بسم الله الرحمن الرحيم
زماګرانومسلمانووروڼودرمضان مبارک په دې برخه کښي هم درمضان دعظمت اوفضيلت له وجوهاتوڅخه بيان درته کوم درمضان دلړۍ په دوهمه برخه کښي درمضان دعظمت اوفضيلت دوې وجي مادرته بيان کړې په دې برخه کښي داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم ديوه مبارک حديث تحليل اوتفصيل درته کوم کوم چي رسول الله صلی الله عليه وسلم درمضان مبارک دعظمت په باره کښي واصحاب کراموته دشعبان په اخيري ورځ کښي په خپله خطبه کښي وفرمايواوپه تفصیل سره درمضان مبارک دعظمت پروجوهاتوباندی مشتتمل دۍ، اول ددغه مبارک حديث ومبارک متن ته متوجه سۍ،
عَنْ سَلمان الفارسيّ قال خَطَبَنارسول الله صلی الله عليه وسلم في اخريومِ من شعبان فقال،ياايهالناس قداظلَّکم شهرعظيم شهرمبارک شهرفيه ليلةٌ خيرٌ من الفِ شهر جعل الله صيامه فريضة وقيام ليله تطوُّعاً من تقرّب فيه بخصلةٍ من الخيرکان کمن ادّی فريضةً فيماسواه ومن ادّی فريضةً فيه کان کمن ادّی سبعين فريضةً فيماسواه،وهوشهرالصبروالصبرثوابه الجنة وشهرالمواساة وشهريزادفيه رزق المؤمن من فطَّر فيه صائماًکان له مغفرة لذنوبه وعتق رقبته من النارِ وکان له مثل اجره من غيران ينتقص من اجره شئ قلنايارسول الله ليس کلَّنا نجدمانُفَطِّربه الصائم فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم يعطي هذالثواب من فطَّرَ صائماً علی مَذْقَةِ لَبَن اوتمرةٍ اوشربةٍمن ماءٍ ومن اَشْبَعَ صائماً سقاه الله من حوضي شربة لايظمأ حتی يدخل الجنة وهوشهراوله رحمة واوسطه مغفرة واخره عتق من النار ومن خفف عن مملوکه فيه غفرالله له واعتقه من النار، مشکوة ص۱۷۳،
يعنی له حضرت سلمان فارسی رضي الله عنه څخه روايت دۍ چي ده وويل چي خطبه وويله،نصيحت وکړ،وموږته رسول الله صلی الله عليه وسلم په اخيره ورځ کښي له شعبان يعني دبرات له مياشتي څخه نويې وويل،
اې خلګوپه تحقيق سره رانږدې سوه وتاسي ته يوه داسي مياشت چي ډيره لومياشت ده داسي مياشت ده چي الله جل جلاله قسم قسم برکتونه په کښي ايښي دي برکتناکه اودډيرخيروالامياشت ده داسي مياشت ده چي په دې کښي يوه داسي شپه سته چي ترزرومياشتو بهتر ه ده ګرځولې ده الله جل جلاله روژه ددغې مياشتي فريضه يعني يوفرضی عبادت پرمسلمانانوباندي اوګرځولې يې ده ولاړه دشپې ددغي مياشتي تطوع يعني غيرفرضي عبادت، مرادله ولاړي څخه دشپودرمضان مبارک تراويح اودتهجدلمونځونه دي، هرڅوک چي قربت اونزديکت والله جل جلاله ته حاصل کړي په دغه مياشت کښي په يوه خصلت سره له خيره يعني يونفلي عبادت په دغه مياشت کښي وکړي،نو دغه سړي په مثل دهغه چادۍ چي اداکړي فرضي عبادت په هغومياشتوکښي چي غيرله رمضان څخه وي مطلب داچي که يوڅوک درمضان مبارک په مياشت کښي يونفلي کاروکړي مثلاً دوه رکعته نفل وکړي اوياتلاوت ياذکروکړي اويايوشي ويوچاته دخيرات په نيت ورکړي نودغه نفلي کاردده په ثواب کښي برابردۍ له دې سره چي یوڅوک په بله مياشت کښي په همدغه اندازه فرضي کاروکړي، اوهرڅوک چي اداء کړي يوفرضي عبادت په دغه مياشت کښي نودغه څوک په مثل دهغه چادۍ چي اداکړي يې وي اويافرضي عبادتونه په ماسوادرمضان کښي اودغه مياشت مياشت دصبرده اوصبرچي دۍ ثواب دده جنت دۍ اودامیاشت دمواساة مياشت ده
يعني ددې مياشت ده چي مسلمانان يوپربل باندي لطف اوترحم اوشفقت سره وکړي اوخپل وس اوتوان سره شريک کړي اوداداسي مياشت ده چي زياتيږي ډيريږي په دې کښي رزق دمومن
يعني مومن که غني وي اوکه فقير وي نروي اوکه ښځه وي کوچني وي اوکه لوي وی الله جل جلاله درمضان په مبارکه مياشت کښي دده روزي اورزق وربالاکوي، اوهرڅوک چي دطعام اودخورک شی ورکړي په وخت دافطار اودروژه مات کښي ويوه روژه دارته نوددغه روژه مات ورکولوپه سبب به درې قسمه مکافاتونه اوغټي بدلې الله جل جلاله ورکړي
اوله بدله داده چي دغه روژه مات ورکول دده به سبب دمغفرت اودبخښني دټولوګناؤو دده وګرځي، اودوهم مکافات اوبدله داده چی دغه روژه مات ورکول دده به سبب دازادېدودغاړې دده سي له اورڅخه ددوږخ ،
اودريم مکافات اوبدله داده چي ددغه روژه داردروژې چي څومره ثواب دۍ نوهغونه ثواب به وده ته هم ورکړسي بې له دې چي ددغه روزه دارپه اجرکښي څه نقصان راسی ،
مطلب داچي دروژه مات ورکونکي سړي خوبه يودخپلي روژې ثواب وي اوبل به دهغه چا دروژې دثواب په اندازه وده ته هم ثواب ورکړسي کوم چي ده وهغه ته روژه مات ورکړيدۍ،
سلمان فارسي (رضي الله تعالی عنه) وايې چي موږداسلام وپيغمبرته وويل چي اې دخداۍ رسوله نه دۍ هريوزموږ چي پيداکولاۍ سوهغه شي چي دافطارپه وخت کښي يې ويوه روزه دارته ورکړو مطلب داچي يوڅوک به په موږکښي ددې توان لري چي دروزه مات دپاره ويوه روزه دارته يوشي ورکړي خوډيربياددې وس نلري چي ويوه روزه دارته دافطارپه وخت کښي يوشي ورکړي اودغه عظيم اجرحاصل کړي نووويل رسول الله صلی الله عليه وسلم چي ورکوي الله جل جلاله دغه ثواب وهغه چاته چي دافطارپه وخت کښي ديوه روزه دار روزه په يوه څک دشيدويادخورما اوياپه يوه غوړپ داوبو ورماته کړي اوهرڅوک چی موړکړي يوروزه دارنواوبه به کړي دي الله جل جلاله له حوض کوثرزماڅخه په داسي غوړپ سره داوبو دحوض کوثرچي نه به تږۍ کيږي دَیْ ترڅوچي وجنت ته ورداخليږي اودامياشت داسي مياشت ده چي اول يې رحمت دۍ يعني اول يې وخت دنزول درحمت دالله پاک دۍ اومابين يې بخښنه دګناؤوده اواخريې ازاديدل دي له اورڅخه ددوږخ اوهرڅوک چي سپک کړي،کم کړي له مريې خپل څخه کارونه په دغه مياشت کښي نوبخښه به وکړي الله جل جلاله وده ته اوازادبه کړي دَي له اورڅخه ددوږخ،
پخوړ:
داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دغه مبارک حديث کښي په مفصل ډول ددغي مبارکي مياشتي عظمت اوفضيلت بيان کړيدۍ چي دمهموجملوپخوړيې په دې ډول دۍ،
اول:
درمضان مبارک مياشت ډيره لويه اودعظمت والامياشت ده ،
دوهم:
په دغه مياشت کښي الله جل جلاله برکتونه ايښي دي،
دريم:
په دغه مياشت کښي دليلة القدرشپه ده کومه چي دفضيلت په اعتبارله زرومياشتوسره برابره ده اوعبادت په دغه شپه کښي دزرومياشتوله عبادت سره برابردۍ،
څلورم:
په دغه مياشت کښي نفلي عبادت دنورومياشتوله فرضي عبادت سره برابردۍ،
پنځم:
په دغه مياشت کښي يوفرضي عبادت دنورومياشتوله اويافرضي عبادتوسره په ثواب کښي برابردۍ،
شپږم:
په دغه مياشت کښي يوغوړپ اوبه دافطارپه وخت کښي ويوچاته ورکول دونه قدراوارزښت دخداۍ جل جلاله په دربارکښي لري چي الله جل جلاله هم ددغه سړي ټولي ګناوي وربخښي اوهم يې ددوږخ له اورڅخه ازاده وي اوهم دهغه روژه دارکوم چي دَي يوغوړپ اوبه ورکړي دروژي دثواب په مثل وده ته هم ثواب ورکوي،
اوم:
ددغي مياشتي اوله لسيزه دالله پاک ديوخاص رحمت دنازليدووخت ده، اودوهمه لسيزه يې دالله پاک ديوخاص قسم مغفرت دنازليدووخت ده،اواخيري لسيزه يې ددې وخت ده چي الله جل جلاله روزه داران ددوږخ له اورڅخه ازاده وي اواجرکامل ورکوي،
محترمووروڼو درمضان دلړ ې په دوهمه اوپه دغه دريمه برخه کښي موږوتاسي ته نهه وجي دعظمت ددغي مياشتي بيان کړې اوټولي وجي بيانول يې ترقدرت تيره خبرده اوموږداغواړو چي ددغي مقدسي مياشتي نوراړخونه په راروانوبرخوکښي درته وڅيړو،
درخانه اګرکس است يک حرف بس است
والسلام ومن الله التوفيق،
نوربيا. . .