پنجشیر ته د ملي المپیک د کميتې د ریس سفر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27737

دخبریدو نیټه : 2009-07-19

نتکۍ

ایډیټ: جلالزی

 د افغانستان د المپیک د ملې کمیټې ریس محمد ظاهر اخبر تیره ورځ په یوه رسمي سفر د پنجشیر ولایت ته ورسید او دغلته یې د ورزشي پرمختګونو جاج واخیست.

نوموړي پنجشیر ولایت د هیواد په کچه د ورزشکارانو د قرنطین لپاره یو مناسب ځای په ګوتو کړ او د دغه ولایت ورزش پاله خلک یې وستایل.

په هغه مراسمو کې چې پنجشیر ته د ښاغلي اخبر د ورتګ په موخه جوړ کړای شوي وو په دغه ولایت کې د امریکې د ولایتي بیارغاوني د ډلي مشر هم ګډون درلود.

نوموړي په پنجشیر کې د ورزشکارانو سره د زیاتو مرسته ژمنه وکړه او هغوي یې وهڅول چې له دغې لاري د سولې پیغام ونه خپلو نورو هیوادوالو ته ورسوي.