دنشه يي توكيومافيا يوسترګواښ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2710
عبدالاحد پيغام
دخبریدو نیټه : 2005-05-02

عبدالاحد پيغام _ د ۱۳۸۴ كال دغويي دولسمه نيټه

 

دكوكناروكرل اودنشي توكيواستعمال اوقاچاق هغه ستونزي دي چي دڅوكلونو راپديخوا زموږ هيواداوولس ورسره لاس اوګريوان دي.

 ددي ناولي بوټي اودهغه دقاچاق دمخنيوي په خاطر دټول هيوادپه كچه بي امانه

ولسي اوسراسري هڅواومبارزي ته اړتيا ده.

زموږ په هيوادكي دكوكناروكرل اودترياكو،هيروينوقاچاق پخواني سابقه نه لري

يوازي دجګړواوپه تيره بيا دتنظيمي جګړواوپه ځانګړي توګه دطالبانوپه واكمني كي دكوكناروكرل اودترياكواوپوډروقاچاق ديوي ګټوري سوداګري په توګه په هيوادكي پراختيا اوپرمختيا وموندله ، داځكه چي وسله والوډلودجګړي ددوام اودځان دبقا اودخپل واك دخونديتوب لپاره دنشه يي توكيودقاچاق اوتجارت په پيسوجګړي ته دوام وركاوه .

دطالبانوپه واكمني كي دهغوي دجګړو لګښتونه له همدي لاري پوره كيدل .

خوكله چي دسيمي اونړيوالي مافيا ډلي له دي ناولي تجارت اوقاچاق سره ملګري شوي، دي دندي دومره شهرت وموندچي دهيوادټولي كروندي دكوكناروكښت  ونيولي، هرچاهڅه كوله چي ددغه بوټي د كرلواودترياكو،پوډرودقاچاق له لاري زياتي پيسي ترلاسه كړي .

دهيوادله شماله نيولي ترجنوبه اوله ختيزه نيولي ترلويديځه ټول خلك دسيمي اونړيوالي مافيا داجنټانوله لوري د دغه ناولي بوټي كښت  ته تشويقيدل ،اوداسي تبليغات كيدل چي له هررازكروندي او تجارت نه دپوډرواوترياكوقاچاق اوتجارت ګټوراوپه لږ وخت كي دډيروپيسودلاسته راوړلويوازني سرچينه ده .

په اطرافواوښارونوكي دنشه يي توكيودكرلواوقاچاق پرضدهيڅ ډول بنديزونه موجودنه وو،ويل كيږي چي دطالبانوپه وخت كي حتي دپوډرواوترياكوقاچاق اوتجارت دومره ازادووچي طالبانوورباندي ټكس اومحصول لګولي  وو،چا چي به محصول تحويل كړ،په ازادانه توګه يي كولي شو دنشي توكيوتجارت اوقاچاق وكړي .

دطالبانودسقوط نه وروسته داسي فكركيده چي شايد دكوكنارودكرلوكچه راټيټه شي اوورو،وروبه يي دقاچاقواوتجارت مخه هم  ونيول شي خومتاسفانه داسي ونه شول .

كه څه هم دولت ددريوكلونوپه موده كي دنشي توكيودكر،استعمال اوقاچاق په اړوندځيني  ګامونه اخيسي خودهيوادپه ګوټ ګوټ كي دبيلابيلووسله والوډلودواكمني له امله دي كار په زړه پوري نتيجه نه ده وركړي ،اوويل كيږي چي دكوكناروپه كښت اوقاچاق كي دپخوا په پرتله زياتوالي راغلي چي دا كارهم دافغانستان ددولت اوهم دنړيوالو دانديښني وړګرځيدلي دي .

 اوس دافغانستان دولت دنړيوالوپه مرسته په دي اړه يولړګټوراوپياوړي ګامونه اخيستي اوداسي ښكاري چي دولت اونړيوال داهوډلري ترڅوپه هيوادكي په بشپړه توګه ددي بوټي دكرلومخه ونيسي .

لكه څنګه چي ښكاري په نوي حكومت اوكابينه كي دنشه يي توكيوسره دمجادلي اومبارزي په منظوريووزارت هم په دي  اړه  جوړشوي دي .

نړيوالوڅوڅوځلي دافغانستان مشرانوته په ښكاره داويلي چي بايد په هيوادكي يي ددي بوټي دكرلواوقاچاق پرضد غښتلي ګامونه واخيستل شي ،كنه نوافغانستان به داځل دنشه يي موادودمافيا منګولوته ولويږي چي دابه دافغانستان دجګړه ځپلي ولس لپاره يوه لويه اوخونړي تراژيدي وي ،همدارازروښانه شوي كه چيرته په افغانستان كي دنشه يي توكيوكرل اوقاچاق دوام ومومي نونړيوال به دي ته اړشي ترڅوپه خپلو مرستو اوكومكونو له سره كتنه وكړي اوحتي  ددي امكان شته چي ډير هيوادونه له افغانستان سره خپلي مرستي پاي ته ورسوي ،چي داكار به دافغانستان لپاره ډيري ناوړي پايلي ولري .

زموږهيوادچي ددوه نيمولسيزوجنګ جګړو نه وروسته اوس دسولي اوولسواكي لاره

غوره كړي اوهڅه كوي چي په دي لاره كي پياوړي ګامونه اوچت كړي داسي هيله ده چي دبيا رغوني اووران ويجاړهيواددآبادي اوسوكالي په لاره كي بايد نورهم اساسي اوبنسټيزګامونه واخيستل شي ،ترڅوولس خپلووروستيوهيلوته چي دهيواد سمسورتيا اودهيوادوالوهوساينه ده ورسيږي .

داسي نښي اونښاني ترسترګوكيږي چي دافغانستان حكومت په كلكه داهوډلري ترڅوپه هيوادكي  ددي ناولي بوټي دكرلواودترياكو اوپوډرو دقاچاق مخه په بشپړه توګه ونيسي،اوپه دي اړونديي  خپلي هڅي لاپراخي كړي دي

دغه رازنړيوال هم په دي برخه كي ډير زيات جدي ښكاري اوداتكل يي كړي ترڅوافغانستان دنشه يي توكيودكرلواوقاچاق له دي ستري  بلانه خلاصون ومومي خواساسي خبره دا ده چي په هيوادكي دهررازنيك اوپه ځاي كاردعملي كولوپه ترڅ كي دولس مرسته اوملاتړيوضروري اولازمي جزګڼل كيږي.

كه ولسونه په رښتيا وغواړي چي هيواديي دنشه يي توكيوله شره په امان اوسي نوداكار به حتمي اوضروري ترسره شي . 

دنشه يي توكيودكر،اوقاچاق پرضدمبارزه دټول ولس ملي اووطني دنده ده ،داځكه چي نشه يي توكي زموږ دهيواداوولس لپاره ديوه ګواښ حيثيت لري اوكه يي مخه ونه نيول شي نودهري ورځي په تيريدوسره داخطر پياوړي اوغښتلي كيږي .

دنشه يي توكيو كر،قاچاق اوترافيك نه يوازي زموږ دهيواد د ملي ګټوسره په تضادكي دي بلكه زموږ داسلامي اساساتواوشعايروخلاف كاردي ،دغه رازنشه يي توكي زموږ دهيواد د ځوان نسل د بربادي يوسترعامل دي .

همدااوس په هيوادكي زيات شمير ځوانان دترياكو اوپوډروپه عمل اخته دي ،كه يي مخه ونه نيول شي په څوكلونوكي به داكچه هغه حد ته ورسيږي چي بيا به يي كنټرولول ډيرستونزمن كاروي .

ښه به داوي مخكي  تردي چي دنشه يي توكيوقاچاقبران زموږ دهيواداوولس دتباهي په كاركي بري ومومي بايد ټول هيوادوال ددي ګډدښمن په وړاندي يوموټي شي   دكوكناروله كرلواواستعمال څخه په كلكه ډډه وكړي  اودنشه توكيودمافيا اوقاچاقبرانوپرضد دنه ماتيدونكي ځواك په توګه په بي امانه او پراخوولسي هڅو لاس پوري كړي.