دوشنبه دغبرګولي دوهمه
حسيب الله مومند
په ګوانتانامو كي د قران عظيم الشان د سپكاوي پرضد مظاهرو كي تراوسه اتلس كسان وژل شوي اونور ډير ژوبل شوي، دا مظاهري د څو ورځو راپديخوا دافغانستان په بيلابيلو ولايتونو كي ترسره شوي ، په نورو ولايتونو كي اكثراً سوله ييز لاريونونه ترسره شول، خوپه جلال آباد كي دا مظاهري ډيري خونړي وي. په جلال آباد كي څلور كسه وژل شوي، تر اوياو زيات كسان ژوبل شوي او په لسګونو وداني سوزول شوي، د ډيري خواشيني خبره داده چي په دي مظاهروكي يو جومات اوپه لس ګونو دقران عظيم الشان او احاديثو جلدونه هم د اور خوراك شوي.
په ښكاره داسي بريښي چي د ګوانتامو دعمل په وړاندي د ا دمسلمانانو يو طبيعي غبرګون دی ، مګر د جلال آباد ادارې ونشول كولاي په هوښيارتيا عمل وكړي او په دي توګه مظاهره د ورانكاري په لوري لاړه ،خو په حقيقت كي داسي نده، په يو وخت كي په بيلا بيلو ښارونو كي مظاهره حتماً څوك غواړي چي منظمه يې كړي، له هماغه لومړي شيبې نه چا په دې شك نه درلود چي د مظاهرو شاته څوك شته دي، خوښكاره نه وه چي څوك، د افغانستان تقريباً ټول دولتي و آزاد مطبوعات دا خبره يادوي چي ددي مظاهرو شاته د هيواد د دښمنانولاس دي او اوس خو ولسمشر حامد كرزي هم په وضاحت دا وويل چي د مظاهرو شا ته پردي لاسونه شته دي.
ددي مظاهري شاته څوك څوك وو په دي تراوسه ډير څه ويل شوي و ليكل شوي، په نني بحث كي غواړم د هغو قوتونو په هكله چي په افغانستان كي اړو دوړ په خپله ګټه ګڼي يو څه رڼا واچوم، كيداي شي په تيرو مظاهرو كي ددوي د كوم يو لاس اويا هم كيداي شي په دي ګرم تنور كي ټولو خپلي ډوډي پوري كړي وي.
پاكستان :
پاكستان په افغانستان كي د لاس وهني اوږد تاريخ لري ،د افغانستان په هكله دپاكستان عمومي ستراتيژي داده چي افغانستان بايد په پوځي او اقتصادي لحاظ دومره پياوړي نشي چي وكولاي شي پاكستان ته ګواښ پيښ كړي ، افغانانو د ډيورنډ ناروا كرښه هيڅكله نه منلي ده اونه به يي ومني او كه هركله دمناسب ځواك خاوندان شول نو هرومرو به په دي كرښه د بطلان كرښه راكاږي، همدا ويره دافغانستان په هكله د پاكستان دپاليسي بنسټيز محور جوړوي، ددي پاليسي د برياليتوب معراج په افغانستان كي د طالبانو راتګ و،خو هغه رژيم هم زيات دوام ونه کړ او دنړيوال فشار له امله پاكستان دې ته اړ شو چي دخپلو نازولو پرضد پخپله ګامونه پورته كړي او له منځه يي يوسي، خو اوس هم ډيري داسي نښي شته چي ښيي پاكستان دتروريزم سره په جګړه كي دپوره صداقت نه كار نه اخلي اوس هم په ښكاره توګه تروريستان د كرښي د هغي خوا نه را اوړي، عمليات كوي اوبيرته د كرښي نه هاخوا ستنيږي اوس هم د پاكستان په دولتي موسساتو كي دننه اوهم په ځينوسياسي ډلو كي داسي كسان او ځواكونه شته چي د پاكستان د دولت د ښكاره پاليسي پرخلاف په افغانستان كي د ترهګري ملاتړكوي.
همدارنګه هيڅ كوم بل داسي دليل نشته چي دافغانستان په هكله دي دپاكستان عمومي ستراتيزي بدلون موندلي وي، ځګه هغه منطق چي د پاكستان افغان ستراتيژي پري ولاړ ه ده، بدلون ندي موندلي ، نوفكركوم چي پاكستان اوس هم په داسي حال كي چي د نړيوال فشارله مخي دتروريزم سره په جګړه كي د نړيوال ائتلاف سره په يوه كرښه كي پروت دی خو دافغانستا دكمزوري كولو ستراتيژي يي اوس هم روانه ، په دې خواكي دافغانستان د بي امنه كولواو كمزوري كولو لپاره د پاكستان پاليسي جوړونكي ښايي يو اقتصادي دليل هم ولري. افغانستان دپاكستان د كرهڼيز او دويمي درجي صنعتي توكيو ترټولو ستر ماركيټ دی، په افغانستان كي بهرني پانګه اچونه به دافغانستان د اقتصادي او صنعتي ودي لامل شي او بهرني پانګي اچوني لپاره ترټولو د مخه ډاډمن امنيت اړين دی ، نوكه داسي وشي پاكستان به دخپلو دويمي درجي صنعتي توكيو يو سترماركيټ له لاسه وركړي، نوپكار ده چي بايد په افغانستان كي ډاډمن امنيت موجود نه وي ترڅوبهرني پانګه وال دلته د پانګي اچوني لپاره زړه ښه نه كړي يعني هم سياسي دلايل او هم اقتصادي دلايل شته چي پاكستان او يا حد اقل په پاكستان كي ځيني ځواكمني كړي اوس هم په افغانستان كي اړو دوړ په خپله گټه ګڼي
ايران :
دايران په ښكاره خو دپاكستان په شان موږ سره كومه سرحدي لانجه نه لري خو د رضا شاه په وخت كي د ايران كبير و ايران صغير ګنګوسو د ايران په هكله د افغانانو په زړونوكي ډيري وسوسې پيداكړي دي.
ايران د اسلامي انقلاب نه وروسته نورو هيوادوته د انقلاب دليږدوني يوه ډيره لوړخيالي ستراتيزي غوره كړه ، د خپلي همدي پاليسي پر بنسټ يې په افغانستان كي شيعه مذهبي ډلو ته چي د روسي تيري په وړاندي په جګړه بوختي وي ډيره پاملرنه وكړه او بيا په تيره دكله نه چي په لبنان كي ايران پلوي شيعه مليشه حزب الله په لبنان د سوريي د برلاسي له امله ايران ته خپله اغيزمنتيا له لاسه وركړه ايران هڅه وكړه خپله دا تشه په افغانستان كي ډكه كړي اوپه افغانستان كي هم يو حزب الله ځانله جوړكړي، دايران همدا پاليسي سبب شوه چي د كمونستي رژيم د ړنګيدونه وروسته افغانستان كي په واكمني كي د ونډي په سردشيعه وسله والو او سني وسله والو ډلو ترمنځ خونړۍ جګړې رامنځ ته شي.
د طالبانو په راتګ ايران په افغانستان كي دخپلي لوبي ټولي پاڼي له لاسه وركړي او ددي په خواكي ايران سره د طالبانو لخوا په ايران كي ميشت سني لږه كيو د لمسوني ويره هم پيداشوه، په دي حساب ايران په دي خوشحاله دي چي په افغانستان كي د طالبانو رژيم نسكورشو، خو اوس ايران په يوبل ستر كړكيچ اخته دي، ايران ونشول كولاي دخپل اتومي پروګرام په هكله او همدارنګه په ايران كي د انساني حقونو د مراعات په هكله نړيوالي ټولني سره توافق ته ورسيږي، ايران فكركوي چي د امريكا متحده ايا لات د عراق په شان غواړي د ايران اوسني رژيم ړنګ كړي ، نوپه دي حساب په افغانستا ن كي د امريكايي ځواكونو شتون په داسي حال كي چي په عراق كي هم امريكاييان او برتانيوان پراته دي، ايران ته يو ستر ګواښ دی،كه په ايران د امريكا د بريد ګواښ رښتيني وي، په طبيعي توګه ايران دخپل ځان د ژغورلو لپاره يوازي يوه لاره لري هغه دا چي په عراق او افغانستا ن كي امريكا بوخت وساتل شي، ايرا ن اوس د افغانستان دځيني شيعه ډلو سره نه بلكي د ځيني سني ډلو سره هم ډيري ښي اړيكي لري، د خميني دمرګ نه وروسته ايران نورو هيوادوته د انقلاب دليږدوني پاليسي پريښي ، اوس په سيمه كي دخپل نفوذ د پراختيا لپاره د مذهب پرځاي د ژبني اړيكو نه كاراخلي په دي توګه ايران اوس هم دا توان لري چي دخپلو بړيڅو له لاري دلته د بي امنيتۍ اور ته لمن ووهي، او په تيره بيا اوس چي د افغانستان او امريكا دستراتيژيكي ملګرتيا بحث روان دي، ايران به خپل ټول زيار وباسي چي د د ي كار مخه ونيسي.
روسيه :
روسيه چي يوكله د شوروي اتحاد په نوم زموږ ګاونډي هيواد و، په افغانستان دتيري د خطا له امله اوس موږ نه په زرها ووكيلو متره لري پروت يوهيواد دی، سره ددې چي اوس په افغانستان كي روس پلوه كمونستي ګوندونه ړنګ شوي. خو درست په هماغه وخت كي چي د شوروي اتحاد پوځي ماتي يقيني شوي وه او امريكا لږ لږ دمجاهدينو نه ځان ګوښه كاوه ترڅوچي بالاخره يي افغانستان يواځي پريښود او ايله د سپتمبر ۱۱مي نه وروسته يي ورته بيرته پام شو، پخواني شوروي اتحاد دمجاهيدينوځيني ډلو سره خپلي اړيكي ټينګي كړي، دا اړيكي چي بالاخره د جنرال دوستم ، د پرچم د كارمل فركسيون او ځيني جهادي ډلي يي د ژبني اړيكو په يوه مزي وتړلي او دنجيب رژيم يي پري رانسكور كړخپل اوج ته ورسيدلي، دي اړيكو افغانستان ته د طالبانو د راتګ نه وروسته هم دوام وكړ،او اوس هم هيڅ داسي دليل نه ليدل كيږي چي دا اړيكي دي كمزوري شوي وي .
روسيه چي دكمونستي رژيم د ړنګيدونه وروسته ديوستر اقتصادي او سياسي بحران نه د تيريدو په درشل كي ده، اوس يو ځل بيا غواړي دسيمي ديو سترقدرت په توګه سر راپورته كړي، خو اوس هم روسيه په چيچينيا او ځيني نورو سيمو كي د سختو ستونزو سره مخ ده او س هم روسيه دغرب اوامريكا سره ښو اړيكوته اړه ده په داسي حال كي چي په روسيه اوهغي هيوادو كي چي اوس هم روسيي د اغيزي ترلاندي دي دانساني حقوقو مسئله او دولسواکۍ پرمسئلي غربي نړي جدي انديښني لري، روسيه ښايي وغواړي امريكا د افغانستان د خوږي ګوتي نه ونيسي او مجبوره يي كړي چي د چييچينيا او په روسيه كي د ولسواكي او د انساني حقوقو دنه مراعات كولوپرمسئلي د روسيي په وړاندي چوپه خوله پاتي شي.
د روان بهير مخالفي ډلي:
ښكاره ده چي پورته هيوادونه نيغ په نيغه نشي كولاي په افغانستان كي اړو دوړ راولي، دوي په افغانستان كي د خپلو لاس پوڅو اوهمدارنګه هغو ډلو او كسانو نه كاراخلي چي د روان بهير سره وران دي، د طالبانو، د القاعده د ترهګرو او د ګلبدين د ملګرو نه پرته هغي وسله والي اويا سياسي ډلي چي ژبنيزي او قومي اجندا لري، اوبالاخره ټوپك سالاران او د نشه يي توكيو سوداګران په خپله ګټه ګڼي چي په افغانستان كي ډاډمن امينت ټينګ نشي.
د امينيت ټينګښت يواځي يه اداري اقداماتو نه ترسره كيږي او يو شمير سياسي ګامونوته هم ضرورت لري، د افغانستان دولت بايد د امينيت په ټينګښت كي ټول پورتني عوامل په نظر كي ونيسي او يوه جامع سياسي او اداري تګلاره غوره كړي .