د جلال اباد پېښو ته يو لنډ نظر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2815
نظيف تکل - روتردام ( هالنډ)
دخبریدو نیټه : 2005-05-13

١٣٨٤ دغويي ٢٣مه ( د نظيف تکل ليکنه ) 

په موږ افغانانو کي يوه ټوکه ده وايي چي :

 د امير عبدلرحمن خان په وخت کي (( د هغه روح ته په ټول درناوي سره )) په افغانستان کي يو توپ جوړ شو ، د توپ د لمړۍ ډزي د ازمايښت په وخت کي امير هم حاضر و ، کله چي ټاکلي شخص ته د توپ د ډزي امر شو  توپ وچاودېد ،او امير سخت په غوسه شو ، نو ډزه کوونکي ورته وويل ، صېب په غوسه کېږه مه ، دلته چي دا حال دی ، نو هلته به څه حال وي .

نو د جلال اباد پېښو ته په پام سره زموږ چي د پوهنتون د محصلينو داحال وي ، د ټوپک سالار به څه حال وي ، د پوهنتون محصيل چي په دې ونه پوهيږي چي د ودانيو سوځول او د ملګرو ملتونو د دفترونو سوځول د موضوع د حل لاره نه ده نود ټوپک سالار نه به څه ګيله کوو ، موږ د جګړو په دا ټول پير کي ددې وطن په شتمنيو زړه نه دی سوی ، اوتل مو د پردو په اشاره هر څۀ ورته په پردو بازارنو کي ليلام او يا مو ورته اور اچولی دی  ، خو افرين ددې وطن چي بيا يې هم موږ ته غېږ پرانستې او د ژوند سا په کي اخلو .

که اصلي موضوع ته راسو چي هغه قرآن عظيم الشان ته په ګوانتانامو کي سپکاوی دی لومړی خو دا موضؤع د امريکا د حکومت په کچه هيڅ نه ده تائيد شوې ، بلکي د يوخبر په شکل په نيوز ويک کي خپره شوې ده ، او امريکايان لا په دې تحقیق لګيا دي چي دا کار شوی او که نه ؟

نو که چيري دا خبر غلط ثابت شي بيا به ددې شوي تاوان جبران څوک ورکوي او له چا نه به يې پوښتنه کيږي  او که برعکس داخبر صحي ثابت شي چي په رښتيا هم په ګوانتانامو کي د عظيم الشان قران سپکاوی شوی دی . په هغه صؤرت کي به امريکايان د خپلي ژمني سره سم متهم او يا متهمينو ته جزا ورکوي ؟

خو هغوی ته به څوک جزا ورکوي چي يوازي د ننګرهار په اطلاعات او کلتور رياست کي په لسګونو ټوکه قرآن وسوځېد ، او په سلګونه مليونه ډالره تاوان ورسېد .

د يو غريب ملک له پاره چي د ېوې پېړۍ څلورمه برخه يې په جنګ کي تېره شوې وي دا ډېر زيات تاوان دی چي ولس مو په سوړ ژمي اوتاوده اوړي کي په خېمو کي شپې سبا کوي او کوچنيان مو د مختلفو امراضو له امله بې درملو مري ، خو د پوهنتون محصيل مو دي  د ننګرهار د ښځو د چارو په رياست کي ددوه ويشتو خونو ته اور اچوي  ، او غوړ برېتونه دي د پوهنتون په انګړ کي چکر وهي ، بيا به راشو دې ته چي اسلام د نړۍ د ټولو مسلمانانو تر څنک د افغانانو ګډ دين او قرآن د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ کتاب دی ، ساتنه ، پالنه او خپرونه يې د ټولو مسلمانانو ګډۀ دنده ده  نه يوازي د افغانانو د نيوز ويک داخبر په ټوله نړۍ کي خپور شوی دی ، ولي د نوري نړۍ ټول مسلمانان چوپه خوله دي او افغانانو يو ځل بيا خپل کور په اور کي وسوځاوه .

جالبه داده چي يوه ورځ د ننګرهار د پېښو څخه مخکي د اروپا پارلمان د افغانستان جمهور ريس ښاغلي کرزي ته يو مليارډ يورو منظور کړې ، خو له دې مرستي يوه ورځ وروسته د مليونو ډالرو په ارزښت د جلال اباد په ښار کي دولتي او نادولتي شتمنۍ د اور په لمبو کي د نړۍ ټولو تلويزيونونو وښوولې  ، او دا ځل ددې پېښو سره غبرګ اعلانېدل چي دا د پوهنتون محصلين دي ، نه ټوپک سالار !

 

په درنښت

نظيف  تکل – هالنډ د روتردام ښار