هدايت الله هدايت ـ استراليا
نن سبا د جهاني کېدو يا ګلوباليزېشن خبره هر چيري او په هر ځاي کې ډېره ياديږي . سياست پوهان دځينو هېوادو مشران او دسترو او لويو کمپنيو خاوندان چې دهغوي پانګه اوس د سل هاو ميليونو ډالرو نه اوښتي او سر يې و سل هاوميليارډو ته رسولی دی ودې جهاني کېدو ته ډېر هوسيږي او خبري يې ډېري را پورته کوي . خو په نړيواله سطحه دا جريان د زياترو خلګو د غصې او مخالفتونو سره مخامخ کيږي ، په هېوادونو کې پرګنې ورباندي را پاريږي اود جهاني کېدو پر نني جريان باندي خپله کرکه او خفګان ښکاره کوي .
په رښتيا داجهاني کېدل څه معنی لري او څه غواړي ؟ تر اوسه پوري د جهاني کېدو يا ګلوباليزېشن د نامه نه بېلا بېل تعريفونه سويدي . په دې هکله ويل کيږي چې دا پروسه يو عام بشري جريان دی چې د بشر دتاريخ د پيدايښت نه را پيل سوې او تل يې و جود ﻻره خو زموږ په دوران کې ياني په دې څو ورستيو لسيزو کې يې بېړنی پر مختګ کړی دی . داسي ويل کيږي چې دا د نړيوالو د کار او توليد ګډ محصول دی چې هميشه د جهاني کېدو او ټولنيزېدو خواته روان وو. د دې جريان نه داسي لورېده چې په بېلابېلو عرصو کې د نړيوال اقتصاد په پياوړتيا سره به و نړيوالو ته ټولنيز عدالت، هوساينه، نيکبختي اود تکنالوژۍ د ﻻسته راوړنو دپراختيا اوګډې استفادې پراخ امکانات برابر کړي. داطلاعاتي او ارتباطي ټکنالوژۍ نه به پراخه او دټولنو د ښېګڼو دپاره به استفاده وسي او په نړيواله سطحه به د علم او پوهي د جهاني کېدومزي او آسانتياوي او ډېري داسي نور ي ﻻري خلاصي کړي چې و ټولو انسانانو ته به ډېر تازه فرصتونه را مينځته کړی او هغه به بيا د بشريت و راتلونکي نسلو ته دعادلانه اوسپيڅلي ژوند اميدونه راوسپړي .
داوسني جهاني کېدو مبليغين وايې چې نړۍ اوس په يوه کوچني کلي باندي بدله سوې ده او هر څه چې دوی غواړي هغسي به کيږي . هغوی وائې چې څرنګه چې د امريکا د متحده ايالاتو سياسي، اقتصادي، علمي او فرهنګي و ضعيت په داسي يو حالت کې قرار لري چې دا هېواد يې د نورو پر مختللو هېوادو په سر کې درولی دی، ځکه نو جهاني کول بايدد امريکايې کولو په معني تعبير سي . هغوی په دې اړه دنورو ډېرو صنعتي پرمختياو سره سره د ارتباطي تکنالوژۍ پرمختګ چې د جهاني کېدو د جريان سره يې ډېره کارنده ونډه اخيستې ده، يادونه کوي اووائې چې د کمپيوټر او د ارتباطي تکنالوژۍ ونډه يوازي دنړۍ دکرې ودې يا هغه اړخ ته په آن واحد کې د اطلاعاتو رسول د جهاني کېدو د پروسې سره په حيرانونکي توګه مرسته کړېده او دې وضعي د جهان بډايان په دې توانولي او داسي يې بر ﻻسي کړيدي چې و نړيوالو ته د خپل فرهنګ معيارونه هم و غزوي .
ځيني بيا وايې چې جهاني کېدل ټوله نړۍ په يوې کښتۍ کي ځای کړې او په يوه ناپايه اوقيانوس کې يې ايله کړيده څو دا د انسانانو خيلونه ودېته اړ باسي چې خامخا به د بډايانو په ګټه او غوښتنه و يوه ګډ سرنوشت او فرهنګ ته غاړه ايږدي او ددوې په خوښه به د وضعي سره سم ځانونه عياروي . دغه طراحان وايې چې په نني عصر کې يواځي په اصطلاح يو غالب تمدن وجود لري او هغه هم د لويديځ تمدن دی چې په خپل بډاې اقتصاد سره چې د ولسونو د زيار او پوهي په برکت يې تر ﻻسه کړی دی، ددې وس لري چې د نورو هيوادونو او ټولنو فرهنګونه په نوبت سره په خپل ځان کې را ګډ او منحل کړي . خو هغه هيوادونه چې بيا مقاومت کوي او و دوی ته غاړه نه ايږدي نو هغوی به يا ددموکراسی د خپرولو په بهانه را چپه کوي او يا به يې داسي تر خوږ ګوته نيسي چې په خپلو هيوادونو کې به يې د هغوي د دايمي پوځي اډو په جوړلو باندي راضي کوي !! فريدريک جيمون يو امريکايې څېړونکی په دې باور دی او وايې چې هغه خلګ چې د جهاني کېدو تر بريد لاندي راځي" فرهنګ يې پيسې او پيسې يې فرهنګ ګرځيدلي دي" .
دغه طراحان په دې عقيده دي چې ټوله نړۍ بايد دغه واقعيت درک او دهغه سره ځانونه عيار کړي او په هکله يې بايد هيڅ ډول حساسيت و نښيې ! خوګڼ شمېر خلګ چې د اوسني جهاني کېدو وژورتيا ته ګوري او هغه څه چې ددې پروژې تر شا پراته دي هغه را سپړي نوهغوي بيا بل شاني فکر کوي . هغوي د جهاني کېدو دا اوسنۍ پروسه يوه امريکايې پانګه واله نخشه بولي چې په دې ډول غواړي د ټولي نړۍ او هيوادونو پر شتمنيو ﻻس تير کړي او و يوې داسي تازه مرحلې ته يې پوري وهي چې په بېلابېلو بهانو باندي د نورو هيوادونو د زيرمو ﻻندي کول يې لوی هدف دی . هغوي په دې باور دي چې د جهاني کېدلواوسنۍ جريان د متحده ايالاتو او د نورو هيوادود سترو شتمنو کمپنيو تر لاس ﻻندي راغلې ده او غواړي چې دخپلو ګټو د پړسولو سره يوځاي د ملتونو د فرهنګونو، اديانو او مذهبي عقايدو امحأ هم دخپلي تګلاري جز وګرځوي او دا جريان په ټوله نړی کې ديوه واحده لويديځ فرهنګ او دين د رواجولو او پراخولو په وسيله واړوي، ځکه نو ډېرو و هغه ته د فرهنګي يرغل يا د لويديځ فرهنګ دجهاني کېدلو عنوان هم ورکړيدی .
ډېر بيا پوښتنه کوي چې ددې جهانې کېدو تر شا څه اوکوم محرکه ځواکونه پراته دي؟ او په دې جهاني کېدو کې به د څو مليتيزه شرکتونو وزن او ددولتونو مسئوليتونه څه وي؟ د نړيوال د تجارت سازمان، د پيسو نړيواله صندوق، نړيواله بانک او د داسي نور ورته سازمانونه به چې د نړۍ اقتصادي ښارګونه يې په ﻻس کې نيولي دي ، ددې جهاني کېدو دپروسې سره څه ډول چلند لري؟ دجهاني کېدو په جريان کې به دنړۍ په کچه د پانګي دوران، او نورو هېوادو ته د کارخانو لېږدول او داقتصادي فعاليتونوڅرنګوالۍ او په دې سازمانو او صنوقو کې د پانګي تمرکز او داسي نور به دچا په ګټه تماميږي؟ د متحده ايالاتو د سلطې نقش به په دې جهاني کېدو کې څه ډول ښودل کيږي؟ دغه او دې ته ورته ډېري داسي پوښتني دي چې هره يوه يې دجهاني کېدو وروايت ته بېلابېل ځوابونه ورکوي چې دهغه پر راتلونکي نقش باندي نور بحثونه غواړي او بايد چې جلا څېړني او ليکني ور باندي وسي .
د ټولنيزي زده کړي ډېرو کارپوهانو او د نظر خاوندانو ﻻ پخوا د خپل فکري چاپېريال په ماحول کې د جهانې کېدو جريان په خپلوعلمي ليکنو او تحليلونو کې منعکس کړی دی او پر هغه باندي يې د ننۍ ورځي دغوښتنو او د بشريت د تکامل د اصولو سره سم روښني اچولې، او هغه يې د بېلابېلو اړخونو د نظره تر بحث ﻻندي نيولې ده .
کلاسيکو ټولنپوهانو او د نظر خاوندانو لا پخوا په ډېر سيستماټيک ډول د جهاني کېدو پر راتلونکي باندي توضيحات ورکړي دي اود هغه په هکله يې خپل نظريات ښودلي دي . ددې نظريې مخکښانو ﻻ پخوا د پانګه والي د پيدايښت سره جوخت، دا سيسټم يې يوه داسي پديده ګڼلی ده چې د جهانې کېدو نه بغير د پر مختيا او ودې امکانات نلري او د ژوندی پاتي کېدو هيله يې نشي کېدﻻي . دې کارپوهانو په ډاګه دا خبره څرګنده او ثابته کړېده چې پانګه والي که جهاني بڼه غوره نکړي يعني جهاني نسي نو له مينځه ځي او ور سره يې دا خبره هم جوته کړېده چې پانګه والي په هر ځاي کې چې پښه ږدي نو هغه ځاي د خپل وجود يوه برخه ګڼي . دنړۍ په بيلابېلو ځايونوکې په مختلفو ډولونو د هيوادونو تسخيرول په لومړي سر کې دسياسي، پوځي او اقتصادي استعمار په شکل را مينځته سويدی؛ وروسته يې بيا د نوي استعمار يعني سياسي او اقتصادي شکل نيولی دی او نن يې هم دادی د نئوليبراليزم يا صرف اقصادي بڼه غوره کړېده .
ځينو بيا لکه فرانسوي ټولنپوه "دورکيم" د نولسمي پېړی په آخره کې د نړيواله ارزښتونو اوهغه څه چې د موډرنه تمدن نه را پيداسوی او د ټولنيزو پرمختګونو په جريان کې دټولني و پوهي او جهاني اخلاقو ته يې بدلون ورکړی دی، خبري کوي . هغه وايې چې نړۍ و هغي خواته حرکت کوي چې خامخا به دغه ارزښتونه يو دبل سره يوځاي کيږي او په نتيجه کې به يو واحد او ارزښتمنده جهاني نظام را مينځته کوي .
خو الماني ټولنپوه "ماكس وبر" بيا دا نظر وړاندي کوي چې يونيورسل يا ټوله نړۍ د تاريخي سير په دوران کې دې مرحلې ته ځان را رسولی دی چې دموډرني نړۍ د ځانګړتياوو سره يوځاي صنعتي جهان به پر انسان باندي تسلط پيداکړي . هغه وايې چې دا تسلط انسان د بوروکراسۍ په قفس کې بندي کوي چې هغه دغه سلطه د بوروکراتانو د ډيکټاټورۍ سره تشبيه کوي او داسي تلاښ ته يې ورته بولي چې انسان به د انسانيت د خوي او خاصيت نه خالي کړي .
دكتر سميرامين د عربي نړۍ يو پياوړی او پېژندل استازی او د جهانې کېدو د سياست يو سرسخته مخالف دی . دغه مصري پوهاند چې په اقتصاد کې يې خپله دوکتورا د پاريس د پوهنتون نه تر ﻻسه کړېده هغه بيا وائې چې جهاني کېدل يوه مخکې تر مخکي جوړه شوې پروژه ده اودا د پانګه والۍ دپراختيا او ودي سره يو ځاي ددې نظام قوانين او پر ټوله نړۍ باندي د لويويځي ارزښتونو استيلا حاکموي . هغه وايې چې د جهاني کېدو سياست دوه عمده هدفونه تعقيبوي يو داقتصاد و جهاني کېدو ته ﻻ نوره هم پراختيا او ژورتيا ورکوي چې پر بازار باندي هماغه نړيوال تسلط دی او بل هدف يې د ملتونو او حکومتونو د مقاومت داصل له منځه وړل دي . سمير امين په دې باور دی چې د جهاني کېدو استراتژي د يوه بازار په حيث پر ټول جهان باندي بر اعلا تسلط دی . هغه وايې چې ددې کار پايلې به په هغو هېوادونو کې د ملي يووالي او وحدت زوال راولي کوم چې پر استعمارچيانوباندي نيوکي نيسي .
د ګټي د اخيستلو نابرابري او په هغه کې درغلي دګلوباليزېشن يا جهاني کېدو د منفي عواقبو ترټولو لويه اوناوړه اغيزه ده . دغه نا انډولي ددې سبب ګرځيدلېده چې هم په نړيواله سطحه او هم دهېوادو په کچه دوه ډوله اقتصاده را مينځ ته کړي . يو د بډايو اقتصاد اوبل د نادارو. او دا يوه لويه نړيواله لانجه ده چې د دائمي حل ﻻره يې اصلاً په دې اوسني سيسټم کې نه ليدل کيږي . جهاني کېدل وډېرو پوښتنو ته ديوه سيسټماټيک چلند ضرورت را پورته کوي. داسي مسئلې لکه د فقر او بې عدالتی سره مبارزه يا دژوند دچاپېريال ساتل چې په خپل ذات کې په ټوله جهان پوري تړل کيږي . په دې هکله فردي او شخصي برخورد او همدارنګه د بازار د قوانينو عامول ودې پوښتونو ته د ځواب توان نلري بلکه برعکس هغوي پخپله د توپېر او تضاد منابع بلل کيږي . ډېر په دې باور دي چې دليبرالي جهاني کېدلو په وړاندي بديل دوګړو او نسلونو د پيوستون پر بنياد و يوې اوږد مهالي لير ليد ته اړتيا لري . دغه کار ديوه ډله ايزه عمل او په نړيواله اړيکو کې د نويو برابرو او عادلانه قواعدو إړتيا را برسيره کوي .
په دې کې شک نسته چې جهاني کېدل داسي يوجريان دی چې شاته نه راګرځي او پر مخ درومي درست لکه صنعتي کېدل . داچي د فرهنګونو تبادله او ارزښتونه پر مختګ وکړي او داچې د انسان د پرمختګونو او اخلاقياتو تمدن جهاني سي داخو بده خبره نده ، خو هغه څه چې ډېر ناوړه ده او نړيوال به يې و نه زغمي هغه ددې ارزښتونونه ناعادلانه او شخصي استفاده ده چې هرو مرو به دجهاني ګډ غبرګون سره مخامخ کيږي . په اوسنۍ نړۍ کې د فقر او ثروت تر مينځ واټن يو څرګند واقعيت دی د جهانې کېدو دپروسې سره ګډېدل يا يې پر مخه پرېښودل يو تعيينونکی نقش نلري . يعني که جهاني کېدل د ځانه سره يوه داسي قطبندی مينځته راوړي او د بډاي او غريب تر مينځ واټن لنډ نکړاې شي دابه د نړۍ د پرګنو د ډېر ستر مخالفت سره مخامخ او وضعه به و يوې پراخي انارشۍ يا پوځي خونړۍ ډيکټاټوۍ ته ټيل وهي .
بل دا چې جهاني کېدل يو نه بدلېدونکی سرنوشت نه بلکه دبشري فعاليتونو هدفمنده محصول دی د هغه جوهر او محتوی کېداي شي او بايد چې دټولو انسانانو په ګټه بدلون وکړي . نن د نړۍ ګڼ شمېراستوګن په دې عقيده دي چې اصلي خبره خو پر دې ټکې وﻻړه ده چې د جهاني کېدو پروسه بايد انساني او عادلانه کړل سي او د موجوده فرصتونو او د اقتصاد د پرمختللي شرايطو نه چې ديوې نوې متمدني او انساني ټولني د جوړولو دپاره يې تر ﻻسه کړيدي داشاني ګټه پورته کړي چې بنسټونه يې پر سولي، امنيت، يووالي، ټولنيز عدالت او ورورولي باندي وﻻړ وي . دنړۍ خلګ په اصل کې د جهاني کېدو سره مخالف ندي بلکه دجهاني کېدو د جاري رونده سره مخالف دي . د نړی روڼ انده جهاني تفکر لري او په دي باور دي چې دا فکر د بشر دپيدايښت سره جوخت را پيدا سوی دی .
نن ورځ د نړۍ خلګ د جهاني کېدو سره د نوي سرمايه داری د فرعونيت او پر ټوله نړۍ باندي دپوځې سيطرې سره مخالف دي . دا لوي لښکر ځانونه د جهاني کېدو واقعي استازي بولي خو هغوي د ليبرالي سرمايه داري دجهاني کېدو سره مخالف دي او نظاميګري نه مني . هغوي د جهاني کېدو سره د کرکي سوال نه را پورته کوي بلکه دهغه چا سره مخالفت ښيې چې دغه روند د خپلو ګټو په خاطر پر مخه بيايې . هغوي د نړيواله پانګوالۍ د داشاني جهاني کېدو سره مخالف دي چې دټولي نړۍ اختيار او سرنوشت به دڅو تنو ميليارډرو پانګه والو په لاس کې لوېدلی وي . هغوي د نظاميګرۍ او دداسي يوه ظالمانه سيسټم سره مخالف دي چې انسانان د خپلوانساني ارزښتونو نه بې بر خي کوي . دداسې جهاني کېدو په سايه کې به دنړۍ انسانان و نشي کړاې په نړيواله سطحه د ځان او خپلو اولادو لپاره د يوې عادلانه او هوسا ژوند را تلونکې وويني . بېوزلي، لوږه، بېکاري، بې سوادي، د خپلو ګټي پخاطر دنشۀ موادو اد اخلاقي فسادونو ترويج، ايدز او ډېري داسي نوري ټولنيزي بلاوي دي چې د جهاني کېدو وخواته روان دي . دنړۍ ولسونه او هيوادونه حق لري دداشاني جهاني کېدو مخه و نيسي . هغوي حق لري چې د د موکراسۍ د صادرولو په نامه د پوځي يرغلونو او تشدد مخه ونيسي کوم چې هدف يې د هېوادونو د شتمنيو غصبول او د دولتونو مريې کول دي . هغوی ځانته دا حق ورکوي چې و داسي جهانې کېدو ته ﻻره هواره کې چې د هغه بنسټونه پر انسانيت ،سولي، ټولنيز عدالت، يووالي او ورورولی باندي و ﻻړ وي او په خپل دغه بشري، عادلانه او سوله ايزه آرمان کې جهاني کېدو ته لاس ورکړي .