١٣٨٤ د غويي ٢٢مه -
فضل الرحمن کټوازی-سيول کوريا
هغه په پښتو کي يو متل دی وايي " چه په سر خولۍ نه ګوري خو په سپي پسي منډیي وهي" دوه ورځي مخکي مي دخيبر تلويزيون له لاري خبرواوريدو چي يوې امريکايي ورځپاڼی دپاکستان په هکله يوکارتون نشر کړی و،چي په هغه کي دپاکستان بې عزتي شویې وه ، په دې هکله دپاکستان له لوري متحده ايالاتو ته احتجاج هم شوی وو که نه؟ خو زما او ستا احساسات يې دپخوا په شاني راووپارول دا ډيره ښه موقع وه چي په بل شوي اور تېل و وپاشل شي،دداسي لاريونونو ترشا پټ لاسونه کارکوي ترڅو خپلي نامشروع ګټي خوندي کړي،او دولت کمزوری کړي،دا خرڅ شوي خلک چه دپردو په اشارو دافغانانو دسپيڅلي احساساتو سره لوبي کوي بايد ژر تر ژره څرګند او دقانون منګولو ته وسپارل شي چي بيا څوک بې دکوم څرګند حقيقت نه ددې جرائت ونکړي چي په خپل سر په مظاهرو لاس پوریي کړي او خپلو هغو مالونو ته چه په سوال مورانيولي اورونه واچوي او يو وار بيا مو دنړۍ سوال ګر کړي .
ماته يوه پېښه راياديږي يو ځوان چي دخارج نه راغلی و هغه داپريل پولApril Pool په نامه دخلکو نه احمقان جوړول په غربي نړۍ کي دا يو دستور دی چه هر کال داپريل په لومړی نېټه انډيوالان ديو بل دتنګولو لپاره تر څو دهغه دکم عقلۍ نه لذت واخلي کورته يې تيلفون کوي يا برېښنا ليک ورته ليږي او يا ليک چه خدای مه کړه پلار دي ټکر شوی یا داسی نور. . . . .
ددې عادت ليوني داکاردافغانستان په يوه لري پراته کلي کي ترسره کولو او خپل يوه ملګري ته يې وويل چه پلار دي پلاني ووژلو ،دغه ځوان په غوسه شو او دکور څخه يې ټوپک راواخیست ترڅو دخپل پلار قاتل ووژني کله چه دکوره رابهر شو نوپلار يي په لاره روغ رمټ دکور په لور راروان وليد،هغه يو طرفته دپلار په ليدو خوشحاله شو او بل طرفته فکر يوړو چه زما خوږ ملګری چه يو تعليميافته ځوان دی او په متمدنه نړۍ کي هم لوی شوی داسي دروغ يې ولي راته وويل ددې پرځای چه کور ته ولاړ شي مستقيم دملګری کورته ورغی او په زوره يې دروازه ورته وټکوله هغه چه دکور په دروازه کي راڅرګند شو نو ډيريې وخندل کله چي يې ځوان دټوپک سره وليد او ورته يې وويل چي يقينآ ته داپريل دلومړۍ نېټې لوی احمق يې . همدا شان کيسه زمونږ ددې جذباتي ملت سره د تاريخ څخه را روانه ده،ترهغه وخته چه حقايقوته انتظار وباسو ،ژر پرې خپل قضاوت وکړواود غازی امان الله خان په شاني ملي شخصيتونه دپردو په اشاروپه يواو بل نوم سره په خپلو لاسونو ورک کړو.