محاسن الاسلام۲۷برخه، دښځودحقوقولړۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28594
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2009-08-22

محاسن الاسلام۲۷برخه، دښځودحقوقولړۍ
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسمه تعالی،ګرانواومحترمومسلمانانودمحاسن الاسلام په دغه برخه کښی  اودارنګه په څوراتلونکوبرخوکښی دښځودارزښت اودهغودشرف  په ارتباط کوم چی داسلام مقدس دین ورکړیدۍ اودارنګه دهغوئ  دحقه حقوقوپه باب کوم چی ودوئ ته داسلام مقدس دین ورکړیدی بیان کوم،چی یوه برخه یې په دې شرحه دۍ،اول ،تراسلام دمخه لکه چی په تیروبرخوکښی ئې ذکروسومسیحیانوکوم چی په نړۍ کښی په هغه وخت کښی دشرف اوصحیح هنرخاوندان ګڼل کیدل ځکه چی دوئ داسمانی کتاب خاوندان ځانونه ګڼل کوم چی انجیل وو،دښځوپه باره کښی په ابتدا کی دوه قسمه باطل نظرونه درلودل ،ځینو ددوئ داویل چی ښځه دانسان له نوع څخه نده بلکه دحیوان یوقسم ده،اوځینوددوئ داویل چی ښځه انسان ده مګرروح ئې انسانی روح نده اوپه اخیر کښی دوئ  په اتفاق سره ودې پریکړی ته ورسیدل چی ښځه انسان ده مګرخوتخلیق ئې دنارینه دمنافعواوخدمتودپاره سویدۍ اسلام دغه دری سره باطلی نظریې  رد کړې اوپه مقابل کښی ئې دافیصله صادره کړه چی ښځه اونردواړه په نفس بشریت کښی  مساوات سره لری اودارنګه دوئ دواړه په دې کښ سره مساوی دی  چی په دوئ دواړوکښی یوهم داسی نه دۍ چی صرف دابل دخدمت دپاره پیدا کړسویدۍ بلکه په دې کښی هم نارینه اوښځه سره مساوی دی چی ددواړوخلقت دالله پاک دعبادت اومعرفت دپاره سویدۍ کوم څه چی می درته وویل دهغه ودلیل ته ځیرسۍ،،الله جل جلاله دسورت نساء په اول آیت  کښی فرمایلی دی،یاایها الناس اتقوا ربکم الذی خلقکم من نفس واحدة وخلق منها زوجهاوبث منهمارجالاکثیراونساءًواتقواالله الذی تساءلون به والارحام،یعنی ای خلګووویریږۍ له ربه ستا سی هغه رب ستاسی چی پیداکړی یاست ده تاسی له نفسه یوه څخه،چی آدم علیه السلام دۍ،اوپیدا کړیده ده له دغه یوه نفس څخه جوړه، ښځه،دده اوغوړه ولی ئې دِی له دوئ دواړوڅخه یعنی له آدم اوښځی دده څخه چی حواءرضی الله عنهادهسړی،نارینه،ډیراوښځی اووویریږۍ له الله څخه هغه چی یوله بله سوال کوۍ تاسی په ده سره یعنی په روئ اوپه نامه دده سره اووویرږۍ له قرابتواوخپلویوڅخه یعنی له اوپریکولودخپلویوڅخه یعنی له قطع دوصیله رحمی څخه،محترمووروڼوپه دغه مبارک آیت کښی الله پاک له ډیروجوڅخه دښځوشرف اوپه ډیروبرخوکښی ددوی مساوت له نارینه ؤسره ښکاره کړیدۍ،اول،ښځه اونردواړه الله پاک په خپله مقدسه ندا سره اوپه خپل عظیم خطاب سره یوشان مشرف کړیدی،دوهم،له دواړوڅخه الله پاک په یوه لفظ سره چی دالناس لفظ دۍ تعبیرفرمایلئ دۍ کوم چی پردې  باندی واضح دلیل دۍ چی نراوښځه په نفس انسانیت کښی سره برابردی،دریم،الله پاک په دې سره دښځوشرف ښکاره کړیدۍ چی ښځی یې له نارینه ؤسره په مساوی ډول  په تقوی سره مأموری کړیدی سره له دې چی تراسلام دمخه لکه چی په تیروبرخوکښی یې موږبیان وکړعیسایانوښځی دالهی اوامرودخطاب وړنه بللې اوکتاب مقدس کوم چی ددوئ تحریف شده مذهبی کتاب وو که ښځی وراخیستئ وای نودایې لوئ جرم باله،څلورم الله پاک خپل  ربوبیت ونراوښځی ودواړوته په مساوی ډول ورشامل کړیدۍ مطلب دا چی اسلام وښځوته بل  دادعزت تاج ورپرسرکړیدۍ چی د نراوښځی ددواړوالله پاک په مساوی ډول پالونکۍ اوتربیه کوونکی دۍ،پنځم دوبث منهما په جمله کښی الله پاک ودې ته اشاره کړیده چی دتولدپه سلسله کښی نراوښځه دواړه بې تفاوته ذی دخله دی،اسلام ځکه په دغومذکورومواردوکښی ښځه اونرمساوی ګڼلی دی چی په دغواموروکښی مساواة ددوئ دواړودفطرت مقتضی ده،همدارنګه الله جل جلاله  فرمایلی دی چی، وماخلقت الجن والانس الالیعبدون، يعنی اونه دی پیداکړی ماپیریانان اوانسانان  مګرددې دپاره چی دوۍزماعبادت وکړی اوزمامعرفت حاصل کړی، اسلام په خپل دغه فرمان کښي داخبره په ډاګه کړېده چی دښځی اودنر ددواړوتخلیق دالله پاک دعبادت اودمعرفت دپاره سویدۍ نه داسی لکه چی دعیسایانو عقیده وه چی دښځوتخلیق  دنارینه ؤو دخدمت دپاره سویدۍ،نورتفصیلات به آینده ان شاءالله درته راسی ،والسلام ومن الله التوفیق