١٣٨٤دغويي ٢١ ( قريب الرحمن سعيد – اوسلو پوهنتون - ناروې) ددې ليکني لومړی برخه دوهمه برخه دريمه ( وروستۍ برخه )
د نل لیکو د غزیدو تر مخ کورنۍ ستونزي
امنیتي حالات
لکه څرنګه چي مخته مو ورته اشاره وکړه ددغي نل لیکي د غځېدو تر مخ چي کوم ستر خنډ ونه په دغه تیرو څو نظامونو کي موجودوو او دهغه نظامونو د له منځه تللو یو ستر عامل هم دغه وه چي د یو نیکال د تیلو کمپنۍ ورته د کلونو کلونو را هیسی ځان جوړ کړي و . د پرو فیسور رباني د رژیم په وخت کي دغه کار ځکه نا شونی و چي هغه نه یوازي په ټول هیواد بلکي د کابل په ښار کي هم خپل حاکمیت ټینګ نه شو کړای او هغه ولایتو نه چي دغه نل لیکه ترې تیر یدله ، ټول د بشپړي انارشۍ سره مخ و ، خو د رباني د رژیم د سقو ط وروسته د طالبانو د نظام په وخت کي دغه کار تر ډیره شونی ښکاریده . خو د طالبانو د نظام ستونزه داوه چي هغه نظام تر اخر ی وخته پوري د امریکایانو له لوري په رسمیت و نه پیژندل شو . طالبانو هم د امریکا ددغي پالیسۍ په مقابل کي د یو نیکال د تیلو کمپنۍ ته په یوه اواز د خدای پامانی ځواب ورکړ او پر ځآی یې د ډلټا کمپنۍ چي د سعودي لخوا تمو یل کیږي غوره کړه . طبیعي ده چي دغه کار امریکایان نور هم وپارول او بالاخره د نورو عواملو تر څنګ د یونیکال کمپنۍ د طالبانو د نظام په خلاف پر یکړه و کړه چي نوره کيسه یې ټولو لو ستونکو ته څرګنده ده .
د طالبانو د نظام وروسته کله چي ولسمشر کرزي ته د افغانستان واک تر لاسه شو نو یو ځل بیا د تیلو او ګازو د نل لیکي د غزولو کار د یونیکال کمپنۍ ته و ر وسپارل شو . خو دغه کار بیا لکه د رباني د رژیم په څیر د امنیتي ستو نزو سره مخ دی . په دغه ستونزو کي یو ډول هغه دي چي د بهرنیو ملاتړ ورپه برخه دی تر څو ددغه سیمو امنیت خو ندي پاته نشي . او ورځني حالات او خبرونه دا په ډا ګه کوي چي په او نۍ کي درې څلور ځلي دداسي پیښو خبر ورکول کیږي چي په کي د ایتلافي ځواکونو په ګډون دولتي ځواکونه هم خپل سرونه له لاسه ورکوي . د کندهار ،زابل ، هلمند ، فراه ، نیمروز او بولدک حالات ډیر زیات کړکېچن دي او داسي بریښي چي امریکایانو او نورو ایتلافی ځواکونو هم په دغه غرنیو سیمو کي خپله حوصله له لاسه ورکړې وي . او بل ډول یې هغه حالات دي چي ددولت دمنسو بینو د بې تجربه ګیو او یا د منصب څخه د ناوړه ګټي اخستو په اساس را منځته شوي دي . او په دې تر تیب یې سیمه د کړ کیچ نه ډکه کړې او دې ته یې زمینه برابره کړې چي هیواد د تیلو او ګازو د نل لیکي د غځولو دغه طلایي چانس هم له لاسه ورکړي چي مو نږ یې د د نمو نې په تو ګه یو څو بیانوو
الف _ د افینو جنګ
په داسي حال کي چي هیواد د یوې اوږدې جګړې او ستري وچ کالۍ له ستونزو څخه راوزي او د هیواد دښتي او غرونه یو ځل بیا د مو سمي بارانو په واسطه شنه را ټو کیدلي د هیواد و ګړي هم د خپل اقتصادي سمو ن په خا طر هڅه کوي د تیرو وچ کالیو زیان په لږ وخت کي يا و کاږي . په دې کي هیڅ شک نه شته چي افغانستان یو زرا عتي پر خپلو پښو ولاړ هیواد و او د ځینو خپروو شوو احصا ییو له مخي که چیري د هیواد د خړوبولو سیستم په صحیح تو ګه په کار وا چول شي او د هیواد د سیندونو څخه [ چی همدا اوس تر ې ګاونډی هیوادو نه پوره پوره ګټه اخلي ] په صحیح تو ګه ګټي واخستل شي ، نو دغه هیواد او ددې هیواد و ګړي به ډیر ژر پر خپلو پښو ودریږي . خو تر هغې چي حالات هغې کچي ته رسیږ ي نو د هیواد والو له پاره په اقتصادي تو ګه د را پورته کیدو یوا زنۍ لار د افینو کرهڼه ده .
طبیعی ده چي که په یوه جریب خړوبه ځمکه کي افیون و کرل شی نود ۲۵ جریبه خړوبي او د هغی زیاتي ځمکي په اندزه د غنمو حاصل ورکوي . خو هیوادوال د بین المللی او په ځانګړې تو ګه د امریکایانو تر فشار لاندی دي چي باید د افینو کرهڼه بنده کړي ، که لږ څه تم شو او دا ومنو چي د افینو کرهڼه دي بنده کړل شي ، نو هغه لاري چي د افنیو د کرهڼي د بندیو وروسته په وټیزه تو ګه د هیواوالو له پاره ګټه وري ثا بیتیږي هغه کو مي دی ؟
په هیواد کي صنعت په ډیر ډیر لمړني پړاو کي دی نو په صنعت کي کلیوالو او دهقانانو ته ونډه نه شته . د کرهڼی د خړو بیدو سیستم پوره بې کاره او له منځه تللی دی . په دې اساس دهقانان نه توا نیږي چي خپله ټوله ځمکه و کري . تر څنګ یې د ښووني او روزني مسله هم تر ډیري لاندي کچي پوري ده ، نو که چیري دولت او یا ایتلافیان زموږ د هقانان مجبوروي چي د افنیو د کرهڼی نه لاس و اخلی نو بیا خو روته د متبادل کار او په اقتصاد ی تو ګه د خپلو پښو ددریدو یو ه لاره و ښایاست ؟
همدا لامل و چي دکندهار د ميوند په ولسوالۍ کي د دهقانانو او امنیتی ځوا کونو تر مینځ په نښتو کي مړي او زخمیان په ډګر پر یښوول شول او د هغي پسي د هرات و د ولایت په یوې ولسوالی کي هم ددهقانانو کو تکونه او دد امنیتي ځواک د ټوپکو تر مینځ شخړه وشوه چي امنیتی ځو ا کونه یې تښتیدو ته مجبور کړل . د ننګر هار د ولایت په ډیرو سیمو کی داسی پیښیي را منځ ته شوي او ان تر دې چی خلکو مظا هر ې و کړې او او د احتجاج اواز یې د بین المللی را ډیو ګانو له خوا نشر شو .
همدا راز د هلمند په ولایت کي دمو ټر سایکلونو پر ګرزیدو او دتیلو په خرڅلاو تر څو اونیو پوري بندیز لګو ل پخپله په دغه کشمکش کی دډیر ښت سبب ګرزي . دا او داسي نوري پیښي هغه څه دي چي ددې په واسطه په ولس کی یوه عمومي غو غارا پورته کیدای شي . او ددولت مسولین د پوره بې کفایتۍ نه په دې لړ کي کار اخلي او خلک تر دیوالو پوري و ر پوري وهي . او هر څومره چي امنیتي و ضعیت خر ابیږي هما غومره دغه ستره پرو ژه ځنډ نۍ کیږي ځکه د پروژې مسولین د پروژی د خو ندي توب په هکله شکمن ګرځي
ب _ د مهاجرینو ستو نزه
په ایران او پا کستان کي د افغانستان د مها جرینو له پاره حالت ورځ په ور ځ خرابیږ ي . د پاکستان د پو لیسو او مقاماتو د حصول یو ه ستره سر چینه مهاجرین جو ړوي . په ایران کی هم د پا سدرانو په لاس هر څو ک چي ورځي هغه سرحد ي کمپونو ته په داسي حال کی لیږدوي چي د هغې کورنۍ ته هیڅ معلومات نه وي ورپه برخه شوی .
ددې کار څخه ددې هیوادو هدف دادی چي څومره ژر چي کو لای شي مها جرین افغانستان ته ورپوري وهي په غربي نړۍ کي هم دغه ډول هڅي تر ستر ګو کیږي چي د المان هيواد نننۍ ( ١١ می ٢٠٠٥ )مظاهرې يې ښه بېلګه ده . خو ستو نزه داده چي د افغانسان اقتصادي ، سیاسي او امنیتي حالات ددی جو ګه نه دي چي دومره ستره شمیره مها جرین په یو ه نا څاپي تو ګه په خپله غیږ کي واخلي . مها جرین چي بیرته را ستنیږي نو د سر دخو ندي کیدو ځای ته اړ تیا لري ، چي په طبیعي تو ګه یی نه لري او که لري یې هم نو وران ویجاړ حالت کي . هغوی کار ته اړتیا لري چي نه ورته پید کیږي . هغه څه یې چي له ځا نه را وړي وي هغه تر ې اخوا دیخوا ولګیږي او بیا نو مجبورا په ناوړه کارنو لاس پوري کوي . د ګاونډیانو هدف هم همدا دی چي افغانستان د ستونزو سره مخ وي . په هیواد کي هم داسي با کفایته اداره نشته چي ددغه ستو نزو د حل له پاره پلانیزه شوی پرو ګرام تر لاس لاندي ولري ، نو طبیعي ده چي د خپل ګران هیواد په لور د مهاجرینو هجوم به ډیر ي زیاتي ستو نزي پیدا کوي چي تر ټولو مهمه ستو نزه یې د امنیت کړکیچمن کیدل دي . او امنیت تر هغه وخته پوري خو ندي نه شي پاته کیدای تر څو پوري چي د خلکو اقتصادي مسایلو ته تو جه نه و ي شوې چيدغه کار پخپله دداسي او داسي نورو سترو اقتصادي پروژو تر مخ خنډونه پیدا کوي . ځکه د اقتصادي پر مختګ تر شا چي کوم عوامل کار کوي د هغې څخه یو هم سیاسي ثبات او امنیت دی .
زمونږ خپلی معدنی زیرمی
د الله فضل دی چي افغانستان پخپله د ډیرو سترو معدني زیرمو خاونددی په دې هکله د ۱۹۹۴کال د اکتوبر په ۱۲ می یوه افغاني لوړپوړي هیئت ته د امریکا د بو سټن په پو هنتو ن کي د افغانستان پیژندني په مرکز کي د افغانستان د معدني مو دو او د هغې د زیر مو په هکله نژدې څلو سا عته لکچر ورکول شو . په دغه لیکچر کي د سپوږمکیو په واسطه اخستل شویي عکسونه او تر څنګ یې د ریسرچ او څیړنی هغه را پورونه چي نوی نوی را غبرګ شوی وه و ښوول شول . ددغي ناستی ډیر ه لږه برخه زما د یاداشت په کتا بچه کی پرته چی غواړم دلته یې یو ځل بیا په هما غه تو ګه و لیکم . البته ددی هریوه په هکله زه خپل نظر لرم چي دلته یې د مضمون د اوږدیدو په خاطر نه شم ځایولی. انشاالله په راتلونکي کي به په دې هکله تفصیل سره بحث و کړم.
+افغانستان د صنعتي زیرمو له اړخه د نړۍ یو د سترو سیالو هیوادو څخه دی . چي که چیري دغه زیرمي په صحیح تو ګه را و سپړل شي او کار ترې وا خستل شي نو د افغانستان هر ه زیرمه ددې هیواد د بیا بیا ا بادیدو ضمانت ورکوي . که څه هم په دې هکله وویل شو ل چي افغانستان د یورانیمو ستره زیرمه درلوده چي در وسانو لخوا غارت شوه او روسیې ته منتقل شوه .
+ د حاجی ګک غر په نړۍ کی ددویمی او پنځمی درجې تر مینځ د اوسپني تر ټولو لویه ذخیره لري.
+په لو ګر کي د عینکو مس یا د مسو کان په نړۍ کي تر ټولو ستره زیرمه جوړوي چي د افغانستان د څو ځله بیا ودانۍ له پاره پوره والی کوي .
+په پنجشیرکي د زمردو ، یا قوتو او بیرجو اونورو ارزښتناکه تیږو تر ټولو ستري زیرمي مو جود دي چي همدا اوس ضایع کیږي . او په ناوړه تو ګه تر ې یو شمیر وګړي ګټه پورته کوي
د یوه امریکایي پوه له وینا له مخي افغانستان په شرقی اسیا کي تر ټولو ستري طبیعيزیرمي لري . خو د ترانسپورت وسا یل او اسانتیاوي نه لري . نو که چیري د بین المللی په کار پوه کمپنیو سره د هغوی د استخراج په هکله قراردادونه و شي نو په دې ډاډمن یم چي ګران هیواد به ډیر ژر ددغه اقتصادي بد حالت څخه راووزي او خلکو ته به د کار د پیدا کیدو او بډای ژوند لاري په لاس ورشي
+ په ننګرهار ، پکتیا ، پکتیکا او همد راز په میمنه . مزارشریف ، شبر غان کي د ګازو او تیلو ستر ي ستري زیرمي مو جودي دي
یادونه :
د پخواني پادشاه ظاهرخان په وخت کي دافغانستان په شمال او جنوبی شرقي سیمو کي د تیلو او ګازو د تفحصاتو له پاره مختلفو کمپنیو کار پیل کړی و . په شمال کي امریکایانو غو ښتل په تفحصاتو کي برخمن شی خو د هغه وخت د روس د زبرځواک د مخالفت په اساس دغه کار و ځنډید. همدا راز د پکتیکا او خو ست په ولایتو نو کی د فرانسوي کمپنیو له اړخه د تفحصاتو کار پیل شوی و خو هغه هم د روسانو د سخت مخالفت سره مخا مخ شو . څر نګه چي هغه نظام هم ډیر بې کاره او د ګاونډیو په بسپنه ولاړ و نو دغه ستري پروژی هم هغه نظام تر سره نشوای کړای. که چیری په هغه وخت کي د فاریاب او د هغې په همسایه ولایتو نو کي دغه کار تر سره شوی وای نو اوس به د ترکمنستان د تیلو او ګازو د نل لیکي پر ځای د افغانستان نل لیکه نړۍ ته غځیدلې وای ځکه د ترکمنستان د تیلو او ګازو زیاتي زیرمي د افغانستان سره په سرحدي سیمو کي پر تې دي او اوس هم که افغانستان په دې هکله اقدام وکړي نو بې له شکه چي دغه زیرمي به دافغانستان د اقتصاد له پاره د ملا د تیر حیثیت پیدا کړي .
همداراز د پاکستان له اړخه د پکتیکا او خوست د ولایتو نو د سرحدی سیمو سره نژدی دتیلو او ګازو د استخراج کار په پراخه پیمانه روان دی نو که افغانستان یو ځل بیا هماغه پخوانۍ پروژی تر لاس لاندي واخلي نو د پا کستان پر ځای به افغانستان دخپلو زیرمو خاوند شي .
د افغا نستان دولت اوس ډیر زیات ملي او بین المللی امکانات تر لاس لاندی لري خو با کفایته اداره نلري . په کار ده چي ددولت مسولین د با کفایته ادارې په جوړولو کي د هیڅ ډول جوړښتونو نه کار وانخلي او اهل او په کار پوه کسان په دې لاره کي استخدام کړي
.
او اوس باید ددغه ستري پروژې د تکمیل په لاره کي چي کوم خنډونه موجود دي دولت دي په پوره ډاډ سره دغه خنډونه له منځه یوسي او دغه پروژه دي د بین المللي ملاتړ په واسطه د تکمیل مرحلې ته ورسوي.
د هغی ورځی په ارزو.