عبدالاحد پيغام _ كابل د۱۳۸۴كال دغويي ۳۱
تقديرزموږ دژوندكاروانونه دغم اودردديوه داسي توردرياب په غاړه اړولي دي چي دڅپو ګوزارونه يي هره شيبه موږ دمرګ غيږي ته بيايي ، موږ دمرګ په سترګوكي ژوندكوو.
دتوردرياب د وحشي څپود توپاني كره ږو،اوازونو زموږپه ژوند د وير داسي دردونكي نغمه جاري كړي چي يوه شيبه مو هم دخاموشي اوقراري له ماتم سره يوازي نه پريږدي
ددي ويرونكي درياب دتوپاني څپو اوسرګردانوګردابونوله غيږي تل ديوي مرموزي نغمي ږغونه دوير اوماتم له چيغوسره يوځاي زموږترغوږونوپوري رارسيږي چي د ناپايه درد سره په كي داكرښي تكراريږ ي :
زه داغ داغ غرق يم په وينو…زه داغ داغ غرق يم په وينو
داديوه داغ داغ سپيڅلي روح مقدس اوازونه دي چي ددردپه انتهاكي زموږ دتقدير سندره ږغوي ، دا زموږ دقسمت دسوزه ډكي نغمي هغه دردونكي ږغونه دي چي دزماني په غوږونوكي لا دادي تراوسه ديوه ناكام انجام په توګه دتقديرپه ګوتوږغول كيږي خودزماني په تيريدوسره ددي نغمي دسرونوجوړښت دهيبتناكواوويرونكوتالونوله ترخوزمزموسره ملګري شوي ،اواوس زموږ دقسمت ويرجنه پاڼه تري جوړه شوي ده
زموږ خوښي ،خپګان ، وياړونه ، پتمن وختونه ،دبريوشيبي ،حماسي او افساني ټولي دهمدي سازونودويرجنونغمو او دردونكوخيالونوپه خم كي رنګ اخيستي دي
زموږهرآغازسپيڅلي دي خوموږ تل ديوه ناكام انجام ملګري وو
موږ دمقدس ارمان پرسپيڅلي لارپه مقدسوقدمونوداوراووينوله خونړيوتوپانونوتير شوي يواودستروبريو درباطونوهاخوامودخپلوسپيڅلوارمانونودبريوجشنونه لمانځلي اودبرياليتوب هسكي جنډي مورپولي دي
خودحرص اوواك شيطاني جنون زموږ دبريوپه سردداسوسكروټوميخونه وهلي چي زموږ دبريوهسكي جنډي يي له خاوروسره خاوري كړي اوزموږدپرتمونواوبريو ستراو هسك برجونه اوقصرونه يي داسي وران اوويجاړكړي چي بيا يي زموږ په ستړولاسونو اوماتو زړونوكي درغولوتوان نه ليدل كيږي ، له موږ سره بيا زموږ هغه توره نه وي زموږ لاسونه ستړي اوخالي وي ،زموږ زړونه مات اوله كركي ډك وي .
موږتل دخپلوبريوپه بيه ځان ته ستري ناكامي ګټلي دي چي بيا نوزموږ دبريونغمي غلي شوي او موږته يوازي دخپلوشرميدونكو ماتو ناكامه افساني اوخاطري پاتي وي .
دزوراوظلم په دي لوي ميدان كي چي ز موږ دميليونونوسرښندونكوويني وبهيدلي څه موترلاسه كړل ؟ آيا موږ دوياړلپاره څه شي لرو؟ ايا ددي ميليونونومعصومواوبي ګناه ارزوګانودتالاكولوځواب راسره شته ؟
موږ په څه ووياړو؟؟موږدخپلو بريوسترقصرونه اوهسك برجونه پخپلولاسونونړولي اووران كړي دي ،موږ يوازي دخپل ځان په وړاندي جنګيدلي يو،دخپلي هستي دورانولواتلان يو،موږ خپلي هستي ته اوراچولي دي ،هغوي چي يوازي دځان په وړاندي جنګيږي اودسترواتلوليودعواكوي هغه موږ يو.
په دي اوږده اوشرميدونكي ناورين كي چي موږ هريوځان ته اتل اووياړمن وايو،ايا داديوه سپيڅلي ضمير ږغ دي ؟ په رښتيا هم موږ اتلان اوسپيڅلي يو؟ هغوي چي دځان په څير ديوي ستري هستي دسرونودغوڅولووياړلري هغوي سپيڅلي دي ؟ نه هيڅكله نه ، سپيڅلي هغه وو،چي د خپلي ميني په خاطر له خپلي ويني تير شول ،داوراووينود توپانونوپه لاريي دحق اوعدالت داتلانوپه څير منصوري دارونه په ځان ومنل اودخپلوسپيڅلواومعصوموهيلو سره يوځاي له دي فاني دنيا نه وكوچيدل اود نوراولمرابدي چيني ته يي مزل وواهه ، هغوي ستراوسپيڅلي وو،هغوي په ظاهراوباطن ښكلي وو،خوداغ داغ په وينوغرق له موږنه وكوچيدل ،اوموږ يوازي وير ،ماتم اوددوي ديادونوشيون ته پاتي شوو.
خدايه څه شول هغه ښكلي ښكلي خلك
په ظاهر په باطن سپين سپيڅلي خلك
هيڅ خندامي له دي خلكوسره نشي
ژړوي مي هغه تللي تللي خلك