درمضان مبارک لړۍ،اتمه برخه، تعبدي فلسفې اوګټي
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمومسلمانووروڼودرمضان دلړۍ په دې برخه کښي درمضان دمبارکي مياشتي دتعبدي ياپه بل تعبيردعبادي ګټواوفلسفوبيان درته کوم،
محترمولکه څرنګه چي دغه مبارکه مياشت سياسي اواقتصادي اوتمريني فلسفې اوګټي لري دارنګه دغه مبارکه مياشت تعبدي فلسفې اوګټي هم لري چي دغه يې بنيادي اوپه لوړه کچه دمسلمانانولپاره مقصودي ګټي دي،دغه مبارکه مياشت له نورومياشتوڅخه دعباداتوپه اعتبارځانګړي اواوچت پريکړون اوامتيازلري ځکه په دغه مبارکه مياشت کښي داسي عبادتونه ترسره کيږي چي په نورومياشتوکښي تحقق نلري اودارنګه دکيفيت اودکميت اودمکافات په عتبار ددغي مبارکي مياشتي عبادات دنورومياشتو له عباداتوڅخه ز يات فرق اوتوفيرلري چي تفصيل يې په دي شرحه دۍ،
اول
دالله جل جلاله ددغه حکم مطابق چي (فَمَنْ شَهِدَ مِنْکُمُ الشَهرَفلْيَصُمْهُ) يعني نوهرڅوک چي حاضرسي له تاسي څخه ودغي مياشتی درمضان ته نوروژه دي نيسي په دغه مياشت کښي، اودارنګه دالله پاک ددې قول مطابق چي (کُتِبَ عَلَيْکُمُ الصِّيامُ کَماکُتب عَلی الَّذِينَ مِن قَبلِکُمْ) يعني فرض کړه سويده پرتاسي باندي روژه لکه چي فرض کړه سويوه پرهغوخلګوباندي چي ترتاسي له مخه ؤو يعني چي نصاری وغيره ؤو،
هرمسلمان هره ورځ په دغه مبارکه مياشت کښي دروژې نيولو مقدس عبادت ترسره کوي کوم چي په نورومياشتوکښي نسته،
دوهم
په دغه مياشت کښي هره شپه دماخستن له لمانځه څخه وروسته مسلمانان شل رکعته تراويح په جماعت سره اداکوي اوپه نورووختوکښي دغه عبادت نسته،
دريم
دماخستن وترلمونځ په دغه مياشت کښي په جماعت سره اداکيږي سر ه له دې چي په بل وخت کښي وترپه جماعت سره نکيږي
څلورم
وروزه دارته دروزه مات دپاره يوشي ورکول يوسترعبادت دۍ کوم چي بل وخت ددغه عبادت موقع نه پيداکيږي،
پنځم
له لمرلويدوڅخه وروسته افطاريعني روژه ماتول اوپه افطارکښي تلوارکول اودافطارپه وخت کښي دعاکول دمسلمان لپاره سترتعبدي کارونه دي چي تردغه مبارکه مياشت پوري اختصاص لري،
شپږم
وپيشلمي ته راپورته کيدل اوپيشلمي کول اودا رنګه دپيشلمي په وخت کښي ذکر تسبيح وغيره کول هغه قربات اوطاعات دي چي خاص په دغه مبارکه مياشت کښي يې مسلمانان په اجتماعي ډول ترسره کوي،
اُوم
په دغه مباکه مياشت کښي نفلي عبادت دنورومياشوله فرضي عبادت سره په ثواب کښي برابردۍ،
اتم
ددغي مبارکي مياشتي يوفرضي عبادت دنورومياشتوله اويافرضي عبادتوسره په ثواب کښي برابردۍ،
نهم
په دغه مبارکه مياشت کښي دليلة القدردشپې عبادت سته کوم چي دزرومياشتوترعبادت بهتر دۍ،
داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په يوه مبارک حديث کښي کوم چي ترمذي يې روايت کړيدۍ فرمايلي دي ( من صَام رمضانَ وقَامه ايمانا واِحتِساباًغفرلَه ماتَقدم مِن ذنبه ومن قامَ ليلةَ القدرِاِيمانا واحتساباً غفرله ماتقدم،
رواه الترمذي وقال هذاحديث صحيح،
لسم
،په دغه مبارکه مياشت کښي دصدقة الفطريعني دسرسايې اداکول هم کيدلاۍ سي کوم چي په نورومياشتوکښي په همدغه شکل نسي کيدلاۍ په استثنا دورځودکوچني اختر،والسلام ومن الله التوفیق ،نوربیا