تصور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2858

دخبریدو نیټه : 2005-05-15

١٣٨٤ دغويي ٢٥مه ( عبدالهادي  ریشاء)

 

انسانان ، او خصوصاً د انسانانو ماغزه هم عجب خلقت دی .

تا سو پوهېږئ چي هر ساعت او هره ورځ  دوی په مغزو کي څه شور ما شور ،  څونه نوي  نوي او  رقم  رقم  فکرونه پیدا کیږي ، چي  دبعضو کسانو اندېښنې بیلي او دبعضو هم بیلي وي .

 موږ له ظاهري کړو وړو څخه  د ځينو اټکل کولای سو،  مثلاً: یو دپيسو په فکر وي ،  بل  د دښمنۍ یا  انتقا م  په سوچ کي ، بل دجنګ  او نورو نورو فکرونو کي وي ،  خود ځینو کسانو افکار بیا بيخي ما سِوا وي ، چي هغه موږ نه ليدلي ، نې تخمين کولای سو او نه په پوهيږو، مثلاً: که د عالمانو، پوهانو ، کا شفينو ، او مخترعينو افکارو ته ځير سو- نه پو هيږو ، چي د دوی په اذ ها نوکي څه تا وبالا کيږي ، فکر یې په څه اړ دئ  او کمي معظلې حلوي . خوبيا چي دنورو کا شفينو مخترعينو دفکر محصولاتوته  وکتل سي ،کوم   چي  نن ورځ په دنیا کي دخلګو په خدمت کي دي ، نو پو هيږو چي دا ټول اختراعات دمخترعينو دمغز و محصول دی لکه موټر ، الوتکه  ، تلويزیون ، مو بايل  و غيره

 د مغزو  دا کتشافات تمام هم نه لري . څو انسانان وي  ماغزه  به وي  ، چي  ماغزه وي کشفيات به وي او وړاندي تګ به وي . په دې وخت کي وماته دا چرت راولويږي ، چي په نړۍ کي له دې مو جوده ساينس او ټکنالوجۍ څخه ، چي بعضومخترعينو دا شيان  را ايستلی دی دا خوموږ وينو او منو اودا خو ديو څوکسانو کشف ، اختراع او جوړښت دئ . اوس نو که فکروکو دانسانانو دپيدايښت څخه بيا تر نن  پوري  په  مړ وکي  داسي عالمان ،  کا شفين په مليارډو  دخپلو ډکو کلو سره عدم ته تللي  او خاوري سوي دي ، چي بولګه یې لانه  ده  پاته . (د بابا آدم  له  وخته څخه به يې نه سره محاسبه کوو نوریې په چوټ کی درايله ) فقط د پنځه زرو کالو را وروسته ، چي هغه کاشفين په نظرکي ونيسو، چي د دوی په مغزوکي د دا ډول نو وکشفياتو طرحي ، فارمولې او نوښتونه  موجود وه ، خود عملي کېدو سايل نه وه  ور ته  موجود ، يا یې نور موانع درلودل ، نو دغسي دخپلو ډکو پرُ پيمانه مغزو وسره  خاوري سوي  دي ، چی درک وخرک یې ورک دئ .

 ښه نو ، نن ورځ چي موږ هم کمپيوټر لرو، هم  یې استعمالو او په  مثل  یې  نور اخترعات  هم  د انسانو په خدمت کي موجود دي .  نو که  هغه دعلم او کشف ډکي- مالا مال  کلې ،  چي  خاورو ته  تللي او خاوري سوي دي   که دهغو عالمانو کشفيات هم اوس موجود وای  او د دې اخترعاتو اوايجاداتو سره پتليس سوي وای  تاسي څه فکر کوئ ، چي   اوس به نړۍ څه ډول  بڼه درلودای ؟ په دې حساب ، چي زه ورته ګورم  اقلاً دوه زره کاله دمخه بايدموږ کمپيوټر درلودای اونور اقسام دکشفيا تو به هم ميانځ ته راغلي وای  او انسانو به کټي ځني اخستلای .    نو دغه کارونه  ، چي  نن روځ موټر، طياره ،کمپيوټر وغيره اجر‌ کوي ، که له هغه وخت څخه داسي اخترعاتو ادمه پسي پيداکړې وای ، نو دا د نن  ورځي  تخنيک ، چي موږ لرو په دې حساب لکه چي وړاندي مي وویل ، بايد دوه زره کاله پخوا موږ کمپيوټر  درلودای  نوهغه  کارونه چي نن موږ په موټر، طياره، کمپيوټر، موبايل ....... سره اجراء کوو بايدچي نن دا کارونه په اِشارو  او تصوراتو سره موږ عملي او اجراء کولای او که بيا اکتشافاتو او اختراعاتو چپه  فيرکړئ  وای  يعني  پر اسلحو او بمانو زور لوېدلئ وای  ، نو اوس  به  داخاکي  کُره د اِيرو او پړوندو کره  وای .

 

څنکه یې بولې داهم يو تصور  وو .