درمضان لړئ ۱۲ برخه طبی او صحی فلسفې
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمنو مسلمانو ورڼوکه څه هم لکه صاحب دتفسيرظلال چی ويلی دي روژه خوموږ د دې دپاره نيسو چی داداسلام په مقدس دين کښی يوفرضی عبادت دۍ چی په اداکولوسره ئی الله جل جلاله راضی کيږي اوپه نه اداکولو سره ئی انسان غټ ګنهګا رګرځی خوله دې سره سر ه په طبی لحاظ دانسان وصحت ته اودارنګه دانسان وټولوبدنی قواووته ډيری ګټی اوفايدې رسوی دارنګه په اسلام کښی د هرعبادت ومسلمان ته په دنيوی لحاظ ډيری ګټی اوفايدې لری خوداسلام مقدس دين غالبا د دغوګټواوفايدو توضيح نکوی بلکه دهر عبادت داخروی مکافات يا په بل عبارت داخرت ګټی ومسلمانانوته بيانه وي په دې کښی دوه غټ الهی حکمتونه دادی چی يوخو له دې لاری څخه مسلمانان ودې ته متوجه کوی چی دوی بايد دنيا اود دنيا ګټی مقصود ونه ګرځوی دمسلمان نظراوتوجه بايدهميشه ودين او واخرت اوداخرت وګټو ته وي اوبل حکمت په دې کښی دادۍ چی مسلمان چی کوم طاعت اوعبادت کوي نوهغه بايد دالله جل جلاله درضا دپاره اوداخرت دثوابو دپاره وي او بايدمسلمان دنيوی ګټی په عبادت کښی اصلی مطلب ونه ګرځوی نوپه دې وجه زه غواړم چی درمضان دلړئ په يوڅوبرخوکښی دروژې مبارکی هغه فايدې اوګټی درته بيان کړم کومی چی ئې دانسان وصحت او عقل ته اودانسان وفطا نت اوزکاوت اودفهم وقواووته اودارنګه دانسان وټول بدن ته رسوی اوښائی چی دغه بيانونه به بيخی په کمه کچه به بل ځای کښی پيدا کړئ نوپه دې وجه له تاسومحترموڅخه هيله کوم چی دغه بيانونه په غور سره مطالعه کوئ اوګټه ورڅخه اخلئ داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په يوه مبارک حديث کښی چی امام محمد رحمه الله ئی له حضرت ابوهريره څخه روايت کړي دۍ فرمايلی دي ،،سافرواتربحواوصومواتصحوا واغزوا تغنموا ، ، يعنی په سفر ځۍ سفرکوۍ نوبه ګټه حاصله کړئ اوروژه نيسۍ نوبه جوړسۍ دصحت خاوندان به سۍ اوغزا کوۍ نوبه غنيمت حاصل کړۍ اوامام طبرانی په معجم اوسط کښی دغه مبارک حديث په دغوالفاظو سره راوړۍ دۍ ، اغزو تغنموا صوموا
تصحواسافرو تستغنوا ،يعنی غزا کوئ نوبه غنيمت پیداکړئ اوروژه نيسۍ نوبه جوړ اوصحت مند وګرځۍ اوسفر کوۍ نوبه غنيان سۍ او امام سيوطی صاحب په جامع صغيرکښی دغه مبارک حديث په دې ډول راوړۍ دۍ صوموا تصحوا ،،محترموورڼو دامی يومقدماتی بيان وتاسی ته وکړ اوتحليل بې په راتلونکو برخو کښی انشاالله درته راسی
والسلام ومن الله توفيق نوربيا