قرآن او تخنيک (ژباړه) د چاپ په ګاڼه وپسولل شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27225
صميم ادبي ټولنه
دخبریدو نیټه : 2009-06-30

په پښتو ژبه کې د اسلامي ح ايقو يوه نوې ډېرونه

    (( قرآن او تخنيك )) د هغه گلالي كتاب نوم دى، چې گران رفيع الله ستانكزى پښتو كړى. د دغه كتاب ليكوال شعبان دوغن دى، چې د اسلامي نړۍ له لويو ليكوالو څخه دى. په دغه كتاب د قرآن او تخنيك د تړاو په اړه هر اړخيز بحث شوى او دا پكې ښه په ډاگه شوې، چې قرآن او تخنيك څومره يو له بل سره نژدېوالى ري. دكتاب پر منځپانگې ځكه له ډېر بحث نه تېرېږم، چې د گرانو لوستوالو هغه تلوسه چې د كتاب په اړه يې لري، كمه نه ي او په پوره مينه او په ډېره لېوالتيا او تلوسې سره يې تر پايه پورې ولولي، خو دومره به ووايم، چې دغه كتاب ډېر گټور او په زړه پورې دى او هر چاته بويه، چې يو ځلې يې ارو مرو ولولي، کتاب په هرې موضوع ښه په وړ اندازه بحث کړی او د کتاب په لومړيو کې د ښاغلو: قاضي محمد حسن حقيار، محمد آصف ننګ، سيد نظيم سيدي او په خپله د ستانکزي سريزې راغلي او ورپسې يې د کتاب آره منځپانګه راغلې.
  په کتاب کې ښه په ډاګه څرګنده شوې، چې قرآن يوازې يو مذهبي کتاب نه دی، بلکې د هر علم او پوهې په اړه په کې وړ بحث شوی، خو ځيرکې سترګې او لوړې پوهې ته اړتيا لري، د کتاب په ژباړه کې ډېر زيار اېستل شوی، چې د ټولپوهې ژبې څخه کار واخيستل شي او تر ډېره بريد ښاغلی ستانکزی په کې بریالی وی.  نوموړی کتاب د صميم ادبي ټولنې له خوا په ښه پوښتۍ او ښه کاغذ د چاپ په ګاڼه پسولل شوی او مينه وال يې کولای شي، له صميم ادبي ټولنې په کابل او د هېواد په لويو لويو کتابپلورنځيو کې ترلاسه کړي.
صميم ادبي ټولنه کابل

اړيکشمېرې:
0706141013
0700308908

د ژباړن د برېښليک پته: rafiullah.stanikzai@gmail.com