درمضان مبارک لړۍ،شپږمه برخه درمضان اقتصادی فلسفی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28696
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2009-08-26

درمضان مبارک لړۍ،شپږمه برخه  درمضان  اقتصادی فلسفی
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم  الله الرحمن الرحیم
محترموو روڼودرمضان مبارک په دغه شپږمه لړۍ کښی ددغی مبارکی میاشتی داقتصادی فلسفواوګټوپه حقله بیان درته کوم،
قدرمنولوستونکوددغی مبارکی میاستی په حرمت مختلف النوعه اوقسم قسم اقتصادي ګټي اوفایدې د مسلمانانوپه برخه کيږي
اول:
په دغه مبارکه مياشت کښي دفقيرانوکونډو اویتیمانواونادارومسلمانانو اقتصادته وده اوقوت وربخښل کيږي ځکه چي اسلام دامبارکه مياشت دمواسات اوهمدردۍ  مياشت بللي ده  اوپه دغه مياشت کښي يې نفلی عبادت دنورومياشتوله فرضي عبادت سره برابربللۍدۍاوداحکم يې صادرکړيدي چي څوک چي په دغه مياشت کښي ويوه روزه دارته روژه مات ورکړي  نودهمدغه سړي دروژې چي څومره ثواب  وی هغونه وده ته هم ورکيږي سره له ثوابه دخپلی روژې دده  لکه  چی  دادهغه حدیث دځینوجملومضمون دۍ چی پیغمبرداسلام دشعبان په اخیره ورځ واصحابوته فرمایلئ ووچی په تیره یوه برخه کښی موږمکمل سره له ژباړی اوتفصیله ذکرکړیدۍاوداخبره هم اسلام ومسلمانانوته په ډاګه کړيده چي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم به تربل هروخت په رمضان کښي ډيرجوداوبخشش کاؤو لکه چی دبخاری شریف  په دریم مخ کښی ددې ذکرراغلئ دۍ مطلب داچی اسلام له هري لاري مسلمانان په شدت سره ودې ته هڅه ولي دي چي  درمضان مبارک په مياشت کښي له ناداره خلګوسره مالي مرسته اوکومک وکړي نوپه دې سبب وس داره اومالداره مسلمانان  په دغه مبارکه  مياشت کښي په ډيرحرص  اوزورسره له ناداره مسلمانانوسره مالي کومکونه کوي  حتی اکثرمسلمانان فريضه  دزکوةهم هرکال تررمضان مبارک  پوري ځنډه وي اودرمضان مبارک په مياشت کښي یې اداکوي نوپه همدې وجه دناداره مسلمانانواقتصاد په دغه مباکه مياشت کښي قوي کيږي،
دوهم
دغنيانواوثروتمندوخلګواقتصادهم په دغه مبارکه مياشت کښي ډيرقوت پيداکوي ځکه چي کله دوۍ په دغه مبارکه مياشت کښي له مسکينانوکونډيانواويتيمانوسره مالی مرسته اوکومکونه کوي  اوزکوتونه اوسرسایې باسی نوددوۍ اقتصادهم په معنوي لحاظ قوي کيږي اوهم په ظاهري لحاظ  په معنوي لحاظ خوپه دې ډول قوي کيږي چي مالونه يې طهارت اوپاکوالۍ فايده کوي اوالله جل جلاله ددوۍ په مالوکښي برکتونه اچوي اودارنګه مالي افات ورڅخه دفعه کوي اوداسي عوارض اوحادثې چي ومالي لګښت ته انسان اړباسي له بېچاره ګانوسره ددوۍ  دکومکوپه وجه له دوئ څخه دفعه کيږي لکه چي اسلامي هدايت دۍ،
الصدقة تطفئ غضب الرب،
اوپه ظاهري لحاظ له دې لاري ددوۍاقتصادپياوړۍ کيږۍ چي تجارتي کارونه يې اودارنګه ځمکني حاصلات ئې ترقي کوي،
دريم
دريم له دې لاري دمسلمانانواقتصادوده کوي چي په دغه مياشت کښي هرڅوک وخپلي ګذارې ته بدلون ورکوي اوپه کثرت سره دخپل وس مطابق وخپلوکوروته دروزه مات اودپيشلمي دپاره هغه خورکي مواد هره ورځ اخلي چي په نورووختوکښي يې هغه ډول نکول نوپه دې سبب ددوکاندارانو اودنوروخورکي موادود خرڅونکواقتصادزوره ورکيږي،
څلورم
څرنګه چي ددغي مياشتي له تيريدوسره سم دکوچني اخترمبارکي ورځي راځي نوهرڅوک دخپلوځانواوکورنيودپاره نوي جامي رخ چيني،خولۍ اولنګوټې رانیسي اودنورووختوپه پرتله يې په زيات قيمت رانيسي  نوپه دې وجه بیا ددغوشیانودخرڅونکواقتصادقوت پیداکوي،
پنځم
په دغه مبارکه مياشت کښی درمضان الله جل جلاله   په خارق العادته توګه پرټولومسلمانانوباندي د   ويرزقه من حيث لايحتسب    په مطابق درزق اوروزي دروازې خلاصه وي  اواقتصاديې ورپياوړۍ کوي،لکه چی نبوی هدایت دۍ چی،ویزادفیه رزق المومن،
شپږم
په دې وجه په دغه مبارکه مياشته کښي دمسلمانانواقتصادلوړيږي چي درمضان مبارک دراتللوپه وجه هرڅوک په خپل کسب کښي دنورووختوپه پرتله ډيرکوشش کوي ددې دپاره چي د رمضان مبارکه میاشت او په رمضان پسي راتلونکی داخترورځي په وسعت اوپراخی کښی تيری کړی ،والسلام ومن الله التوفیق،نوربیا