ګمرک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27829
م حمد داود یتیم یار
دخبریدو نیټه : 2009-07-22

کاشکی دګمرک کمیشن کار وای !
-- طنزونه واخلی طنزونه نوی طنزونه خوندورطنزونه هله ژرشی واخلی چی خلاصیږی طنزونه واخلی طنزونه هله ژرشی ( دکورد دروازی اوازیوکس تری راوځی اوپه لوړاواز وایی )
--وه ورروره داڅه ناری دی جوړ کړی نه دښځو دسینګار سامان نه دکورسبزی نه الوګان نه رومیان طنزونه واخلی طنزونه داکومه نوی بلا ده ؟
-- وه وروره داکومه بلانه ده دادنن وخت په حالاتو قسم ما قسم خبری دی چی له خندا به دی ورته پښتی شنې شي ته لږسرراښکته که او په کجاوکی وګوره په دغه کجاوه کی قسم ما قسم پوړی پرتی دی په هره پوړی کی رنګارنګ خبری دی بس چی هرپوړی دی خوښیږی دپیسو په بدل کی که سواد لری نیمه بیه ده اوکه نلری نوبیا یی پوره بیه ده اوزه به درته وایم خوپدی شرط چی پیسی دی نقدی وی اوپه په قرارسینه ورته غوږ کیږدی
--وروره زه ولاکه دخبرو داوریدو شوقی یم ځکه دومره دزړه زورمی چی دخپلی ښځی سره په لانجو اوخبرو کی اوبه شو خوخیر داستا خبره به ام واورم وایه څو قیمت یی دی ؟
-- وروره دقیمت خبره به روسته کوو ته پوړی خوښه که بیا به یی دقیمت خب ی کوو
-- وه وروره زه څه پویږم خویو پوړی راوباسه هرڅه چی و سمه ده ښه نوبیا بسم الله که
-- بسم الله علی ب کت الله
--( دخندا اواز) هوهو هو داخووالله ډیره ښه پوړه درته راووته په دغه پوړی یی لیکلی دي کاشکی دګمرک کمیشن کاروای!
-- ښه وایه کنه څنګه کمیشن کار وای ؟
-- وه وروره ته اول ددی پیسی راکه چی زه یی درته بیا ووایم
-- یره توخو ډیرسخت سړی یی وایه قیمت یی په څودی ؟
-- وروره ددی پوړی قیمت ترټولو جګ اولوړ دی ځکه دی کی دپیسو دګټلو پټی لاری ښودل شوی ددی قیمت صرف تا لپاره دوه سوه افغانی اودنورلپاره دری سوه افغانی
-- وروره ماسردی په کوم جومات کی لمونځ کړی چی ماته سل روپی پریږدی داسی ښکاری چی ستا په دی کارکی څه چل دی ؟
-- وه! و وره چل مل ندی دامی پدی خاطر درته پریښودلی چی ستا دزړه زورپه لانجوکی له خپلی ښځی سره ویلی شوی ته پوهیږی داټولی لانجی دغریبی اوبی کاری څخه پیدا کیږی اوکه ګمرک کی که خیروی کمیشن کار شوی نوبیا به دی داحال نه وی م خکی دراتلو به دی کور کی بستره داستراحت لپاره تیاره غوړیدلی پرته وی اوهرڅه چی دی زړه غواړی درته به تیاره اواماده وی
-- ویمه په خوله دی برکت شه والله وروره سم دی زما د زړه خبری وکړی هن د ا دوه سوه روپی واخله اوپوړۍ وڅپړه چی څه پکی لیکل شوي
-- یره کورد ی ودان بچی دی لوی دادی اوس به یی درته په لوستلو شروع وکم خو غوږ ورته ښه ونیسه چی بیا یی لوستی نشم ( دستونی دصفا کیدو اواز) عنوان دی کاشکی دګمرک کمیشن کاروای ! وایی ګټې دګټو لاندي خو په ګمرک کی ګټې دپستو پستو وریښمینو پالښتونو لاندې دي که بخت درسره یاری وکړه نو سم دی له اسم ان څخه لاندی اوله لاندی څخه دی اسمان ته پورته کوی
--وروره پدی خبره خومی سرخلاص نشو دلاندی څخه خو به اسم ان ته دګمرک له برکته سړی پورته شی خو دا داسمان نه لاندی ځمکی ته راولویدل څنګه دی ؟
-- ته صبر وکه چی زه حا یه وګورم دادی پیدا می کړ په خاشیه کی لیکل شوی دی که دی لین لوټولو چارواکوسربرابرو اوهرچا ته دی خپله برخه په ایمانداری کورته رسوله بیا خو له ځمکی څخه به اسمان په طرف ځی اوکه نیت دی بد شو اوپدی فکر کی شو ی چی میم زرم ا ټوله زما بیا دی حاسدان ډیریږی او له اسمان څخه دی لاندی ځمکی ته راغورځوی اوس پوه شوی ؟
-- پوه شوم چی دکا خبره دی وکړه مخکی لاړشه نورڅه دي ؟
-- مخکی دا راغلی چی داوظیفه اوس څنګه پیدا کیږی داداسی پیدا کیږی چی اول خو ددی وظیفی پیداکول دجوالی توب څخه شروع کیږی کله چی دی دجوالی توب په دوران کی دکمیشن کارانو سره ا نایی پیداشو نوهغوی به درته دخپلی وظیفی دپیداکیدو لاری چاری دروښایی بیا چی کله کمیشن کارشوی نوبیا به دی ه مامورینو سره تعلق پید ا شی کله چی له هغوی سره دی تعلق پیداشو نوبیا ته کولای شی چی له یو مامورڅخه په ازاد ډول پوښتنه وکړی چی څنګه دلته رسیدلی یی هغه به درته ټول دخرڅلاو ځایونه دمکمل ډالری نرخونو سره درته وښایی بیا دی خپل زوراوتوان ته ګوره اوورځه پی اوکه پیسی درسره نه وی نوبیا ګوره چی وزیرصایب په کوم ګوند کی دی دهم اغی ګوند غړیتوب حاصل که بیا دلږ سفارش سره کولای شی چی په ګمرک کی وظیفه ترلاسه کړی اوس پوه شوی؟
-- یره ورو ه له ماموریته یی تیرزه که ترکمیشن کاری ام ورسیږم بس دی زه به ډیرو موټرو اوکورو څه کوم فقط چی دیو لوکس کو اویو موټرخاوند شم ام ډیره ده های خدایه اوس به داجوالیتوب څنګه پیداکم چی بیا کمیشن کارشم
سړی له خپله ځایه جګیږی اووایی وروره اوس دی فکرخپل دی زه درنه لاړم
( سړی پاڅیږی بیا وایی ) طنزونه واخلی طنزونه نوی طنزونه خوندورطنزونه هله ژرشی واخلی چی خلاصیږی طنزونه واخلی طنزونه هله ژرشی