لوی سلامي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2789
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2005-05-10

١٣٨٤ دغويي ٢٠مه  پوهنمل محمود نظري - لندن

لوی سلامي

 

 

 له پخوا نه پښتنو ښوروا ډيره خوښه وه او تر اوسه دوستان يو بل ته په پيرزويني  وايي: که ښوروا خورې نو سر يې واهه چې چټ وکړې!

نو له همدې کبله پښتنو ته  د دوی د خوشالۍ دپاره  د هر شي سر غوړ ورپه برخه سوی دی :

 

 د ځايو نومونه لکه پوهنتون، ورکتون ....... آن     زيږنتون

په اردو کي د پرکمشر امرونه لکه ښي ګرځ ، کيڼ ګرځ   ..... آن     پروت

 

همداسي ملي کالي، ملي سرود.... آن لوی سلامي

 

( او کله کله به آن پاچا ﻻ هم پښتون سو، نو فها پښتانه به په کالو کي نه ځايده او تاوتاو بريتونه به ګرځيدله او نارې به يې واهلې: زموږ پاچا پښتون دی.خوهغه پښتون پاچا چي به پاچا سو بيا به يې پښتو هيره سوه او د نورو ژبو پرکتس سره به يې شوق پيدا سو، پښتنو به په خندا خندا يو بل ته ويل څه د زالم ځوی دی په توره شپه کي پاړسو وايي) .

 دا دومره سر غوړ د پښتنو ګليسترول لوړ کړل او نورو ژبو دا مشهوره  غزله ورته زمزمه کوله:

برخه ازلي ده پښتو څه راسره جنګ کړې...

 د ځايو نومونه بدل سول پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!

 د پرکمشر آمرونه بدل سوله پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده! پښتون اقليت وبلل سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!

 پښتون جاهل وباله سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!

 په ملي سرود کي  د پښتنو نوم په لغته وواهل سو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده....

 

 اصلي شی پاته دی : لوی سلامي !

 

نن ژړا راغله چي لوی سلامي  هم وﻻړه او زړه مي ډک دی او غواړم وژاړم!

 

- ته مه ژاړه  لومړی ما ته ووايه  دا لوي سلامي څه شی ده؟

 

- ته په لوی سلامي نه پوهيږې!

 

- په جشنونو کي پاچا د باجه خاني سره ګارد معاينه کوی.

 

 - څه رنګه؟

 

- په جشنو کي به پاچا د وصيت وروسته ، سر په ﻻس کي نيولی د ګارد مخي ته په سر خلاصه موټر کي  ورغۍ.  بله چاره نه وه او ګارد ته به يې ستړې مشې ويله. دې دومره  وسله والو ته څه ويل هم زور غواړي.  د ګار کومندان به ګارد ورته تسليم کړ او نارې به يې کړه:

 

پاچا ته د لوی سلامي لپاره سلاح قيد!

 

په يو وار به د سلاحو کريچی سو، پاچا به ورو سترګي خلاصي کړې  د تندی خولې به يې پاکي کړې ژبه به يې پر شونډانو تيره کړه او به يې ويل:

 

ستړي مشی!

 

ټول ګارد به په يوه سلا نارې کره:

 

ژوند ژوند ژوند . . . ( يوه دعا ده)

 

 او پاچا به دا د اړيړې غوړپ تير کړ( ګوره  دا  لوی سلامي هغه وخت په پښتو وه . . ! ) 

خو دا هم کرار کرار بدله سوه!

 

څرنګه؟

 

چي جمهوريت سو جمهور رييس به د ګارد مخي ته ورغۍ د لوی سلامي وروسته به يې وويل:

 

جمهوريت!

 

ګارد به په يوه سلا نارې کړه:

 

زنده باد  زنده باد  زنده باد  . .  ( دا  و  باد باد ! )

 

بيا چي ديموکراتيک سو ديموکرات به د اړيړې د غوړپ د تيرولو لپاره د ګارد مخي ته ورغۍ اوبه يې ويل:

 

ميلګيرو ستلۍ مشۍ!

 

ګارد به په يوه سلا نارې کړه:

 

هورا هورا هورا    (  دا وه اشاره . . )

 

بيا چي اوله (عبوري) اسلامي سوه دوه مياشتني جمهور ريس به دګارد مخي ته ورغۍ او له لوی سلامي وروسته  به يې وويل:

 

اسلام عليکم!

 

ګارد به په يوه سلا نارې کړه:

 

 واعليکم . . .  ( دا و ادب )

 

بيا چي دوهمه اسلامي سوه دايمي ريس  به له خپلي څوکۍ سره د ګارد مخي ته ورغۍ او د لوی سلامي وروسته به  يې په خواشينۍ ويل:

 

ولونو ستلۍ مه شۍ!

 

ګارد به په يوه سلا نارې کړه:

 

مقاومت  مقاومت  مقاومت    ( دا وه مشوره )

  

بيا چي اسلامي آمريت سو د ګارد غړو چي به آمر اسلامي وليد د هغه پسي يې ځغستله او ﻻسونه يې ورمچوله او هغه به په لونګيويو ﻻس ور تېراوه ( دا و ادب )

 

او بيا چي ولس مشر وټاکل سو هغه چي به د ګارد و مخي ته ودريد چورتي به سو چي په کومه ژبه دا د اړيړې غوړپ تير کړي

 

ګارد به  په يوه سلا ورباندي ږغ کړل:

 

آر يو فاين  ؟!

 

ده به په وارختايي ځواب  ورکړ:

 

يس فاين ، خوب، يخشې . . . ( دا و د ژبو پرکتيس )

 

- اوس اجازه راکړه  لږ وژاړم

 

- ته صبر وکه زه لږ فکر وکړم آر يو.. نه،نه .زما په خيال دا خوب يې په پښتو دی!

 

- هغه خوب نه دی،  هغه خوب ( ښه) دۍ، ولاکه يې يا فاين په پښتو وي يا هم خوب..

 

اجازه راکه زړه مي ډک دي چي  لږ وژاړم!

 

- ته ودريږه وايي کار روان دی د پښتو نوم تبديلوي چي هغه توشيح سو بيا به يو ځای وژاړې!

 

- ته هم ښه وايي حيف دی چي دا ګراني اوښګي دوه واري توی کم خير لږ صبر به وکم .  ( دا ده د اوښکو سپما )