د افغان روڼ اندو اساسي دندې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2850
ډاکټر محمد علي هو ما
دخبریدو نیټه : 2005-05-17

ډاکټر محمد علي هو ما
٢٧غويی ١٣٨٤. هېلورسوم - هالنډ

افغان اولس دخپل کړکېچن ژوند دسيا سي تاريخ د بل پړاو د پاڼو په ليکلو لګيا دی . په دې لاره کې ډېر اغزي پراته دي . خورا لږ ه بې پامي، ډېر ستر ناورين رامنځته کولای شي . د پنځه ويشت کالنې اوږدې غميزې څخه هېوادوال ډېر ستومانه دي . کورني اوبهرني غليمان شاوخوا په مرچلو کې ناست دي . ضرور ده چې د تېرو کالونو ترخو تجربو ته په پراخې حوصلې سره پام وکړو . اوسنۍ وضعه په ريالستيکه توګه وڅيړو، سمه يې تحليل کړو او معقول عبرت ترې واخلو .نړيوال شرايط ،سليم عقل او شرافتمن ژوند حکم کوي چې خپل کړه وړه د ملي ګټو داصل پر بنسټ په بشپړه توګه برابر کړو. لنډ فکرۍ او تنګ نظرۍ ته ځانونه تسليم نه کړو،که نه په انتظار ناست ځناورا ن به مو له هر ډول توپير څخه پرته ټوټې ټوټې کړي .
د افغان روڼ اندو مخې ته ډېرې درنې او پېچلي دندې پرتې دي . د هغو د سرته رسولو لپاره د پخواوسنجول شويو ګامونو پورته کولو ته ډېره اړتيا ده . خو ددې موخې لپاره روڼ اندي داسې واقعي سمبالتيا ته ضرورت لري چې د اوسني وخت د شرايطواوحالاتو سره بشپړ سمون ولري . څرګنده ده چې د افغان روڼ اندو مخونه هغو تورو، سپينواو سرو داغونو بدرنګ کړي دي چې په ټاکلو تاريخي او ټولنيزو شرايطوکې پخوانيو، ملي، سياسي او مذهبي ګوندونواو ډلو ورباندې لګولي وو . د تېر وخت حالاتو دوی ديواو بل سره ټنډه په ټنډه کړي ا ود بېځايه کرکواوکينوڅخه ډک کړي دي .اوس د ټولوګوندونواو ډلود واکمنۍدوره تېره ده . بې شمېره کسانو له پخوانيو ناخوالو څخه سم عبرت اخيستی دی او دې ته تيار دي چې دملي ګټو د اصل پر بنسټ د هېواد په سمسورتيا او د خپلې ملي واکمنۍ په ټينګولو کې پراخه برخه واخلي .مګر ځينې کسان لا تر اوسه هم په پخوانيو مزمنوناروغيو اخته دي . هېڅ ډول پرهېزاو درمل يې نشي علاج کولای . دوی هڅه کوي چې داوسنيو شرايطو څخه د پخوا په شان دخپلوناپاکو موخو لپاره ګټه پورته کړي . هغوی بايد پوه شي چې اوس په ويښ شوي افغان اولس باندې د دوی زاړه منتر نه چليږي . هرڅومره زيات چې په دغه ناپاکه لاره کې مخته لاړشي، هغومره يې مخونه لا پسې توريږي . په پای کې ښايي داسې بدرنګ شي چې د خلکو له کتلو هم ولويږي .
د خواشينۍ ځای دی چې هغه روڼ اندي چې د ملي ګټو د اصل پربنسټ د هېواد د سمسورتيا او د ملي واکمنۍ د ټينګولو لپاره هلې ځلې کوي لا تر اوسه د ځان د سمبالتيا په اړوند يونظر نه لري . چې په لاندې ډول ګوته ورته نيولای شو :
١_د پرونيو کيڼ لاسو ډلو ځينې کسان چې په اوس مهال کې سازماني اړيکي نه لري يا يې نوي ډلې جوړې کړي دی په دې نظر دي چې يوازي دوی دې سره يو شي . دغه نظر لاندې نيمګړتياوې لري :
الف : په دې ډلو پورې د روڼ اندو محدودول هغه ستره اشتباه ده چې ددغه نظر د خاوندانو سياسي حيثيت ته تاوان رسوي او د هېواد په کچه د پراخ نظر خاوندانو ته به هېڅ وخت دمنلو وړ نه وي .
ب : دغو ډلوټپلو کالونه کالونه دخپل ګډ فعاليت په اوږدوکې داسې وده او پراختيا موندلي ده چې پر يوه او بل باندې د بې باورۍ ډېره ناوړه سابقه لري . اوس چې ځينو ډلو دمستقلو ګوندونو نومونه پرځانو ايښي دي اود رنګارنګ منابعو مالي او مادي امکانات په لاس کې لري،کوم زور او فشار به يې مجبورکړي چې په اسانۍسره له هغو امتيازونو څخه لاس په سر شي، دکومو لپاره يې چې په ټول مبهم سياسي عمر کې ډېرې هڅې کړي دي .
ج : بايد ووايو چې دغو ډلوټپلو ته ډېر کسان ان د رښتينو روڼ اندو په سترګه هم نه ګوري ، نو څنګه به وکړای شي چې د هېواد په کچه ټول روڼ اندي پر ځان راچاپېر کړي . دا ډول نظر له خوشي خبرو اترو او د وخت تېرولو څخه پرته بله پايله نه لري .زمونږ په نظر داسې تشه په نوم سمبالتيا، روڼ اندي د تجريد خوا ته بيايي او دپخوا په شان دهېواد دواقعي سمسورتيا په درد نه خور ي .
٢_ نورکسان ټينګارکوي چې په لومړي پړاو کې دې يوازي د افغانستان د خلکو دموکراتيک پخواني ګوند هغه غړي سمبال شي چې د هغه ګوند په دننه کې د مختلفو ګروپونو او له دې ګوند څخه د راوتليو نويوګوند ګړيو سره تر اوسه پور ې تړاو نه لري . د دوی په نظر داسې نسبتا َ متجانسه کتله د روڼ اندو د راتلونکي پراخ انسجام لپاره ډېره ښه زمينه مساعدولای شي . په ظاهرکې دا ښکلی نظر دی،خو د عمل په ډګرکې ژورې نيمګړتياوې لري چې دلومړي نظر د خاوندانو په شان دا ډول طرح هم روڼ اندي د تجريد لا ژورې کندې ته ور غورځوي . ځکه :
الف : کله چې دا ډول کسان له پخوا څخه کوم انسجام نه لري، نو د هغوی لټول او بيا سمبالول ډېرو ما دي امکاناتو، منډو ترړو ،صادقو او باوري مجربو کسانو ته اړتيا لري چې په اوسنيو شرايطو کې د زياتو واټنونو د شته والي له امله دا موخه نږدې ناممکنه بريښي .
ب : د مشخصو کسانو محدود او مشروط انسجام د نورو فعالو هم نظرانو په وړاندې بې باوري پيدا کوي . ښايي دغه منځته راغلي بې باوري هېڅکله هم په راتلونکي کې ورکه نشي . نو د دې پر ځای چې داسې سمبالتيا پراختيا پيدا کړي، په نطفه کې له منځه ځي .
٣_ د دريم نظر خاوندانو په اند ضرور ده چې دهېواد دسمسورتيا لپاره د کيڼ لاسو ګوندونو ترمنځ يووالی راشي يا جبهه او اءتلاف ترې جوړ شي . د دې نظر نيمګړتيا دا ده چې :
الف : دا ګوندونه چې مختلفې تګلارې لري،نو د بهرنيانو سره د هغوی ټينګ او تاوده اړيکي، سخت قومي تعصبونه، سيمه يیز تمايلات ، ځان غوښتنې او رنګا رنګ سليقوي اغېزې به يې پرې نږ دي چې په اتفاق سره د يوه نظر اويوې تګلارې پر شاوخوا راټول شي .
ب : د جبهې او ائتلاف دجوړولو لپاره نسبتا َاوږده موده په کارده، نوي جوړ شوي ګوندونه چې د خپلوکمزورو تګلارو له مخې لا تراوسه پر خپلوغړوباندې پوره واک نه لري، څنګه به وکړای شي چې د ائتلاف د تګلارې پر بنسټ سملاسي له سره سمبال شي . ښايی د دوی ترمنځ د خورا کوچنيو مسًلو په اړوند دلنډې مودې لپاره سست ائتلاف منځته را شي، خو ژوره پراختيا به يې په برخه نشي .
ج : د دغه ډول سمبالتيا په وخت کې دهغه د مشرتابه د سم ترکيب مسًله هغه اساسي خنډ دی چې د دوی ترمنځ سياسي بې باوري د همېشه لپاره ژوندۍ ساتلای شي . نو ځکه لنډ مهالي سمبالتيا دهېواد د سمسورتيا لپاره سمه نسخه نه ده .
٤_ څلورم نظر دادی چې : له هر ډول توپير پرته دې ټول خواره واره روڼ اندي، ملي او مستقل شخصيتونه، ټول کيڼ لاسي اوملي ګوندونه او ډلې دملي ګټو د اصل پر بنسټ د ګډې ملي تګلارې له مخې په پراخ ملي غورځنګ کې يو ځای، سره سمبال شي .
له پورته درو نظرونوڅخه د څرګند توپير د شته والي سره سره ، دغه پروسه هغه وخت په بريالۍ توګه پراختيا موندلای شي چې :
الف : د سمبالتيا په مشرتابه کې له هرې ډلې څخه يويو استازئ او دنا پېيلو کسانو څخه د ټولو ډلو د استازو د شمېر په اندازه استازي، ګډون وکړي .
ب : د غورځنګ د مشرتابه اجرډيه هيًت بايد په اقتصادي، سياسي، کلتوري او ټولنيزو چارو کې د ناپېيلو روڼ اندو او ملي شخصيتونو له خورا مجربو، صادقو او دکار وړ کسانو څخه جوړ شي ؛ ترڅو د ملي ګټو اصل په بشپړه توګه په عمل کې پلی کړای شي . کله چې د غورځنګ ګډه تګلاره تصويب شي ، غړي ګوندونه او ډلې دې په رسمي توګه د ځانونو د انحلال اعلان وکړي او د ګډې تصويب شوي کړنلارې له مخې دې د هېواد د هراړخيزې ابادۍ لپاره په رښتيا سره ملا وتړي .
ج : د سمبالتيا د مشرۍ پر غړو دې له هر ډول وېرې او ډار څخه پرته د دوی د اصوليت او فعاليت پر بنسټ په پرله پسې توګه نوي کتنه تر سره شي، ترڅو بشپړه مساعده مشري د ټاکلي مودې په اوږدو کې تثبيت او د سمبالتيا فعاليت ځانته د ثبات عادي بڼه غوره کړي .
ښايي ځينې کسان د روڼ اندو د سمبالتيا دې ډول چلند ته د انتقاد ګوته ونيسي او ووايي چې په بشپړه توګه دموکراتيک نه دی . دا انتقاد د پوهيدو وړ دی . خو دا هم بايد هېر نه کړو چې مونږ يوازي په غوښتنه ، دستور او يا فرمان سره دموکراسي نشو منځته راوستلای . زمونږ هېوادوالو او په خاصه توګه افغان روڼ اندو د لومړي ځل لپاره په هېوادکې د دموکراسۍ څرک وليد. لکه څنګه چې په يوه ګل نه پسرلئ کيږي، نو هماغسې د دموکراسۍ په ايله څرک سره هم سملاسي بشپړه دموکراسي منځته نشي راتلای .د دموکراسۍ په لور بايد ورو، ورو په زياتې حوصلې سره پاخه ګامونه اوچت کاندو. مونږ بايد دتېر وخت په شان بيړه ونه کړو چې
خپلې نېکې او دزړه هيلې ته د سترګو په رپ کې ځانونه ور ورسوو . دا هوس عملي امکان نه لري . مونږ نشو کولای چې کتابي ليکنې سملاسي ټکي په ټکي عملي کړو. عيني نړۍ له کتابي او خيالي نړۍ څخه توپير
لري . ډېرو هېوادوالو به په ياد وي چې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند هم يو وخت په افغانستان کې د بشپړ عدالت ، د هېواد د سمسورتيا او د خلکو د بشپړې سوکالۍ لپاره نېکې هيلې درلودې، خو ترټولو دمخه خپله دغه ګوند دغسې کړنو ته په عيني توګه تيار نه و . په ګوند او ان د هغه په مشرتابه کې د پرديو ګوډاګيانو ، وطن پلورونکو ، خودخواهو ،منافقو ، ډلبازانو ،سيمه پالو ،قوم پالو او قومي متعصبينو د خپلو ناپاکو موخو د سرته رسولو لپاره په زيات مهارت سره ځانونه پټ کړي وو . د هېواد روڼ اندي د لږې سياسي تجربې د لرلو له امله د بهرنيانو له خوا وېشل شوي وو . برسېره پر دې فيوډالي او ماقبل فيوډالي مناسبات پر هېواد باندې سخت واکمن وو .مذهب د پخوا په شان زمونږ په وروسته پاتې ټولنه کې دومره زيات مسلط و لکه څنګه چې انګرېزي استعمارچیانو په خپل وخت کې د غازي امان ا لله خان د مترقي رژيم په نسکورولو او بيا د خادم دين رسول ا لله تر جالب لقب لاندې د سقاو د ځوی حبيب ا لله کلکاني د واکمنۍ په ټينګولو کې کار ترې اخيستی و .
د پورته ټکو د يادولو او په نظر کې نيولو له مخې بايد ووايم چې په اوس وخت کې د روڼ اندو د سمبالتيا لپاره په بشپړه توګه ايديال دموکراتيک چلند امکان نه لري . په اوسنيو شرايطو کې د هغوی د سمبالتيا لپاره نسبتّا نرم او د انعطاف وړ چلند تر ټولو ښه دی . که چېرې دا پروسه په صداقت سره پيل شي ، ټينګ باور لرم چې ډېر ژر به د خپلې ودې او پراختيا په لور چټک او موزون ګامونه اوچت شي او په پای کې به د پوره دموکراتيک چلند لپار ه ډېره ښه زمينه مساعده شي .
لکه څنګه چې وينو د هېواد ټول شته ګوندونه او سياستوال د دموکراسۍ او د هېواد د سمسورتيا لپاره سخت ليوال دي . په خبرو کې د دوی د نظرونو ترمنځ دومره زيات توپير نه ليدل کيږي . د دوی ستره ستونزه داده چې د خپلو سمبالتياوو په جوړښتونو کې ډېرې نيمګړتياې لري . هرې ډلې د ځان لپاره داسې تشکيلات جوړ کړي دي چې په هغو کې بايد د دوی ځانګړي ګټې همېشه خوندي وي . نو ځکه د دغو ډلو د لارې د سمون په هکله معمولآ د هغوی د تشکيلاتي جوړښت له مخې قضاوت کيږي . دا اوس ټولو ته جوته ده چې د ډلو ټپلو ناسمو تشکيلاتي جوښتونو د دوی د ګټور فعاليت په لاره کې د خپلو برسېرنو کړنلارو په پرتله زياتې ستونځې او خنډونه را پيدا کړي دي . بايد په زيات ټينګار سره ووايم چې يواځې د روڼ اندو سمه سمبالتيا د هغوی د پراخو هلو ځلو لپاره پوخ او پراخ بنسټ جوړوي . نو ځکه هغې ته بايد تر هرڅه د مخه دلومړيتوب حق ورکړل شي .
د افغان روڼ اندو سمه سمبالتيا ، په هېواد کې همېشنۍ سوله او ټينګ امنيت ، د ملي ګټو د اصل له مخې د چارو سمبالتيا او د سياسي نظام ثبات هغه مهمې دندې دي چې افغان اولس ورته د هو او غذا په شان ضرورت لري .
لکه څنګه چې وينو د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړيوال سوله ساتي ځواکونه زمونږ په هېواد کې د سولې د ټينګولو لپاره هلې ځلې کوي ، د تروريستانو ځالې ړنګوي ، د جنګسالارانو د بې قانونيو او خپل سر يو مخه نيسي، د نږدې او لېرې بدنيتو ګاونډيانو رنګارنګ توطـٌې شنډوي ، په هېواد کې د قانوني او اصولي چلند لپاره په بنسټ ايښوولو لګيا دي . د همدغو نړيوالو هلوځلو له برکته مونږ اساسي قانون لرو ، د دولت منتخب ر ًيس لرو او د ملي شورا د جوړولو لپاره سمې هلې ځلې روانې دي .
په هېواد کې ژورو بدلونونو کورني او بهرني دښمنان وارخطا کړي دي . هغوی هڅه کوي چې د هېوادوالو له پاکې مسلمانۍ او د هېواد پالنې له روحيې څخه ناوړه ګټه واخلي ترڅو پخوانۍ ناوړه وضعه بيا په افغانستان کې واکمنه کړي . دوی د عامو خلکو د غولولو او د ذهنيت خرا بولو په موخه ، اوسنۍ واکمني د شاه شجاع او د روسي شاه شجاع ببرک کارمل د واکمنيو سره بيخي يو شان ګڼي . په افغانستان کې د افغانانو په غوښتنه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو ځواکونو حضور، په افغانستان باندې د شورويانو د بېشرمانه تېري سره يو شان بولي . دوی په افغانستان کې د تروريزم پر ضد د امريکايانو حضور،
په عراق باندې د امريکايانو د بربنډ تېري او په هغه خاوره باندې د دوی د بېشرمانه يرغل سره يو شان ګڼي .
په رښتيا چې دغه پېښې د ظاهري شکل له مخې يوې او بلې ته ډېرې ورته دي چې د نا سم عامه ذهنيت په ايجادولو کې په خورا اسانۍ سره ناوړه ګټه ترې پورته کيدا ی شي . خو د هېوادونو د ملي ګټو له مخې د دوی تر منځ کيفي توپير شته چې افغان روڼ اندي بايد د خپلو ملي ګټو په پام کې نيولو سره ورته ځير شي .
ټولو ته څرګنده ده چې انګرېزانو د ستر احمد شاه بابا لمسئ شاه شجاع د خپلو استعماري ګټو د ساتلو په موخه له برتانوي هند څخه افغانستان ته راړست . خو د افغانستان مېړني خلک د دوی په ناوړه موخه پوه شول ، نو د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو له امله يې ټول تېري کوونکي په بې ساري مېړانې سره د تورې په زور له خپلې خاورې څخه وشړل او د دوی لاسپوڅئ ګواګئ يې د بې ننګۍ کندې ته واچاوه .
ډېر کالونه وروسته د ۱۳۵۸ لمريز هجري کال د مرغومي په شپږمه (۲۶. ۱۲. ۱۹۷۹) نېټه ، شورويانو د سوسيالستي عدالت او وررګلوۍ تر پردې لاندې د انتر ناسيونالستي مرستې په نوم پر افغانستان باندې له شرمه ډک تېری وکړ . ببرک کارمل يې په ز ياتې سپين سترګۍ سره په ټانک سپور کابل ته راړست ، چې د ډېرو خلکو په و ژلو سره يې دړلس کاله پر افغانانو باندې خپل لاسپوڅئ رژيم وتاپه . مګر په خپل وطن مينو افغانانو يو ځل بيا وکړای شول چې مکار غليم د هغه د ګوډاګيانو په ګډون له خپلې خاورې څخه وشړي . انګرېزانو د شاه شجاع په وخت او شورويانو د کارمل په مشرۍ د لاسپوڅي واکمنۍ په ټوله موده کې د دموکراسۍ د ټينګولو ، د قانوني حکومت د منځته راوستلو ا وزمونږ هېواد د ابادولو لپاره هڅې ونه کړې ، نو ځکه په افغانستان کې د دوی شته والي زمونږ هېواد د ملي ګټو سره بشپړ تضاد درلود . د پېښو په اوسني پړاو کې امريکايانو هم شمالي ټلواله په پيسو واخيسته او د هغې سره يې په ظاهري ائتلاف کې د تروريستانو او القاعدې سره د تړاو په بهانه په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د طالبانو د منځنيو پېړيو رژيم نسکور کړ . د انګرېزانو او شورويانو د يرغلونو او تېريو په شان د امريکايانو په دغه بې رحمانه يرغل کې هم ډېرو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ . خو دهغوی [ انګرېزانو او شورويانو ] پر خلاف يې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د قانوني دولت د منځته راوستو لپاره ملا وتړله . اوس زاړه پالي ، قومي متعصبين او د بهر سره تړلي مرتجع عنا صر له ځان څخه زيات مقاومت ښيي؛ د نږ دې او لېرې بدنيتو ګاونډيانو په لمسون، او د هغوی د مادي او معنوي مرستو په ملاتړ پټې تو طيًې جوړوي . د هېواد د سمسورتيا او د خلکو د سوکالۍ په لار ه کې نوي خنډونه رامنځته کوي . اوسنئ دولت مجبور دی چې د دغو خنډونو د لېرې کولو لپاره په سياسي مهارت سره له نويو تاکتيکونو څخه کار واخلي . کله کله له بهر څخه داسې بريښي چې دولت له خپلې غوره کړي لارې څخه بېرته راګرځي . دغه روحي حالت ځينې وختونه د عامو خلکو او ان د روڼ اندو په ذهن کې د دولت او نړيوالو پر چلند باندې شک پيدا کوي . روڼ اندي بايد ريالست اوسي . د دولتونو ترمنځ اړيکي همېشه د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړ وي . دا به ډېره ستره سياسي سادګي وي که فکر وکړو چې نور هېوادونه مکلف دي چې يواځې زمونږ هېواد سمسور کړي او د افغانانو د ملي ګټو لپاره دې خپلو ملي ګټو ته تاوان ورسوي . دا ډول اشتباه يو وخت افغان روڼ اندو په افغانستان باندې د شورويانو د يرغل څخه دمخه او د هغوی د اشغال په پړاو کې کړي وه . هغه وخت افغان روڼ اندو فکر کاوه چې شورويان په رښتيا سره انترنشنلست دي ؛ د نورو وروسته پاتې هېوادونو سره رښتيني کتابي وروري غواړي ؛ ټول اقتصادي او تخنيکي کړه وړه يې د نورو اولسونو سره د بې غرضه مرستو لپاره وقف کړي دي . خو شورويانو دومره پراخه دوه مخي د خپلو ملي او ستراتېژيکو ګټو د خوندي کولو لپاره په کار اچولي وه . اوس بايد همغه پخوانۍ اشتباه د بل ځل لپاره په بل شکل کې تکرار نه کړو . له تېرې تجربې څخه بايد په ريالستيکه توګه سم عبرت واخلو .
د نورو هېوادونو سره د زمونږ هېواد د دوه اړخيزو اړيکو په اوسني پړاو کې لاندې متقابلو ملي ګټو ته ګوته نيولای شو :

لومړی - د خپل هېواد يعنې زمونږ ملي ګټې .
دوهم - د بهرنيو هېوادونو ملي ګټې .
دريم - مبهمې ګټې .
د هېواد په اوسنۍ سياسي او نظامي وضعه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو او د ترور يزم ضد ائتلاف سره په دوه اړخيزو (متقابلو ) اړيکو کې زمونږ لاندې ملي ګټې نغښتي دي :
١_ په هېواد کې د قانوني او اصولي چلند د واکمنۍ د پياوړتيا لپاره دبهرنيو هېوادونو له نظامي ، مالي او معنوي مرستو څخه ګټه .
٢_ د جنګسالارانو ، داړه مارانو او بې مسًوليته کسانو څخه د وسلو ټولو و نه .
٣_ په تدريجي او اغېزمنه توګه د جنګسالارانو د نظامي ځوا ک کمزورتيا .
٤_ د تروريستانو او زاړه پالو په وړاندې پراخه مبارزه او په زيرکۍ سره د هغوی د وليو راايستنه .
٥_ د مخدره موادو د کر او توليد په وړاندې د دغو نړيوالو ځواکونو په مرسته عملي او اغېزمنه مبارزه .
٦_ په هېواد کې د دموکراسۍ په پلي کولو سره د سياسي نظام ثبات او د هېواد بيا جوړونه .
٧_ په هېواد کې سرترسري سوله او امنيت او د مرکزي اسيا په هېوادونو کې د سياسي ثبات ټينګښت .
٨_ د نړۍ د تر ټولو ستر ځواک د نظامي او اقتصادي چتر په مرسته د بهرنيانو د لاسوهنې او په افغانستان کې دننه د هغوی د ملاتړو سره د دوی د نظامي او مالي مرستو مخنيوی .
٩_ د افغانستان په خاوره کې د بدنيتو ګاونډيانو او نورو هېوادونو د کلتوري هژمونېزم د نفوذ شنډونه .
١٠_ په هېواد کې د ملي اقتصاد چټکه وده، د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د دوه اړخيزو اقتصادي او تجارتي اړيکو پراختيا او پياوړتيا .

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د هېواد په اوسنۍ سياسي او نظامي وضعه کې د لويديزو هېوادونو او په خا صه توګه د امريکا د متحدو ايالتونو ملي ګټې :
١_ په افغانستان کې د لويديزو هېوادونو د پلوي دوست رژيم په پښو درول .
٢_ د افغانستان له اومو موادو او د تر ځمکې لاندې کاني ذخيرو څخه دوه اړخيزه ګټه .
٣_ په افغانستان کې د دوست رژيم له ليارې د سيمې د هېوادونو سره د لويديزو هېوادونو د سياسي او اقتصادي اړيکو پراختيا .
٤_ د منځنۍ اسيا د تېلو، ګازو او نورو اومو موادو زېرمو ته ځان رسوونه او په دې سيمه کې د خپلې سياسي او اقتصادي اغېزې پياوړتيا .
٥_ د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د دموکراسۍ په پلي کولو سره د روسيې د ستر استعماري ځواک د پراخې اغېزې د خپريدو مخنيوی .
په اوسنيو شرايطو کې د لويديزو هېوادونو سره د افغانستان په دوه اړخيزو اړيکو کې مبهم ټکي هم شته چې ځينې يې د خورا زيات تډمل وړ دي . دغه مبهم ټکي دا دي :
١_ د افغانستان د جنګسلارانو او قومي متعصبينو سره د امريکايانو او انګرېزانو د تودو اړيکو ساتنه او د هغوی په وړاندې خورا نرم چلند .
٢_ د پاکستان سره د انګرېزانو او امريکايانو د اړيکو بشپړ ابها م :
الف : د پاکستان دولت سره د تفاهم له مخې په قبايلي سيمو کې د طالبانو او القاعدې پر ضد د امريکايانو او انګرېزانو ګډو عملياتو په افغانانو کې د دغو هېوادونو د کړو وړو د صداقت او رښتينتوب په هکله ژوره اندېښنه را پارولي ده .
ب : د قبايلي سيمې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د تروريزم ضد مبارزې تر نامه لاندې د پاکستاني پوځ د ازاد لاس پراخو عملياتو په حقه سره د دغو سيمو خلک اندېښمن کړي دي .
ج : د افغانستان او انګليس تاريخي اړيکو ته ژور پام د يادو شوو اندېښنو د لا زياتوالي سره مرسته کوي .
ټولو ته جوته ده چې انګرېزانو د هند په نيمه وچه کې د خپل استعمار په مهال د افغانستان پراخې سيمې زمونږ له خاورې څخه غوڅې او په برتانوي هند پورې وتړلې ، چې د هغې له مخې زمونږ نيمايي سکه وروڼه د تپل شوي کرښې بلې خواته پاتې شول . افغانانو تر اوسه پورې دغه په زوره تپل شوي کرښه په رسميت نه ده پېژندلي . مونږ په دې سيمه کې د پاکستان دولت د نفوذ او نا حقې واکمنۍ پر ضد همېشه سخت غبرګون ښودلی دی .
افغانان اندېښمن دي چې د تروريزم پر ضد د مبارزې په بهانه به د پا کستا ن دولت د امريکا د متحدو ايالتونو په بشپړ ملاتړ سره په دغه ازاده سيمه کې زمونږ له وروڼو څخه د دوی د ازادۍ حق سلب کړي .
که چېرې انګرېزان په رښتيا سره غواړي چې د افغانانو حق ادا کړي، نو په قبايلي سيمو کې د دوی کړه وړه به هغه وخت رښتيني او د منلو وړ وي چې له افغانستان څخه غوڅې کړي سيمي بېرته وروسپاري . يواځې
دا ډول چلند په سيمه کې رښتينی سياسي او نظامي ثبات او همدارنګه د ورورګلويزو اړيکو فضا ً رامنځته کولای شي . که نه ، نو داسې تصور به منځته راشي چې انګرېزان په دغو کړو وړو سره له افغان اتلانو څخه د هغې تاريخي ماتي غچ اخلي چې افغانستان ته د خپلواکۍ د ورکولو په وخت کې ورسره مخامخ شوي وو . طبيعي ده چې دا کار به نه يوازي په دې سيمه کې د سولې او دوستۍ فضا ً خړه پړه کړي ، بلکه د هغه پايلې به په خپل وار د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو هغو هلوځلو ته تاوان ورسوي چې د هېواد د مختلفو قومونو ترمنځ د ښو او ورورګلويزو اړيکو د ټینګولو لپاره يې پيل کړي دي . څرګنده ده چې هغه وخت به افغانان د ملګرو ملتونو تر نوم لاندې د لويديزو هېوادونو کړه وړه کټ مټ د هغې ناولي سکې بل کرغېړن مخ وګڼي چې د شورويانو له خوا د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق اچولو لپاره پخوا چاپ شوي وه .
افغان روڼ اندي بايد د هېواد د ورځنيو مهمو مسًلو په وړاندې هراړخيز ،غوڅ ا و روښان دريز ولري . لاندې مسًلو ته د روڼ اندو ژور پام راګرځوم :

الف : د افغانستان د سياسي ځواکونو په وړاندې د روڼ اندو دريز :
د لويې جرګې له خوا د افغانستان د اساسي قانون په تصويب سره په ټولنه کې د اصولي چلند د پياوړتيا او پراختيا لپاره پوخ بنسټ جوړ شو . په هېواد کې د زورواکو د خپل سريو مخه په رسمي توګه ډب او د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره لاره هواه شوه . د هېوادوالو لپاره ډېره مهمه وه چې توپک خپل ځای قلم ته پرېښود، وسله والو ډلو او بې مسًوليته بانډونو ،ډلو ټپلو او ګوندونو سياسي مبارزو ته غاړه کښېښوده . په ډېره لنډه موده کې د ډلو ټپلو او ګوندونو شمېر له سلو څخه تېر شو . دغه ډلې ټپلې مذهبي ، قومي ،
سيمه پالي ، زاړه پالي او روڼ اندي بڼې لري .
هو ! د دموکراسۍ اصول هر چا ته حق ور کوي چې له هر ډول تهديد او وېرې پرته خپل نظر او خپلې موخې په ډاګه کړي او د هېواد د اساسي قانون سره سمې هلې ځلې ورته وکړي . خو د بيان او د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره د هلوځلو حق د دې معنا نه لري چې هغه دې هېواد او ملت ته همېشه ګټورې وي . که چېرې څوک د هېواد د اساسي قانون او د دموکراسۍ د اصولو په خلاف يوازي د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې خپل سر ي غواړي، نو د هغې تکرار په ځوان او کمزوري دولت کې انارشي او ګډوډي رامنځته کولای شي . په هر هېواد کې د دغه ډول انارشۍ دمخنيوي په موخه داسې اصول تصويبيږي چې د هغو له مخې د هېواد او خلکو لپاره ګټور او بې ګټې کړه وړه په اسانۍ سره يو له بل څخه توپير شي . نو ځکه د هېوادونو د ملي ګټو اصل هغه و تلئ او غوره محک د ی چې دهغه له مخې د هېوادونو سياسي ، اقتصادي او ټولنيز کړه وړه په ډېره اسانۍ سره پرتله کيدای شي . د افغانستان په خا صو شرايطو کې د دغه مهم اصل له مخې د ډلو ټپلو او ګوندونو د فعاليت پرتله کوونه راته څرګندوي چې کومې ډلې او ګوندونه زاړه پالي دي چې د ملي ګټو پر خلاف د هېواد د پرمختيا مخه نيسي او کومې ډلې او ګوندونه روڼ اندي دي چې د هېواد د پرمختيا او سمسورتيا لپاره هلې ځلې کوي .
روڼ اندي او مترقي ګوندونه او ډلې هم د خپلو موخو او سياسي پوخوالي او پوهې له مخې د ودې په مختلفو کړيو کې ټاکلي ځايونه لري . ځينې ريالست دي چې د ټولنې د ودې او پرمختيا سره سمې کړنلارې جوړوي ، مګر نور بيا د مختلفو عواملو له مخې غواړي چې د خيا لي افتخار په ګټلو سره د سترګو په رپ کې خپله ټولنه د خپل خيال په څپو کې د ترقۍ او پرمختګ لوړو څوکو ته ورسوي .
په اوسني پړاو کې د افغان روڼ اندو وجداني دنده ده چې د خپل منځي سياسي پوهاوي د پراخو هلوځلو په مرسته د هېواد ټول روڼ اندي ګوندونه او ډلې د عيني او ريالستيکې کړنلارې او همدارنګه د سمبالتيا د معقولو اصولو پر بنسټ د ګران هېواد د رښتينی پرمختيا او سمسورتيا په موخه په سرترسري ملي غورځنګ کې سره يوځای کړي .

ب : د طالبانو او جنګسلارانو سره د دولت د چلند په وړاندې د روڼ اندو دريز :
نن ورځ د طالبانو،د مجاهدينو د پخوانيو قوماندانانو او قومي متعصبينو سره د افغان دولت د جوړ جاړي مسًله دومره توده ده چې ټول اولس پر ې مشغول دی . مونږ ته ښايي چې دغه مسًلې له احساساتو او تنګ نظريو څخه پرته په دقيقه توګه وڅيړو . افغان اولس په تېرو پنځه ويشتو کالونو کې د بشپړ بربريت او وحشت تر واکمنۍ لاندې ژوند کړی دی . خلک په رښتيا سره له زورواکو وحشيانو او رنګارنګ تروريستانو څخه ستړي شوي دي . خو دا ممکنه نه ده چې پنځه ويشت کلن ناورين دې په څو مياشتو يا ان په څو کالونو کې له منځه يووړل شي . دا تاريخي غميزه هغه ټولنيزه پديده ده چې د ډېرو کالونو په اوږدو کې منځته راغلي ده، نو د هغې د له منځه وړلو لپاره هم ټاکلي موده په کار ده . احساساتي او بيړنی چلند په دې لاره کې ډېر خنډونه رامنځته کولا ی شي . مونږ پوهېږ و چې افغانانو په دغه اوږده موده کې ډېر کړاوونه ليدلي دي .
د رنګا رنګ شرايطو له ناخوالو څخه ربړيدلي او کړيدلي دي . د پرديو او زورورو ظلم او ستم يې زغملی دی ؛
د خپلو خپلوانو او دوستانو په بې وخته مړينه او وژنه ځوريدلي دي ؛ ناروغۍ او بدبختۍ يې زغملي دي ؛
له ښوونې او روزنې څخه محروم دي ؛ د مور او پلار له خوږې مينې او دخپلوانو له مهربانې راشې درشې څخه بې برخې شوي دي؛ د کينې او نفرت روحيه يې اخيستي ده ؛ صداقت، اصوليت ،د بل قوم ،بلې ژبې او د بل هېوادوال حقونه ورته پردي او خوشي خبرې بر يښي . څرګنده ده چې د داسې روحيې خاوند په هرڅه کې خپله خوښه او خپله ګټه لټوي . نو ځکه د هغو د ترلاسه کولو لپاره له هر ډول چل ول ،ټګۍبرګۍ او ان له خپل زور څخه کار اخلي . له دا ډول هېوادوال څخه د دوو-درو کالونو په موده کې نورمال ژوند ته د راستنيدو غوښتنه نه يواځې معقوله نه ده بلکه يو خوشی خيال دی چې په هغه باندې ټينګار د ګټې پر ځای زمونږ هېواد ته تاوان رسولاي شي .
مونږ وليدل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ ، نړيوال ائتلاف او سوله ساتو ځواکونو د څو کالونو په موده کې ډېر ستر کارونه سرته ورسول .د بن جرګه جوړه شوه ،لنډمهالی ، منځ مهالی او موقتي حکومتونه جوړ شول ، د هېواد اساسي قانون تصويب شو او د قانوني حکومت د منځته راوستو لپاره په ټول هېواد کې ټولټاکنې سر ته ورسيدې . ملي شورا ته د انتخاباتو لپاره چارې پيل شوي دي . له څلوېښتو زرو زياتو شخصي ملېشو او وسله والو کسانو څخه وسلې ټولې شوي دي . په سلو کې پنځه نوي (۹۵) برخې درنه وسله د مرکزي دولت په واک کې ورکړل شوه . د مجاهدينو جنګسلارانو د خپلو ځواکونو له مخامخ لارښوونې څخه فاصله پيدا کړه او د مرکزي دولت په ارګانونو کې يې دند ې واخيستې . د طالبانو غورځنګ د جګړه ييز ځواک د کمزورتيا په موخه د هغوی د يو لړ جګپوړو او اغېزمنو مشرانو سره د جوړجاړي خبرې دوام لري . افغان اولس او افغان روڼ اندي هيله من دي چې په دغو ساحو کې د دولت کړه وړه به په هېواد کې د واقعي سولې او امنيت په ټينګولو کې مرسته وکړي او پرې به نږ دي چې جګړه مار ځواکونه د دولتي چارواکو له پراخې حوصلې او تېريدنې څخه د ناوړه ګټې اخيستو له ليارې په پټه سره خپل نظامي ځواکونه غښتلی ، د اولس او دولتي واکمنۍ په وړاندې خپلې ناوړه دسيسې او تو طيې پلي کړي .

ج : د قوم پالنې ،ژب پالنې ،سيمه پالنې او قومي تعصب په وړاندې د روڼ اندو اصولي دريز :
افغانستان د ټولو مېشتو قومونو ګډ کور دی چې د پېړيو پېړيو په اوږدو کې يې د بهرنيانو د يرغل په وړاندې له خپل هېواد څخه د دفاع او ساتنې لپاره په ګډه ملا تړلي ده . ځينې وختونه افغانانو د اسيا په پراخو سيمو کې خپله واکمني چلولي ده ، خو بل وار بيا نور کسان پر دوی واکمن وو . افغان اولس د خپلو جغرافيوي او توپو ګرافيکي شرايطو له مخې د سختې دوديزې او ډېرې مذهبي کم ودې ټولنې کرونده ده . نو ځکه دومره زيات سپېڅلي او زرباوري خلک دي چې په ډېره اسانۍ سره د غوړو او غولوونکو پروپاګندو او ناوړه دسيسو ښکار کيږي . د هېواد لوستي او بې تجربې سياستوال هم د خپلو پلارونو او نيکونو په شان له دغې ناوړه اغېزې څخه بهر نشي پاتې کيدلای . د هېواد او خاورې دښمنانو د افغانانو له دغو پاکو خصوصياتو څخه د پردي کلتور او پرديو ژبو د اغېزې د واکمنۍ په ټينګولو کې همېشه ناوړه ګټه پورته کړي ده . عامو افغانانو د رنګا رنګ پالنو دومره خيال نه دی ساتلی ، خو د هېواد دولتي واکمنانو او د ټولنې بانفوذه پوړونو د بهرنيو استعمارګرو ځواکونو په لمسون د افغانانو د ژبپالنې او سپېڅلي مذهبي روحيې څخه ناوړه ګټه اخيستي ده . د افغانستان مستبدو رژيمونو ته دا مهمه وه چې پر اولس باندې څنګه او څه ډول واکمني وچلوي . د ټولو مېشتو قومونو شتمن ، مذهبي او سيمه ييز متنفذين ددغو رژيمونو اساسي تکيه وه . دغو رژيمونو د عام اولس د سياسي پوهونې سره مينه نه لرله . کله چې د هېواد د خپلواکۍ څخه وروسته زمونږ په ټولنه کې د نسبتَا ژورې سياسي پوهې څرک راپيدا شو، نو بهرنيانو د هېواد د واکمنو له سياسي کمزورتيا څخه ناوړه ګټه پورته کړه او زمونږ هېواد يې د استعماري او ايد يالوژيکي مسابقو د بزکشۍ په ډګر بدل کړ . نن مونږ په بشپړه پوهه سره ويلای شو چې زمونږ په هېواد کې د قوم پالنې ، ژبپالنې او د سيمې پالنې روحيې راژوندۍ کوونه او تقويه د بدنيتو بهرنيانو ستراتېژيک هدف دی چې د لږه کيو قومونو يو شمېر لوستي کسان یې په مهارت سره د خپلې اغېزې تر ولکې لاندې راوستي دي . د ټولو افغانانو اوپه خاصه توګه د افغان روڼ اندو له وياړه ډکه دنده ده چې په روښانفکري ډګر کې د قومي متعصبينو د ډېرو ماهرو او بې شرمو تو طيو د شنډولو لپاره په ګډه سره نه ستړي کيدونکي پراخې هلې ځلې وکړي .

زمونږ له نظره ضرور ده چې افغان روڼ اندي دهېواد د اساسي قانون په بنسټ د خپلو ملي ګټو سره د قوم ، ژبې او سيمې د ګټو د بشپړ سمون په هکله لاندې اساسي ټکو ته ژور پام وکړي :
الف : هر افغان بايد خپلې شخصي ، ګروپي ، قومي او سيمه ييزې ګټې په ملي ګټو کې ولټوي .
ب : هېڅ افغان حق نه لري چې په دوه مخۍ سره د خپل قوم ، ژبې او سيمې ګټې د خپلو شخصي ګټو لپاره خرڅې کړي .
ج : هر افغان بايد د خپلې مورنۍ ژبې د پراختيا او پياوړتيا لپاره داسې هلې ځلې وکړي چې د وروڼو قومونو د ژبو د پراختيا په لاره کې خنډ نشي .
د : هر افغان حق لري چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي .
ه : د دولت کار کوونکي مکلف دي چې د افغانستان ملي او رسمي ژبې په سمه توګه زده کړي .
و : د هېواد په پلازمېنه کابل کې بايد ټولې زده کړې د زده کوونکواو د دې ښار د اوسيدونکو په خوښه ، په پښتو او دري ژبو سرته ورسيږ ي .
ز : د بهرنيو چارو وزارت او په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د رسمي نمايندګيو کار کوونکي مکلف دي چې د خپلو افغان مراجعينو سره د هېواد په دواړو رسمي ژبو يعنې پښتو او دري باندې روانې خبرې او ليکل وکړای شي .

ذ : د ناوړه دودونو او ناسمو چلندونو په وړاندې د افغان روڼ اندو مبارزه :
د ملي جشنونو او مذهبي اخترونو پراخه لمانځنه ، د ودونو ، ښاديو او فاتحو مراسم د افغانانو هغه غوره رواجونه او ملي عنعنې دي چې د خپل تاريخ په اوږدو کې همېشه ورسره مشغول دي . د دوستانو او خپلوانو په خوشاليو او هغوی ته د نږدې کسانو د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون د هغوی د زياتې خوشالۍ او ژورې تسلۍ سبب ګرځي . خو په دې وروستيو کالونو کې د زاړه پالو د ژورې اغېزې له امله دغو غوره عنعنو د هېواد د ځينو سيمو د اوسيدونکو لپاره د خورا ناوړه سياليو بڼه غوره کړي ده . په داسې حال کې چې د هېواد دننه زمونږ اولس د خپل تاريخ په ستر ناورين کې ډوب دی ، د اروپايي هېوادونو په سوکاله شرايطو کې د ودونو، فاتحو او ختم له وياړه ډک رواجونه د يو شمېر افغانانو د ناوړه سياليو له امله په افغانانو پورې د بهرنيانو د ملنډو تر پولو پورې رسيدلي دي . ټولو ته جوته ده چې د دغو مراسمو څخه دمخه يوازي د تليفوني لګښت له امله په زرګونو يورو خوشي په اوبوکې لاهو کيږي . په افغانستان کې د پخوا مړه شو يو خپلوانو د فاتحو په مراسمو کې د ګډون مينه وال د قومي ، فيوډالي او اشرافي سياليو په دود د څو اروپايي هېوادونو له پولو څخه تېريږي چې پر مالي لګښتونو برسېره د راز راز ناوړه پېښو سره د مخامخ کيدو احتمالات هم ورسره مل وي .
افغان روڼ اندي بايد په خپله پوهه ،اصولي او منطقي دريز سره د دغو ناوړه سياليو مخه ونيسي . دا د هېواد د پېچلو مسًلو په پرتله ډېره کوچنۍ ستونزه ده چې د افغان روڼ اندو په مخ کې پرته ده . که چېرې افغان روڼ اندي دغه وړه ستونزه له خپلې مخې ايسته نه کړای شي ، نو د هېواد په کچه د ډېرو پېچلو سياسي دندو له سرته رسولو څخه دې لاسونه ومينځي . روڼ اندي بايد په خپلو نوښتونو سره د دغو ناوړه چلندونو څخه سپمه شوي پيسې د هېواد په کلتوري او فرهنګي چارو کې په سمه توګه په کار واچولای شي .


د ليکنې اساسي پايلې
١_ افغانانو د تېرې پنځه ويشت کالنې غميزې په اوږدو کې ستر ناورين ليدلی دی ، افغان روڼ اندو ته ښايي چې له خپلو ترخو تجربو څخه په بشپړه هوښيارۍ سره سم عبرت واخلي .
٢_ افغان روڼ اندي بايد خپل سياسي ، اقتصادي او ټولنيز کړه وړه د ملي ګټو د اصل پر بنسټ په بشپړه
توګه عيار کړي .
٣_ د افغان روڼ اندو سمه او اصولي سمبالتيا د هېواد د واقعي سمسورتيا لپاره د بنسټ ډبره ده .
٤_ د هېوادونو ترمنځ په دوه اړخيزه اړيکو کې د ملي ګټو اصل ته ژور پام د هېواد بهرنئ سياست په سمه لاره خوځوي . نو ځکه د هېواد د رښتيني پرمختيا لپاره ډېر اهميت لري .
٥_ د هېوادونو ترمنځ شکمن او مبهم اړيکي بايد همېشه هره شيبه د خپلو ملي ګټو د اصل له مخې پرتله او کنترول شي .
٦_ د افغان روڼ اندو وجداني دنده ده چې د هېواد روښانفکره سياسي ډلې او ګوندونه د معقولو اصولو
او پراخ خپل منځي پوهاوي په مرسته ژر تر ژره په سرترسري غورځنګ کې سمبال کړي .
٧_ د افغانستان پنځه ويشت کالن تاريخي ناورين هغه ټولنيزه پديده ده چې د ډېرو کالونو په اوږدو کې منځته راغلي ده ؛ د هغې د له منځه وړلو لپاره هم ټاکلي مودې ته اړتيا ده . په دې لاره کې بېځايه او بې وخته بيړه د ګټې پر ځای هېواد ته تاوان رسولای شي .
٨_ له خپلو ځواکونو څخه د جنګسالارانو او قومي متعصبينو واټن او په مرکزي ارګانونو کې د دوی ټاکنه هغه وخت هېواد ته ګټه رسوي چې د هغوی د لا زړورتيا او د پټو دسيسو د جوړولو مخه ونيولای شي .
٩_ د طالبانو غورځنګ د جګپوړو مشرانو سره د جوړجاړي خبرې به هغه وخت سمې پايلې ولري چې د بهرنيانو او القاعدې سره د تړلو او په خپل هېواد مينو واقعي مسلمانو طالبانو ترمنځ دقيق توپير وشي او همدارنګه زمونږ په مسلمانو خلکو باندې د فونډامېنټالستي افکارو ناوړه اغېزې په ډېرو دقيقو او سنجول شويو تدبيرونو سره له منځه يووړل شي .
١٠_ د افغانستان د مستبدو رژيمونو واکمنانو په هېواد کې د مېشتو قومونو په عامو خلکو باندې له توپير پرته يوشان ظلم او ستم کړی دی . پر يو قوم باندې د بل قوم د ستم طرح ،هغه ناوړه طرح ده چې بهرنيانو زمونږ په هېواد کې د خپلوځانګړو سياسي ،اقنصادي او کلتوري اغېزو د ټينګولو لپاره رامنځته کړي ده .
١١_ هر څومره زيات چې قومي متعصبين ، بل قوم او د هغه ژبې ته تاوان رسوي ، همغومره زيات خپل قوم په راز راز کړاوونو اخته کوي .
١٢_ د بهرنيانو لاس وهنو او په تېر وخت کې د قومي متعصبينو ناوړه کړو وړو ثابته کړه چې د هېواد دمشخصو سيمو بې انډوله ابادي د هېواد بشپړ يووالي ته تاوان رسوي . د افغانستان دولت بايد په راتلونکي وخت کې د هېواد د ټولو سيمو همآهنګې ابادۍ ته ژور پام وکړي .
١٣_ هېڅ افغان حق نه لري چې د خپل قوم ،خپلې ژبې اوخپلې سيمې ګټې په دوه مخۍ سره د خپلو ځانګړو ګټو لپاره قربان کړي .
١٤_ هر افغان بايد د خپلې مورنۍ ژبې د پراختيا او پياوړتيا لپاره داسې هلې ځلې وکړي چې د وروڼو قومونو د ژبو د پراختيا په لاره کې خنډ نشي .
١٥_ هر افغان بشپړ حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي .
١٦_ د هېواد په پلازمېنه کابل کې بايد ټولې زده کړې په ډېر ه دقيقه توګه د زده کوونکو او د دې ښار د اوسيدونکو د خوښې سره سمې په پښتو او دري ژبو سرته ورسيږي .
١٧_ د مرکزي دولت د ټولو ادارو او په خاصه توګه د بهرنيو چارو وزارت او په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د رسمي نمايندګيو کار کوونکي مکلف دي چې د هېواد په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري باندې روانې خبرې او ليکل وکړای شي .
١٨_ په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغان روڼ اندو وجداني دنده ده چې په خپلو معقولو نوښتونو سره
د ملي دودونو او جشنونو د نمانځلو په وخت کې د بېځايه سياليو مخه ونيسي .

د ګران هېواد افغانستان د سمسورتيا په هيله  !


په کولن کې د افغان روڼ اندو دوه ورځنئ سيمينار :

۱۶ - -۱۷ اپرېل- ۲۰۰۵-کال