درمضان مبارک لړۍڅوارلسمه برخه طبي اوصحي فلسفې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28896
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-09-01

درمضان مبارک لړۍڅوارلسمه برخه   طبي اوصحي فلسفې
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،
بسم  الله الرحمن الرحيم
محترمومسلمانانودرمضان دلړۍپه دې څوارلسمه برخه کښي هم په دې باره کښي بيان درته کوم چي روژه مبارکه دانسان وصحت اوجوړوالي ته اودانسان وبدن اودده دبدن وټولوقوتونوته وده ورکوي،
دطبوديوه معتبرکتاب دهدايت مطابق کوم چي نوم يې( العودة الی حياة السليمة بالصوم) دۍاوددکتورطاهرتصنيف دۍاودارنګه مطابق له دراست سره دلوتزنر اومطابق له دراست سره دشلتون اسماعيل
،  ،   روژه مبارکه چي کومي ګټي اوفايدې دانسان وبدني صحت ته رسوي هغه په دې شرحه دي،shelton،
اول
الصوم راحة للجسم يصلحه ويرجعه الی ذاته، يعني روژه سبب دراحت دجسم اودبدن ده روژه دبدن اصلاح کوي اوبدن  وخپل اصلي حال ته راجع کوي
دوهم
الصوم  يوقِف عملية امتصاص الموادالمتبقية في الامعاء والموادالتي يمکن ان يؤدي  امساکها الی تحولها بامراض صعبةٍ ويطردالسموم المتراکمة في البدن،
يعني دروژې له فايدوڅخه يوه فايده داده چي  دانسان په کولموکښي چي کوم متبقي مواددغذاء پاته وي نوروژه ددې سبب ګرځي چی دغه مواددانسان له بدن څخه خارج  کړه سی ،اودوهمه صحي فايده دروژې داده چي دروژې په سبب دانسان له معدې څخه هغه موادخارجیږی چي که چيري هغه موادپه معده کښي يوڅه وخت پاته سي نوسخت مرضونه ورڅخه پيداکيږي ،اودريمه صحي فايده دروژې داده چي دروژې په سبب دانسان له بدن څخه زهريلي موادخارجيږي ،
دريم
بفضل الصوم تستعيداجهزة الاطراح والافراغ نشاطها وقوتهاويتحسن اداءهاالوظيفي في تنقية الجسم،
يعني دروژې په فضيلت اوپه برکت سره اجهزة د اطراح اودافراغ يعني هغه قوتونه چي دانسان په بدن کښي الله جل جلاله   ددې دپاره پيداکړيدي چي دانسان له بدن څخه فاسداومضِرموادوغورځوي اوبدن ورڅخه فارغ کړي ،وخپل نشاط اووقوت ته راګرځي اودروروژې په برکت په تنقيه کښي دجسم اودبدن خپله وظيفه په ډيره ښه طريقه سره اداکوي
څلورم
بفضل الصوم يستطيع البدن تحليل الموادالزائدة ولقدأکدت ابحاث مورغوليس اعادة شباب حقيقي للجسد،
يعني په فضل اوبرکت دروژې دانسان بدن ددې توان اوقدرت پيداکوي چي دزايدوموادوتحليل وکوي اودمورغولیس پلټنوداخبره په تاکيدسره په ثبوت رسولې ده چي روژه دانسان وبدن ته داصلي اوحقيقي ځوانۍ دوهم ځل اعاده کوي،
محترموله دغه قسمه بيانات به ترڅوبرخوپوري انشاءالله ادامه ولري،
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .