علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت
برکاته
بسمه تعالی،محترمومسلمانانووروڼودمحاسن الاسلام په دې برخه اوپه راتلونکې برخه کښی په دې اړه
بیان درته کوم چی داسلام سپیځلی دین وښځوته اودښځووحقه حقوقوته په څونه قیمتی اواوچت نظرسره کتلی دی،خوپه دې
برخه کښی دمقدمې په توګه ترمطلب بیانولودمخه کوم چی په راتلونکې برخه کښی به ان شاءالله درته راسی پردریوخب
وباندی رڼااچول غاړم
اوله خبره داده چی اسلام چی په کومه اندازه کښی دښځودارزښت اوددوی دحقوقوت خیص کړیدۍ نوهغه په حقیقت کښی دهغه ذات مقدس له طرفه سویدۍ چی دښځوخالق اومالک دۍ اودښځودفطرت له ټولواړخونوڅ خه تنها اویواځی همدغه ذات ته علم حاصل دۍ اوهیڅ کاریې بې حکمته ندۍ عادل ذات دۍ چی په هیڅ کارکښی یې دظلم م داخله امکان لاهم نه لری نوهره ښځه چی پردغه تشخیص اعتراض ولری په ناخوښه سی نوهغه پرخپل خالق اومالک باندی اعتراض کوی،اودارنګه هرڅوک که داسلام له تشخیص څخه پرته دښځودارزښت اوددوی دحقوقوتشخیص په ډول مناسب وګڼی نودابه داسی مثال ولری لکه یوڅوک چی دیوشی ایجادوکړی لکه مثلادموټرایجاداودهغه داستعمال طرزاوطریقه هم مشخصه کړی،بل سړی چی بالکلیه ددغه شی له فطرت اوحال څخه ناخبره وی راولاړسی اوددغه شی داستعمال طریقه له خپله ځانه جوړه کړی اوداصلی موجدپرطریقه باندی معترض وګرځی،
دوهمه خبره داده چی په مسلم انوکښی دښځوپه باره کښی ځنی دسی نارواروجونه اوکلتورونه چلیږی چی له اسلامی هدایاتوسره ټکردی خوداسلام دښم نان دغه کلتورونه داسی تعبیره وی چی داداسلام له لارښوونوڅخه دی اوپه دې طریقه سره داسلام دبدنامه ولوکوښښ کوی،دبیلګوپه ډول په ځنومسلمانوکښی دارسم دۍ چی دقتل په بدی کښی کله چی متخاصم طرفونه روغه سره کوی نودمجرم طرف له به خامخاومقابل لوری ته ښځی ورکیږی،دارنګه ډیرمسلمان دارواج لری چی وښځوته دمیراث حق نه ورکوی ،اودا نګه که یوه ښځه کونډه سی نوودېته دااختیارنه ورکول کیږی چی دخپلی خوښی میړه وکړی بلکه خامخابه داله هغه چاس ه نکاح کوی کوم چی ددې ومړه سوی مېړه ته ډېرورقریب وی اوله دې سره یې نکاح رواوی،اودارنګه دمال په لالچ ډی مسلمان خپلی لوړنی اوخوندی وډیر سپین ږری اویاوبل داسی چاته چی دښځی په هیڅ معنی کفوه اوبرابرنه وی دښځی بې ضائته په نکاح ورکوی اودغه راز نوررسمونه هم سته خوداټول رسمونه په اسلام کښی ناروادی اواصلی مأخذیې تراس ام دله مخه دورودکفاروعنعنې دی اوداکارونه پراسلام بایدونه تپل سی بلکه دغه رازمسلمانان له اسلام څخه سر غړه ؤنکی بایدوبلل سی،
دریمه خبره داده چی اسلام په هغوځایوکښی چی په هغوئ کښی دښځواودنارینه ؤفطری م
تضی سره برابره وی نوپه هغوئ کښی یې نراوښځه مساوی سره بللی دی اویوشان حقوق یې ودواړوته ورکړی دی اوپه
کوم ځای کښی چی دښځی حال اوفطرت ترنارینه دزیات ار زښت تقاضاکوی نوهلته اسلام وښځی ته پرنرباندترجیح ورکړی ده
اوپه کومه ځایوکښی چی دښځی فطرت دمرجوحیت اومفضولیت تقاضاکوی نوهلته اسلام نارینه پرښځه باندی افضل ګڼلی دۍ
،البته عقل اوشرعه اوحس اوتجربه هریوه داخبره ثابته کړیده اوښکاره کړی یی ده چی جنس اوحقیقت دنارینه افضل دۍ
ترحقیقت دښځی لکه چی دآل عمران په شپږدیرشم آیت کښی الله پاک فرمایلی دی،ولیس الذکرکالانثی،اودارنګه یې
دسورة البقره په دوه سوه اواته ویشتم آیت کښی فرمایلی دی ،وللرجال علیهن درجة والله عزیزحکیم،اولکه چی دا
نساءپه څلودیرشم آیت کښی چی الله پاک فرمایلی دی،الرجال قوامون علی النساءبمافضل الله بعضهم علی بعض وبم
اانفقوامن اموالهم،نوهرڅوک چی دښځی اودنرپه منځ کښی له ټولووجوڅخه د مساوات اوبرابری ادعاکوی اوله هغوفرقوڅ
خه چی دښځی اونارینه ترمنځ موجوددی انکارکوی نوعقل اونقل اوحس اوتجربه ټول دده دخبری پربطلان باندی اودا
نګه دده پرسخت جهالت اویاتعصب باندی ګواهی ورکوی نوهره ښځه که مسلمانه وی نوهغه خوبیخی بایدداعقیده ول
ی چی ددې هرډول شرافت په همهغه لاره کښی خاص محفوظ دۍ کومه چی اسلام ددې دپاره دتګلاری په حیث غوره
کړی ده اوداسلام ددښمنانوله غلطواذاعاتواوتحریکاتوڅخه بایدمتأثره نسی چی بیابه ددنیا اوآخرت له شرم
ندګیواوخساراتوسره مخامخ سی اوکه کافره وی نوهم اقلاعقل خولری بایدداسلام په هغوهدایاتوکښی بې تعصبه عقل
وچلوی کوم چی دښځوپه شان کښی یې کړیدی اوبیایې دکفری دنیا له له باطلوخبروسره اودښځواونارینه ؤله فطرت سره م
ایسه کړی اوله تعصب اوعناداوله سفه اوجهالت څخه دباندی دعدالت اوانصاف فیصله وکړی اوعملی یې کړی ،والسلام وم
ن الله التوفیق مقصودی بیان په راتلونکې برخه کښی وګورۍ