د استاد محمد اسمعیل یون ۳۳ کتابونه چاپ شول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28094
روح الله وفا
دخبریدو نیټه : 2009-08-02

د پوهندوی، لیکوال، سیاستوال او شاعر استاد محمد اسمعیل یون ۳۳ ډوله بېلابېل کتابونه د چاپ په ګاڼه سمبال شول:
نن  د جمعې مبارکه ورځ  چې د زم ي د میاشتې د نهمې نېټې سره سمون لري، د استاد محمداسمعیل یون  ۳۳ ډوله بېلابېل کتابونه د لوستونکو پر مخ نندارې ته وړاندې شول:


د پوهندوی محمد اسمعیل یون لنډه پېژندنه:
محمد اسمعیل یون د محمدخان زوی د هدایت خان لمسی دی، چې د لغمان ولایت، الینګار ولسوالۍ په الوخېلو کلي کې یې پر۱۳۴۶ لمریز کال د کب د میاشتې په اتلسمه دې دنیا ته سترګې غړولې دي، د ۱۳۷۰ کال راپدېخوا په هېواد کې په بېلابېلو ادارو کې د ملت خدمت کړی دی.


دا غونډه چې د استاد محمد اسمعیل یون په چاپي اثارو باندې جوړه شوې وه، په پیل کې د قران کریم مبارک ایتونه تلاوت شول، ورپسې د ښاغلي یون د کورنۍ په استازیتوب اغلې ارین یون لیکوالو، شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو او اغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل: نوموړې د ښاغلي یون زیارونو ته اشاره وکړه، ان تر دې چې د نوموړې په وینا ۲۵ ځله کډه کولو ته اړ ویستل شوي دي، همدارنګه نوموړې هغه  ستونزې هم په ګوټه کړې چې له ده سره یې د کورنۍ ماشومانو ایستلې او دا دروند بار یې پورته کړی، وروسته تکړه لیکوال ښاغلي زرین انځور یون ته ددې کتابونو د چاپ مبارکي وویله او له هغو کسانو یې مننه وکړه چې له ښاغلي یون سره یې زحمت ایستلی، ده وویل چې  د نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په یوه ورځ  دې د یو کس دومره کتابونه چاپ شي. ورپسې وفا الرحمن وفا د کتابونو د راټولولو، کمپوزولو، ایډیټ کولو، چاپولو او ټولنې ته رسولو، باندې رڼا واچوله، چې  له څومره ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي، نوموړي زیاته کړه چې ځینې لیکنې مو له ویب پاڼو را اخیستې،  ځینې هم له کتابتونونو، ځینې هم له ورځپاڼو مجلو  نه راغونډ کړي دي، او ددې کتابونو د برابرولو لپاره مو مهال ویش جوړ کړی ؤ، چې څنګه دا کتابونه را ټول کړو او همدارنګه  څنګه دا کتابونه چاپ کړو نو له نیکه مرغه  تر دې دمه بریالي شوو، څنګه کتابونه چاپ کړو؟ ددې کار سرته رسولو لپاره به ښاغلي یون صیب د هر کتاب لپاره دری کسان غوره کول، او مالي لګښت به یې په غاړه اخیست، یون صیب کولی شول دا کتابونه په دولت چاپ کړي خو ددې لپاره چې دا کار د ملت لپاره دی نو ځکه یې په دې طریقه چاپ کړل، همدارنګه وفا الرحمن له ښاغلی ضیا الرحمن ضیا نه مننه وکړه چې د کمپوز برخه کې یې ډېر زیار ویستلی دی، و پسې د ځلا ټیکنالوژۍ دفتر استازي وویل: چې موږ لپاره د ویاړ ځای دی چې ددې کار په ترسره کولو کې مرسته کړې ده، نوم ړي د کتابونو بریښیز مطالعه کولو نرم کالي(ساپټ وېر) شرح کړ چې څنګه به ترې استفاده وکړو، نوموړي وویل:  مونږ ورته دوه یوزرونه جوړ کړي دي: چې یو یې مین یا اصلي چې هغه یوزر یوازې یون صیب لپاره دی، او دویم: ګیسټ: چې د هر څ وک کولای شي استفاده ترې وکړي، همدارنګه موږ یون صیب ته یوه ډالۍ لرو چې د www.yoon.com.af   او نوموړي وعده وکړه چې www.yoon.af    به هم برابروو او ښاغلي یون ته به یې په واک کې و کوو، دروند استاد ليكوال، اديب او څېړونكي محمد اصف صميم د ښاغلي يون كړنه د يو د هغه نړيواله لومړيتوبونو نه وباله چې د نوموړي دغه كړنه دى په لومړيو كسانو كې راولي، او دا كړنه يې دده همت وباله او يون ته يې ددې كړنې د پاى ته رسېدو او پوره كېدو مباركي وركړه، ورپسې د كوزې پښتونخوا استازي استاد راجولي شاه خټك، د كوزې پښتونخوا په استازېتوب يون ته مباركي وويله، نوموړي خوښي څرګنده كړه چې د يون دغه زيار د ليكوالو لرليد په ګوته كړ، نوموړي خوښي څرګنده کړه چې په پښتون  قوم كې دا شعور راژوندى شوى چې كتاب ته مخ كړي، ورپسې ډاكټر بهاند ينواري په جرمني كې د پوهنتون استاد يون ته مباركي وويله او ددې غوښتنه يې وكړه چې بايد د ښاغلي يون دا زيار بايده ده چې د نړيوال ريكارډ په ټوګه ثبت شي، ورپسې كاتب شاه كاتب د  يون كلتوري يون په وياړ شعر واورولو، همدارنګه: ښاغلي غفور لېوال په دې خوښي وښووده چې دا كړنه به د فرهنګي دوښمنۍ چې هېوادوال ورسره مخ دي، ده له م ينځه وړلو پيلامه وي، ورپسې باوري وويل: ما دغه كتابونه ټول كتلي او د وياړ ځاى دى په خپله ژبه كې دا ګټور كتابونه ولرو، همدارنګه، مولوي سرفراز، خپلواك، او تحريك، حبيب الرحمن د هرات او بادغيس د ليكوالو او اديبانو په استازيتوب يون ته مباركي وركړه ، وروسته ښاغلي يون له ټولو خاصتا هغو كسانو چې له ده سره يې زيار ايستلى مننه وكړه،  يون له ټولو ليكوالو نه غوٰښتنه وكړه چې بايد د پښتو د ودې لپاره له دوی سره يو شو او ددې كار لپاره يو ماسټر پلان جوړ كړو،  او ددغه پلان تر چت لاندې كار وكړو ترڅو په راتلونكي لسو كالونو كې په پښتو ژبه كې هېڅ كمى ونلرو، ،  ورپسې تاريخ پوه، تكړه ليكوال، شاعر، څېړنپوه استاد حبيب الله رفيع يون ته م باركي وركړه او دده دا كړنې ته يې افرينى وويل، نوموړي وويل: چې د ۱۳۶۵ كال كې په ټوله نړۍ كې مونږ په پښتو ژبه كې يوازې دري ۳۰۰۰ ټوكه كتابونه لرل، حال دا چې نن يو كس په يوه ورځ ۳۳۰۰۰ ټوكه كتابونه سره له نورو اسانتياوو ټو نې ته وړاندې کړل، نو دا د وياړ ځاي دى.