د ګلف فدراسیون رسما راجستر شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27736

دخبریدو نیټه : 2009-07-19

میرویس جلالزی


د افغانستان د ګلف د لوبې فدا سیون په رسمي توګه نن د المپیک د ملې کمیټې د چارواکو له خوا د نورو لوبو د فدراسیونونو په ډله کې ثبت شو.

ګلف لوبه چې په افغانستان کې لرغونتوب نه لري د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته د یو شمیر هغو بهرنیانو او له بهر څخه د راستانه شویو افغانانو په مټ په افغانستان کې رواج شوه چې په بهر کې یې دغه لوبه زده کړي وه.

د ملي المپیک د کميټې ریس ظاهر اخبر وویل چې ګلف لوبه په افغانستان کې په چټکۍ سره مینه وال مومي او دغه لوبه به پس له دې د ملي المپیک د کميتې له مزایاوو برخمنه وي.

د ګلف لوبه دمګړۍ د کابل د قرغې په تفریحي سیمه کې په هغو میدانونو کې تر سره کیږي چې په دې ورستیو کې د یو شمیر سوداګرو او په کابل کې د میشتو بهرنیانو له خوا جوړ کړای شوي دي.

دمګړۍ د مصطفی مستور په نامه یو کس د دغه فدراسیون د ریس په توګه ټاکل شوی دی.