لپ ټاپ کمپیوټر د ځوانو هلکانو جنسي ځواک کموي
میرویس جلالزی
د یوې تازه څيړني پایلو ښولي چې د لپ ټاپ یا د ځنګنو د سر د کمپيوټر
ډير استعمال په نارینه وو کې د جنسي قوې د کمزورتیا لامل ګرځي.
د امریکې د "لویالا" د پوهنتون څیړونکو له یوه څو کلن تحقیق وروسته وموندله چې که څه هم د ځوانانو لپاره تر یوه وخته دا مسله چې ایا کله به هم یو پ ار وي که څنګه چندان مهمه نه ده، خو ځوانان باید په دې پوه شي چې د ځوانۍ پر مهال د ځنګنو پر سر د لپ ټاپ کم پيوتر ایښودل او په ټوله کې د دغه ډول کمپيوټرونو ډير استعمال د دې لامل ګرځي چې په راتلونکي کې د هغوي د پلار کیدو مخه ونیسي او د هغوي سپرمونه په تدریجي ډول له مینځه یوسي.
سپرم هغو ژونکو ( حجرو) ته ویل کیږې
چې په نارینه وو کې موجودي دي او د ښځي له اوم ژونکو سره د یو ځای کیدو په صورت کې د القا عملیه صورت
نیسي.
د" لویالا" د پوهنتون ریس پروفیسور "سوزان کاویک" وویل: (( نن صبا د ځوان کول (نسل) تر مینځ د لپ ټاپ کمپیوټرونو استعمال په یوه عادت او فیشن بدل شوی خو هغوي تر اوسه نه پوهیږي چې یو کوچنی لپ ټاپ کمپیوټر د دوي روغتیا او د بدن اورګانیزم ته څومره لوی او نه جبرانیدونکی زیان رسولی شي)).
پروفیسور کاویک
وایې، هغه ګرمه هوا چې د لپ ټاپ کمپیوټر د استفادې پر مهال تولیدیږي، د ځوانو هلکانو سپرم ژونکي په تدریجې ډول
ه فعالیت څخه غورځوي چې پایلی یې ناوړه دي)).
دغه ډاکټر توصیه کوي چې په قطعي توګه باید لپ ټاپ کمپیوټر
په ځنګنو او یا د بدن په بله برخه کښينښودل شي دا ځکه چې د سپرم سربیره د بدن نورو ژونکو ته هم زیان رسونکی
دی.
پروفیسور " سوزان کاویک" په دغه تحقیق کې دا هم ثابته کړي چې که چیرته یو کس له لپ ټاپ کمپیوټر څخه
استفاده کوي نو هغه باید د هغه د نوم ( لپ ټاپ) خلاف په داسي ځای کې کیږدي چې له بدن سره یې تماس و نه لري او که
چیرته د کمپیوټر کارونکی مجبور وي چې لپ ټاپ په خپلو ځنګنو کیږدي نو باید په خپلو ځنګنو باندي بالښت او یا بل
کوم داسی شی کیږدي چې لپ ټاپ پرې د هغه له بدن سره له اړیکي څه لري وساتل شي.