يوې كورنۍ كوچنۍ شخړي له كبله زنداني شوي و، د ۲۰۰۵ كال د اپريل د مياشتي په ۲۲ نيټه د څلورو كالو او دريو مياشتو بند له تيرولو نه وروسته را خوشي شو.

 

د بېنوا ويبپاڼي څه موده مخكي د « روسيې په فدراسيون کې د افغاني زندانيانو په هكله د افغانانو ژوري اندېښنې» تر سر ليک لاندي د يو رپوټ د خپرولو په ترڅ كې د هغه په هكله هم يادونه كړي وه .

 

 عزيز تحريك ته چې د نوموړي  پيښي له كبله  د ۶ كاله بند سزا ټاكل شوي وه، د روسيې د قوانينو پر اساس، هر هغه بندي چې د خپل بند له دريو څخه دوه برخي سزا تيره كړي او په زندان كې د زندان له قوانينو څخه سر غړونه و نه كړي، نوره پاتي موده يې د محكمي د حكم سره سم  بخښل كيږي. عزيز تحريك هم د همدغه قانون له مخي آزاد شوي دی .

د بينوا ويبپاڼه،  له زندان څخه د عزيز تحريك د را خوشي كيدو له كبله هغه ته مباركي وايې او د هيواد ټولو فرهګيانو او د هغه مينه والو ته د خوښيې زيري وركوي .

 

 

 

د عزيز تحريك  د شعر يوه بېلګه :

 

پېښه تيره چې شي ژوند كې خاطره شي

د غره اوښكې په كمرو  كې شر شره شي

 

ميوه داره ونه قدر لري بڼ كې

شنډه ونه سوزولو له اره شي

 

لكۍ دار ستوري چې كليو كې څرګند شي

معجزه، قهر د خداي تعبير ښكاره شي

 

چې زړه ښه شي كار پي وشي، دا متل دی

چې زړه بد شي، خلك يو بل ته پره شي

 

زړه خوشمن، آشنا رضا په نرمه ژبه

د شا توري آس سورلۍ په خر خره شي

 

چې ژوندون يې سليمان غوندي مبرم وي

خير موسَی شان يې كه وركه هديره شي

 

د يوسف هډوكې وړي له مصر شام ته

څو ښخ ملك د پلار نيكه كې دوباره شي

 

زموږ مړی مساپر په شرق او غرب  دی

را جمع كله په هر لور نه يو سره شي

 

په لمن كې دي وطنه زيږيدلی

د تا غيږ مي دي كفن او مقبره شي

 

ما ته هر هيواد دوزخ دی بې له تا نه

واشنګټن، پاريس، لندن، شام كه اګره شي

 

بې وسي ده پرديسۍ كې له هر لوري

زړه مي ډك شي، اسويلی سوې ناره شي

 

چې پښي يې له نيمڅي خپلي اوږدي كړي

پريږده، پريږده چې تحريك مړ، غر غره شي