د نړۍ افسانه يي الوتونکي » په نوم کتاب چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27880
دربار
دخبریدو نیټه : 2009-07-23

 د نویو ځوانانو  لپاره« د نړۍ افسانه يي الوتونکي » په نوم   کتاب چاپ شو
 دپوهنمل محمود نظری د نړۍ افسانه يي الوتونکی  په نوم   
کتاب  د دانش خپرندویه ټولنې لخوا  د ( ۱۰۰۰ ) ټوکو په شمېر په ښه صحافت سره چاپ شوی دی
دا کتاب  د نړۍ  د لرغونو او شتمنو ادبياتو ډير زړه راکښوونکي نکلونه او افسانې لري
 ددې اسطورو او نک ونو په منځ کې ډير شاهکارياني شته چې د هغو نه  ملي حماسې پيدا شوي چې ښه او اوميد لرونکي پايلې لري د  ځينو نکلونه  د پاسه زر کاله تيريږي ان ځينې يې هډو وجود نه لري خيالي نکلونه دي  يا دهغو نکلونه اصلي بڼه د نسل په نسل  تکراریدو په وجه  بدله شوې ده  او يايوازې  هغه د حماسه سرايانو  او ليکوالانو ويل شوي نکلونه دي چې ډير ښکلي او زړه را کښوونکي دي . په دې ترڅ کې د ډيرو مرغانو نومونه   او په هغو تړل شوي نک ونه ويل شوي دي  چې ډير مهم يې لکه:
(الکونوست) د روسيې،( با) د مصر،( پينګ هونګ )د چين ،(ګارودا اوجتا يو (یتایو)) د هند، ( د تندر الوتونکي) د سهيلي آفريقا،( ققنوس )د مصر،( پيسا )د امريکايي بوميانو، (عنقا )د عربو ،( خ) د مراکش ،( ديماج )د پرسيا، (سيمرغ ، ملا چرګګ اوبوتيمار )د دافغانستان او ايران اوداسې نور...
په دې ټولګه کې تر شپيتو زیاتو نړیوالو افسانه يي الوتونکو نکلونه  او خیالي  انځورونه  را ټول او  ژباړل شوي دي  امیدچې  خوښ مو شي.
 مینه وال کولې شي چې   دا ښه اثر له   دانش خپرندویه ټولنې  څخه تر لاسه کړی