د ملي بانک مخ ته يوه سپين سرې ميرمن وچې شونډې کړوپه ملا ناسته ده ، د هغې ترشا بانک دى ، چې په ميليونونه پانګه په کې ده او مخامخ يې کابل - سرينا هوټل دى چې په لسګونو ډوله خواړه په کې تيارېږي .
خو د ميرمنې مخ ته په وېړ پلاستيک يواځې څو افغانۍ پرتې دي او د هغې شونډې له ولږې سپېرې اوښتې دي .
د هغې څنګ ته وړه ماشومه ناسته ده ، د سر ويښتان يې جړ بړ دي او له شلېدلي ګريوان څخه يې پښتۍ داسې ښکاري لکه ايکسرې عکس ته چې ګورې .
ماشومه وږې ده ، لاسونه يې پر زنګنو ايښي دي ، هر لاروي ته سترګې اړوي را اړوي ، خو په دې د چا نظر نه پرېوځي .
د مېرمنې مرۍ په خوارۍ ښکته پورته کېږي او له سپېرو شونډو يې د الله سپيڅلى نوم را پورته کېږي .
هغه ، هر را روان لاروى تر هغې څاري ترڅو يې له مخې تېر شي .
دوه جوړه سره او سپين کسان را روان دي او په غاړو کې يې پراته نيکټيان ټالۍ وهي .
هغوى په خپلو کې خبرې کوي ، يو وايي :
رښتيا چې روژه د برکتونو مياشت وي ، چې ماښام شي دسترخوان ډک شي ، حيران پاتې يم چې اول څه ته لاس کړم ؟
ميرمنې ، ددې خبرې په اورېدو خپلې وږۍ لمسۍ او بيا يې په مخ کې غوړولي پلاستيک ته چې ايله د يوې وچې ډوډۍ پيسې پرې پرتې وې وکتلې او بيايې سر پر زنګنو کېښود .
محمد نعمان دوست ، کابل