د بشردحقونود سازمان له اسیایي مشرسره مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28791

دخبریدو نیټه : 2009-08-29

د بشردحقونود سازمان له اسیایي مشرسره مرکه

 

میرویس  جلالزی

 


د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو.
د زمري میاشتۍ په شپږمه  نیټه افغان او ناټو ځواکونو د پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې په یوه روغتون باندي برید وکړ.
د برید موخه هغه طالبان ول چې خپل  ټپي ملګري یې دغه روغتون ته ددرملني لپاره راوړي ول.
په  دغه څو ساعته عملیاتو کې ۱۲ طالبان مړه او یو شمیر نور د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلل.
د سروضې په روغتون د ناټو او افغان ځواکونو دغه  یرغل په نړیواله کچه یو جنګي جنایت په ګوتو شوی او د جګړې  له هر راز نړیوالو اصولو سره په ټکر کې  ښودل شوی.
په دې  برخه کې مو د بشر د حقونو د څار سازمان د آسیا پاسفیک د برخې مشر سام ظریفي مرکې  ته پام را اړوو.


مرکه:


پوښتنه:  ښاغلي سام ظریفي، ستاسو په باور د افغانستان د انتخاباتو څخه وروسته آیا د بشري حقونو حالت  مخ په ښه  کیدو دی که څنګه؟

ځواب: متاسفانه چې نه.
مونږ له  انتخاباتو دمخه هم ولیدل، او د انتخاباتو په ورځ مو هم  ولیدل او اوس هم د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي شاهدان یو او همدا راز د ملکي افغانانو او په ټوله کې د بشري حقونو خیال نه ساتل کیږي نه  دولت ضد عناصر  د ملکیانو د ژوند پروا لري او نه  هم حکومت پلوه ځواکونه.
د  ټول ټاکنو په ورځ د څلور سوه بریدونو شاهدان وو.
د دغو بریدونو ډیری هغه یې په ولسي اهدافو تر سره شول او ډیره  مرګ ژوبله هم  ولسي افغانانو ته واوښته.
بهرني ځواکونه هم دملکي خلکو سر او مال ته خپل  پام نه اړوي اووخت ناوخت په ولسي اهدافو بریدونه کوي.
دا یوه جدې خطر دی.
مونږ وینو چې د  تیرو شپږومیاشتو په پرتله د ورستیو شپږو میاشتو په ترځ کې  ولسي افغانانو ته ډیر ځيانونه  رسیدلي  او په افغانستان کې د بشري حقونو حالت مخ په خرابیدو دی.
هغه خطر چې ولسي افغانانو ته متوجه وو د انتخاباتو په تیریدو لا هم موجود  دی، افغانان په راتلونکي کال کې د پارلماني ټاکنو په لور ځي او دولت ضد  ډلو  د ولسمشرۍ انتخاباتو پرمهال وښوده چې هغوي د ملکیانو ژوند ته هيڅ راز  ارزښت نه  ورکوي او درناوی هم  نه  ورته  لري.

پوښتنه:

د افغانستان دولت او په دغه هیواد کې د میشتو بهرنیو سرتیرو قوماندانانو ویلي چې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره یې لازم  اقدامات تر لاس لاندي نیولي او یو شمیر دغه  اقدمات په عمل کې  هم پیاده شوي دي، ایا تاسو په عمل کې  د ملکي تلفاتو د شمیر  د را ټیټیدو نښې نښانې وینې که  څنګه؟

ځواب:

مونږ  تر  اوسه په عمل  کې له  دواړو لورو څه  نه دي لیدلي.
په تیرو څو اونیو کې افغان دولت او بهرنیو سرتیرو زیات شمیر اعلامیې خپرې کړي چې د  ملکي تلفاتو شمیر به  را ټیټوي خو دغه کار هغه مهال شونی دی چې په هر پیښه کې د ملکي مرګ ژوبلي وروسته  د نوموړي پیښې په اړه پلټني  وشي، عوامل  یې  څرګند شي او سرغړونکو سرتیرو ته جزا ورکړل شي نه دا چې دغه تحقیقات یوازي په خبر پاڼو پوري محدود پاتي شي .
تاسو ګورۍ چې وړمه ورځ امریکايي ځواکونو په پکتیکا کې په یوه روغتون برید وکړ.
د دغه برید په باب باید  جدي تحقیقات وشي دا ځکه چې د نړیوالو قوانینو پر  اساس  ټول ګټي تاسیسات له بریدونو خوندي دي.


پوښتنه:
د پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې په روغتون باندي برید  جواز لري؟

ځواب:

د پکتیکا ولایت پیښه زمونږ د انديښنې وړ ده.
دا چې ناټو ځواکونو وویل چې برید یې په هغو طالبانو کړی چې په  روغتون کې پټ شوي وو، زما په نظر د ناټو سرتیرو دغه عمل د نړیوالو اصولو خلاف یو عمل  دی او که چیرته طالبانو له روغتون څخه برید هم کړی وي نو دا د هغوي خلاف ورزي ده او نه باید چې ناټو ځواکونو د جګړې قوانین مات کړي وای او په روغتون یې  برید کړی وای.
دا ډیره یوه  مهمه  مسله ده.
په نړیوالو قوانینو کې روغتونونه او نور  صحي مراکز د امن  ځایونو په توګه یاد شوي او هیڅ یوه  ډله باید پرې برید و نه کړي.
که چیرته په روغتون کې  هیڅ ملکي ناروغ هم موجود نه وي نه باید پرې برید وشي، او که چیرته د یوه لوري مخالفین په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي وي نو  د هغه سر د روغتون په مینځ کې  په امن کې دی او نه باید ورسره د دښمن جنګیالي په توګه سلوک وشي.


یادونه:

د  پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ  کې په یوه روغتون باندي د چهارشنبې په ورځ وروسته تر هغه افغان او ناټو ځواکونوبرید وکړ چې یو شمیر طالب جنګیالو ورته خپل دوه ټپي ملګري راوړي ول.
په دغه څو ساعته نښته کې  ۱۲ طالبان مړه او شپږ نور ژوندي ونیول شول.
په برید کې یو امریکایی سرتیري هم وژل شوی دی.
د جګړې  د نړیوالو قوانینو پر  اساس روغتونونه، پلونه، ښونځي، د بریښنا د  تولید مراکز او نور   ټول ګټي تاسیسات له هر راز بریدونو خوندي دي او په دغه ډول مراکزو باندي بریدونه جنګي جنایت بلل کیږي.
حتی که مخالف جنګیالي هم پکې پټ شوي وي.