تصوف او عرفان اُومه برخه د مرابطې څلرم قسم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28937
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-09-03

تصوف او عرفان اُومه برخه د مرابطې څلرم قسم 
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،     
 
بسم  الله الرحمن الرحیم
د مرابطې څلرم قسم  :
 محترمو وروڼو ! د مرابطې څلرم قسم «معاقبة  النفس » ده ،يعني سرزنښت او عذاب ورکول و نفس خپل ته . تفصيل او توضيح ددغه څلرم قسم په دې ډول ده : چي کله انسان له خپله نفسه سره محاسبه  وکړي ،او له نفسه سره د حساب کولو په نتيجه کښي انسان په دې اګاه سي چي  ځما له نفس  څخه فلانۍ ګناه ،يا فلانئ تقصير په عبادت کښي د الله پاک صادر  سويدئ ،نو په دغه وخت کښي  و دغه انسان ته  په کار ده چي و خپل نفس ته سرزنښت او سزا ورکړي  . په دې ډول چي خپل نفس ملامت کړي ،او و دې ته يې متوجه کړي  چي  له سوي ګناه او تقصير څخه توبه ګار سي  ،او ويو داسي  نيک کار او نيک عمل ته مخ ورواړوي  چي د تير تقصير جِبران په وسي  .
د مثال په ډول يو سړي د نفس د شهوت اوخواهش په سبب حرام شئ وخوړئ ،نوپه دې صورت کښي ونفس ته دسرزنښت  ورکولو يوه برخه داده چي دغه سړئ «لوږه» پر ځان باندي راولي،اوپه حلاله ډوډۍ هم ځان نه مړوي ،اوروژې و نيسي  ،ددې لپاره چي ونفس ته ئې يو قسم سرزنښت ورکړسي،اوپه آينده کښ بيا د حرامي غذا خواهش څرګند نه کړي  . دارنګه په لمانځه کښي له سړي  څخه  تقصير وسي ،نوددې په  سبب  بايد دَئ  و خپل نفس  ته په دې ډول  سرزنښت  ورکړي  چي ډير نفلونه وکړي  . اودارنګه يې په تهجد او نورو نفلي  عباداتو مکلف کړي .محترمو ودغه ته «معاقبة النفس » ويله کيږي  ،چي ښه وضاحت به ئې په ضمن کښي  ددې درته راسي  چي د الله (جل جلاله )د مخلصو بندګانو د معاقبة النفس  يو څو « نمونې  » درته ذکر کړم  :
له« حضرت منصور بن ابراهيم » څخه  روايت دئ چي دالله «عزوجل» دعبادت ګذاره بندګانو څخه يوه سړي له  يوې ښځي سره خبري کولې ،نو کرار په کرار د خبرو پائ ودې ته راورسيدئ  چي  د ښځي پر «ورانه » باندي يې لاس  کښيښودئ ، وروسته له دې  يو دم پر دغه کار باندي  سخت  پښيمانه سو ،اوبيا يې خپل دغه لا س  واُور ته ونيوئ ،ترهغه پوري يې نيولئ ؤ چي لاس ئې پر مخ  و سوځيدئ او ختم سو  .   همدارنګه  روايت دئ  چي  په بني اسرائلو کښي يو نفر ؤ چي ډيره زمانه يې  په يوه  عبادت ګاه کښي  د الله (جل جلاله ) عبادت وکړ ،يوه ورځ له عبادت ګاه څخه راووتئ ،نوناڅاپه يې پر يوه ښځه باندي  سترګي ولګيدلي ،اوفي الحاله له دې ښځي سره د ميني په آفت  مبتلا سو ،اوبده اراده ئې په زړه کښي  را وګرځيده ،اوددغي ښځي په نيت  يې له عبادت ګاه څخه خپلي دواړي پښې  رادباندي کړې .الله عزوجل »دده د تير عبادت په سبب پر ده باندي  رحمت وکړ ،او دده په زړه کښي یې ويره پيدا کړه ،نوبيرته پښيمانه سو .بيا کله چي يې اراده وکړه چي خپلي پښې بيرته وعبادت ګاه ته داخلي کړي ،نو في الحاله يې دا فيصله وکړله چي  ځما دغه پښې د الله پاک په نافرماني کښي  له عبادت ګاه څخه خارجي سويوې ،نوځما دي په خدائ تعالی قسم وي چي ځما تر مرګه پوري زه دا خپلي پښې وعبادت ګاه ته داخلي نه کړم .بيا ئې دغه خپلي پښې دباندي پريښودې ،ترهغه پوري چي بارانو، واورو ، بادو اولمر دغه دواړي پښې ورڅخه پرې کړلې ،اوده پر دې باندي د الله «جل جلاله » شکر ادا کړ   

په يوه بل روايت کښي راځي چي حضرت تميم داري «رضي الله عنه» يوه شپه بيده سو او د تهجد دلمانځه لپاره نه سو رابيدار ،نوددې په بدل کښي يې وخپل نفس ته دا سرزنښت ورکړ چي يو کامل کال ئې د شپې خوب نه دئ کړئ ،او ټوله شپه به په عبادت کښي مشغول ؤ   .  محترمووروڼو !  ودغه ته «معاقبة النفس»  ويله کيږي   .دغه کوم قولونه چي موږ يې ذکر وکړ د إحياء العلوم په څلرم جلد کښي  مطالعه کړۍ !!!   ..