دځنګل ملګرى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28587
ګل رحمان رحماني
دخبریدو نیټه : 2009-08-21

دتلپاتې دردله ټولګې نه

 دسهاردلمرڅرک وړانګې چې دځنګلي ونو په څوکولګېدلې نوزه اوته ستړې ستومانه دځنګل هغه څنډې ته رسېدلى ووچې نورنودابادۍ کومه نښه نه وه اومخې ته مو يوه روان سيندشورجوړکړى وو
په سيندکې دواړولاس اومخونه په يخواوبوووينځل اويوه شېبه موپښې هم دسينداوبوته ورښکته کړې اوپه څپوکې مودروانوګلپاڼواوغرنيوګلونوننداره وکړه په همدې ښکلوشېبوکې ماته ستاکړې وعده راياده شوه که څه هم په ژبه مې ددغه تقاضا الفاظوفصل رازرغون شوپه ډېره عاجزۍ مې درته وويل
هغه وعده دې په يادده ؟
تااوبه راوشيندلې اوپه خندادځواب راکړ
 هودومره هېرجنه نه يم خو دايي ځاى نه د ى مادرته ويلي ووچې يووخت به په يوازيتوب کې چې بې زمااوستانه بل هېڅوک هم نه وي ستادغه قرض اداکړم
ماپه حيرانۍ درنه وپوښتل
له دې نه هم يوازېتوب ؟
ځواب دې راکړهو
مادرته ويلي ووچې هرکله دواړه په دغه نړۍ کې يوازې شوو نوزه به درته ستادخوښې سندره زمزمه کوم اوپه لومړي ځل به مې دغه نړۍ ته غږ دسندروپه جامه کې وړاندې کېږي اوستادزړه کورته به ديوې ناوې په څېرداخلېږي
اوس په دې ځنګل کې زه اوته يوازې نه يودلته چې ځنګلي ونې زموږنه دخپل قداوقامت سيوري پټوي ياغي څانګې دبادله هرې څپې سر ه سندر ې وايي اودسيندڅپې ددواړوپه تصويرونولوبې کوي نوڅنګه به زه اوته يوازې شودې ته لاډېرمزل پاتې دى چې زه اوته هغه ورشوته ورسېږو چې ديوازېتوب وږمې په کې چلېږي موږلا له يوه ځنګله وتلي يواوديوه سيندپه غاړه ناست يو
  يه زړه کې مې ددرديوه څپه تېره اوس ترننه په دې خيال کې ورک يم چې کله به ديوازېتو ب  داسې نړۍ ته رسېږوچې ستادلومړۍ سندرې اورېدووياړپه کې راپه برخه شي
  زماسره ددې ويره نشته چې ته به دخپلې وعدې واوړې زمازړه يوازې ددې ويرې نه ډک دى چې ددغه سپېڅلې وعدې دپوره کولوپه مهال به ستادسندرې داورېدوتاب راسره وي اوکه نه؟

  ١٣٨٨ دثور پنځمه نګرهارپوهنتو ن