د اموسكندريه کلا د له منځه تللو له ګواښ سره مخ ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2718
حنان حبيبزی - مزار شريف
دخبریدو نیټه : 2005-05-04

١٣٨٤ د غويي څوارلسمه

(حنان حبيبزی  - مزار شريف )

  

اى خانم د هغې كلا نوم دى چې د عيسې عليه سلام له زيږد څخه درې سوه نهه ويشت كاله وړاندې  د مقدوني سكندر د فتوحاتو په لړ كې  د هغه وروستى  اثر بلل كيږي چې په  په لاس يې  د افغانستان د شمال ختيځ ولايت تخار  د سرحدي ولسوالۍ  دشتي كلا   ښارګوټي ته څيرمه  په يوه لوړه غونډۍ ودانه شوې ده د كابل پوهنتون په خوانى استاد او په هالنډ كې د ماقبل التاريخ  د ادارې غړى  لرغونپوه پوهنوال رسول باوري يې د تاريخي ارزښت په اړه وايي د هنر  او جوړونې له پلوه دا كلا په يونانيانو پورې اړه لري  چې د مقدوني سكندر فتوحاتو څخه يې بنـسټيز كار پيليږي  او  ډيرو څيړونكو يې د پلټنو په پاى كې موندلې ده چې دا لرغونې كلا د لويى يا مقدوني سكندر په لاس جوړه شوې ده

 

او هغوى په همدې ترڅ كې دا كلا د امو د سكندريې  په نامه بللې ده .

 

دا كلا چې ما له نږدې وليده  له ډير دردونكي برخليك سره مخ ده او د هر ګام پر ځاى يوه يوه ژوره كنده ليدل  كيږي  او دا څرګندوي چې  د تيرو جګړو راپه دې  خوا له چور تالان سره مخ ده  او ځنې كيندنې يې نوې نوې شوي دي  ، ددې  كلا په زياتو برخو كې له  اوسنيو خښتو څخه لوی لوی خښتې ليدل كيږي چې زياتره يې ټوټه ټوټه  پرتې دي  او په ځينې ځايونو كې له همدې خښتو څخه جوړ ديوالونه لا هم پر ځاى پاتې دي چې ډير زاړه ښكاري،د كلا ځينې ځايونه په بلډوزر هم كيندل شوي دي  او د هر برج پر سر يې چې اوس يې د غونډيو څيره خپله كړې ده پوځي  مهمات پراته دي  او داسې بريښي چې د جګړو په وخت كې دا كلا يو پوځي مركز وو  دا كلا  د امو سيند له ګاونډي تاجكستان څخه رابېله كړې او په لويديځه برخه كې يې د كوكچې سيند بهيږي او له امو سره يوځاى كيږي ، د اى خانم كلا د تخار ولايت  په  دشتي كلا ولسوالۍ كې د امو او كوكچې سيندونو په غاړه پرته ده ،په يوه برخه كې يې ډيرې غټې غټې خښتې پرتې دي چې د اوسنيو ودانيو برنډې يا دهليز سمېټي فرش ته ورته دي خو دا بيا سور رنګ لري  او تورې تورې  اوارې اوارې شګې هم ورسره ګډې دي  هغه ځايونه چې يې پر بلډوزر كيندل شوي دي بيا يې  د خاورو تر منځ وړې پخې خښتې ښكاري خو  دا خښتې هم له اوسنيو هغو څخه لوی دي او  ټوټه شوي دي   له ځايي عامو  اوسيدونكو څخه چې مې وپوښتل هغوى يې له كيندنې انكار وكړ خو دا يې راته وويل چې يو شمير خلك يې په سيمه كې شته چې  د كلا پر ناقانونه كېندونو اخته دي 

 

يو تن چې نه يې غوښتل نوم يې واخلم   كلا ته څېرمه د ولسوالۍ په ښار كې هغو پخو ودانيو ته اشاره وكړه چې  د ځينې ځايي خلكو له خوا جوړې شوي دي او ويل يې چې دا ددغې كلا دهغو  اثارو په پيسو ودانې  شوي دي چې نږدې ګاونډي هيواد تاجكستان ته  د خرڅلاوو لپاره ليږدول شوي دي  خو د دشت كلا ولسوالۍ امنيه كوماندان  امام محمد چې  له اوه كلونو راهيسې په همدې سيمه كې د امنيت چارې په غاړه لري دا خبر نه مني او وايي چې تل  د اى خانم د كلا څارنه كوي خو د ځايي سړي څرګندونو ته په پام سره د تخار ولايت مرستيال عبدالجبار  چې يو كال وړاندې  يې له دې كلا څخه لېدنه كړې پوليسو ته سپارښتنه كوي چې  د ناقانونه كيندنو مخه ونيسي خو  ښاغلى جبار بيا دا هم وايي چې دغه كيندنې اوس نه بلكې په خوا شوي دي  .

 

خو ما هلته  هيڅ پوليس  او يا كوم امنيتي سر تيرى ونه لېده چې ددغې كلا په ساتنه به بوخت وي يواځې د زړو  پوځي مهماتو نښې نښانې پر ځاى پاتې وې    او نه مې د  اطلاعاتو  او كلتور وزارت خلك وليدل  چې د كلا د ساتنې مسوليت به ورپه غاړه وي ،

 

هغه خلك چې  كلا  ته جوخت په ختيځه څنډه كې ژوند كوي  د اى خانم د لرغونې ماڼۍ  له لمنو څخه د خاورو پر چلولو بوخت دي  چې ښايي  د كورجوړونې لپاره به دا خاورې ليږدوي خو داسې فكر هم كيږي چې كېدى شي دوى ته د ځنې خلكو له خوا دنده سپارل شوي وي چې دلته كيندنې وكړي او تاريخي اثار غلا كړي خو دغو خلكو چې يې ما ته كورونه راوښوول  ټول خټين وو او داسې نښې نښانې په كې نه تر سترګو كېدې چې  دغه په ظاهره غريبان دې  لرغوني اثار غلا كړي .

 

لنډه يې دا چې په  افغانستان كې له جګړو وروسته  او د ولسمشر حامد كرزي په لنډ مهاله ، منځمهاله او اوسنۍ انتخابي دوره كې داسې يو جګ پوړى دولتي چارواكى د ځايي خلكو په وينا داى خانم كلا ته نه دى ورغلى  چې دغه اثار له نږدې وګوري  ،كه همداسې د نه پاملرنې  ښكار شي ښايي يو وخت چې دولتي كسان د څيړنو لپاره ورځي هلته به يې نښه هم نه وي .