افغانې بایسکیل زغلونکي مډالونه را وړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27921

دخبریدو نیټه : 2009-07-25

میرویس جلالزی

د افغانستان د بایسکیل زغلولو د ملي ټیم دری تنه ښځینه لوبغاړې د جنوبي آسیا د نجونو د بایسکیل رغلولو سیالۍ کې  د ګډون په موخه بنګ دیش هیواد ته ورسیدي.

په دغو سیالیو کې د بنګلدیشن، پاکستان هند، سریلانکا، نیپال او بوتان هیوادونو ښځینه بایسکیل  زغلونکي برخه لري.

د بایسکیل رغلولو د فدراسیون ریس محمد صادق صادقي د وینا له مخې چې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره له شلو افغانو نجونو آزموینه واخیستل شوه چې دری تنه یې  بریالی شوی تر څو په دغو نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره غوره شي.

بنفشه صادقي، نرګس  فروغ او آرزو امید هغه افغاني نجوني دي چې په دغو سیالیو کې برخه اخلي او غواړي چې خپل هیواد ته مډالونه راوړي.